
له اسلام د وروسته جاهليت مؤلفةالقلوب-اسلام ته زړه اوښتونكي !!
محسن سعود
په نننۍ نړۍ كې اټكليزو، پرتليزو او ځينې نورو توكو ته بېلگې زياتر د غربي تمدن له نړۍ را اخيستلې كېږي، سره له دې ،چې په اسلامي تمدن كې يې ترې غوره او اړوندو مواردو سره ټكې په ټكي برابرې بېلگې هم لرو، لامل دا دی چې د خپل اسلامي تمدن مو يواځي نوم پاتې او نارې يې وهو، نور مو په شعوري ډول او يا به يې لاشعورۍ وگڼو ،چې خپل دغه تمدن ته مو شا كړې او ترڅنگ مو يې غربي تمدن هم پر پټو سترگو منلی، كه داسي نه وي، نو ولي له خپل وياړلي تمدنه بېلگې نه يادوو او څشي اړ كړي يو خپل دغه تمدن ته د ورگرځېدو په لاره كې له پردي خوسا تمدنه يې واخلو؟ !. د شيطان حقيقت يواځي هغه نه دی، چې پر وينه مو گډ او له فزيكي شتون پرته راسره دښمني پالي، بلكې په انساني ټولنه كې چې فطرت يې اسلام دی اوموږ يې پر انساني ټولنه پېژنو؛ د انسان په څيره شيطانان هم د همدغه پر وينه گډ شيطان فزيكي نمونه او د همدې حيثيت پر لرلو يو حقيقت دی ،چې په نننۍ نړۍ كې انسان يواځي د بشر پر نوم پېژني او يادوي او بشر يې بيا په څو ځانگړو افرادو كې چې موخو او گټو ته پرې رسېږي؛ را ټول كړی دی، له دې ورهاخوا د انسانيت او رښتوني انسان پولې د همدې بشر او د خپل نړيوالتوب د نوم او سرليك پر رامنځته كولو له منځه وړي، ترڅو پكې د شيطانانو په توگه خپل فزيكي شتون ورك كړي، ځانونه د ويني له شيطانه را بېل او د انساني ټولنې له منځه وښيي او پر خپلو سيستماتيكو فعاليتونو چې نن يې د بشريت او نړيوالتوب ترعنوانونو لاندې ترسره كوي؛ انسانيت او رښتوني انسانان غربي شيطاني ټولنې ته جلب او جذب كړي.
له دې حقيقت پېژندلو او منلو وروسته؛ لكه د يو مؤمن د ژوند پر دوام چې د هغه پر زړه د پرښتې او پر وينه گډ شيطان ترمنځ كشمكش روان وي، هغه د هدايت او نېكۍ الهام ور كوي او دغه يې بېلارۍ ته بيايي؛ په هېواد كې اسلام، ديني احكامو او په ټوله كې رښتوني اسلامي نظام او مسلمان هېواد ته د ځمكني واقعيت په توگه رښتونې بڼې وركولو لپاره د اسلامي امارت او تر سيورې لاندې يې د افغان ولس هڅې او د بشر له نارې وهونكې بشر دښمنې غربي نړۍ سره پر هر ډگر نه ستړې كېدونكې مبارزې يې هماغسې واقعيت دی. مسلمانه افغاني ټولنه او مسلمان افغانستان چې يواځي د اسلامي نظام تر سيوري لاندې جوړېدای شي؛ زړه دی چې ولس، اسلامي امارت او مشرانو يې له څلور نيمې لسيزې راسي پر دې زړه نه هېرېدونكې قربانۍ ور كړې او د بشر او بشريت تر سرليك لاندې لاس پر كار شيطانه غربي نړۍ يې له خپلو ټولو ائتلافي لښكرو سره له دې زړه شړلې ده، د هغې لاس يې ترې لنډ كړي دي، دغه زړه يې ترې خوندي ساتلی دی او لاهم لاس پر كار دي چې پاتې د غربي شيطنت پر اثر د بشريت او نړيوالتوب سرليك لرونكې او زموږ د مسلمانې ټولنې ويجاړونكې ناوړه اغېزې يې هم له منځه يوسي او مخنيوی يې وكړي. ويجاړونكې ناوړه اغېزې يانې لوڅ فرهنگ چې د وينې شيطان له آدم عليه السلام او مېرمنې يې پرده واخيسته او تر نن پورې د انسان په څيره فزيكي نسل يې او فزيكي شيطانانو په خورا گڼو او پېچلو تكتيكونو اوسرليكونو زموږ له ټولنې اخيستې او اخلي يې.
همدا راز پردی ښوونيز نصاب، له انساني فطرت او اسلام سره ټكر د سړيو او مېرمنو گډ ټولنيز ژوند او چارې، پكې د مېرمنې هغه عفت او حياء چې الله تعالی د ژوند او چارو يې په هر گام كې ور كړي؛ تر پښو لاندې كول، پر همدې موخه مېرمنې په ناڅېزه پلمو او هغو چارو پسې له كوره را ايستل چې الله تعالی او زموږ اسلامي افغاني كلتور د سړيو مسئوليت گڼلې-سړي يې توان او پوهه لري-ترسره كول يې پر سړيو د مېرمنو حق گرځول شوي-مېرمنې ته پكې پر خاوند فطري ناز او ادا خوندي شوي، هغه رتبه او عزت او په ضمن كې يې د سړيو لخوا له تحميلي چارو د مېرمنو حريت او ازادي چې اسلام مېرمنو ته وركړي؛ داسي ترې اخيستل لكه چې د غرب او غربي ټولنې په بشپړ تاريخ كې چې له مېرمنو اخيستل شوي او په بدل كې يې د يو څاروي رتبه وركول چې د خاوند يواځي د نفسي اشباع كار ورسره پاتې وي او بس، له همدې او گڼو نورو دا ډول لارو د مور-پلار-سرپرست-مشر پر وړاندې د اولادونو او ترلاس لاندې افرادو بېلارې او را پارول، زموږ اسلامي او افغاني ټولنه او كلتور دومره سخت ځپل او لوېدلی ښودل چې په پرتله يې غربي كلتور تمدن او غربي ټولنه متمدنه ټولنه وپېژندل شي او له دغو او يو شمېر نورو حربو په گټې اخيستنې زموږ له وياړونو، وياړلې ټولنې او له وياړه ډك فرهنگ او تاريخ سره د نوي او ځوان كول او راتلونكو نسلونو دښمني را منځته كول هغه عمده ناوړه ويجاړۍ دي چې له تېرو شلو تر۴۳كلونو شاليد كې ورته د همدې بشريت او نړيوالتوب تر سرليكونو لاندې همداسې كار شوی لكه چې لا هم روان دی.
د افغان غيور او مجاهد ولس پر مټو راغلی او ولاړ نوی افغانستان، اسلامي نظام او اسلامي امارت د همدې ويجاړيو د اغېزو له منځه وړلو او مخنيوي په پار په وروستيو كې ځينې پرېكړې او پاليسۍ لرلې چې غربي نړۍ، د انسانانو په څيره فزيكي شيطانان او اغېزمن كړي-د انسانيت، انساني فطرت او اسلام له ښېگڼو يې لرې كړي وگړي ترې ناخوښه برېښي او د غربي اصطلاحاتو له منځه ډول ډول نومونه او سرليكونه ورته كاروي چې د زياترو يا ټولو مختاړې او وروستاړې د انساني ټولنې پر ځای د بشري ټولنې پر خواخوږۍ راڅرخوي او هغه هم پر دومره مكر چې ځان او خپلو شومو موخو او گټو ته پكې له څرگندې اشارې پرته يواځې د افغانانو له غمه ځان مړه ښيي، خو نوی اسلامي افغانستان او اسلامي امارت هغه څه د خپل اسلامي هېواد، نظام، داعيې او موخو كوالټي او معيار گڼي چې پر بنسټ يې د دغو پرېكړو او پاليسيو گام اخلي. دا چې ټولنه مو د۴۳كلن اوږد پير له هر اړخيزو سياسي، فكري، فرهنگي او تبليغاتي، ډيپلوماټيكو، اقتصادي او… جگړو له ناورينه تازه را وتلې؛ دغه پرېكړې، پاليسۍ او پلي كول يې طبيعي هم څه غږونه او انگولاوې را ولاړولای شي چې له يوې خوا غرب او انساني شيطانانو د ټولنې د كمزوريو قشرونو(مېرمنو، ځوانانو، بې سواده او ماديات خوښو وگړو)چې ذهني پختگي نلري؛ پر ذهنيتونو ډېر كار كړی، له بلې خوا يې موده دومره اوږده وه چې پكې يو نسل وزېږېد-بل ستر شو-بل بوډا شو او له واړه تر زاړه يې يو شان اغېزمن كړي او د يو نوي له اسلام وروسته جاهلي ټولنې بڼه يې خپله كړې او له درېيم لوري اوس د اسلامي امارت د پرېكړو او پاليسيو پر وړاندې هم ورسره په هر ډگر ټوله غربي نړۍ درول شوې ده، نه پرېږدي هغوی له لاسه ور كړي چې دا له اسلامي امارت څخه هم په پرېكړو او پاليسيو كې د هغه حكمت او تدبر غوښتنه كوي چې له اسلام وړاندې جاهليته اسلام ته را اوښتيو وگړو سره ترې گټه پورته شوې وه، هغوی مؤلفةالقلوب-اسلام ته زړه اوښتونكي و او د بېلگې په ډول واجبې صدقې لا هم وركول كېدې او د نويو اصحابانو د اسلام تازه عقيدې ځواكمنۍ او كمزورۍ ته پر كتو آن د ډېرو تنانو لپاره جلا جلا غوراوي و، په مباركو حديثونو كې د تر ټولو غوره نيكي په توگه جلا جلا نيكۍ ښودل شوې دي همدارنگه ناوړه كارونه هم جلا جلا ښودل شوي چې ديني عالمان وايي د دې توپير لامل يې د وگړو د عقيدې او اخلاقي سويې د كچې ترمنځ توپير و، هو ! اسلام نړۍ ته رسېدلی او نور پر توره خپور شوی او خپرېږي، خو دا مو خپل وگړي دي او غرب هم د لاسوهنې له لارې د يوې دغسې ورځې په تمه دی چې موږ پكې دلته توره چلولې وي، نو نن هم بايد داسي و انگېرو چې غربي ويجاړيو اغېزمن كړي وگړي مو تازه اسلام ته راځي، پر ټول توان ورسره نرمي پكار ده او بايد د پرېكړو او پاليسيو په اړه د هر يو جلا پوهاوی او مغز مينځنه ترسره شي، په ډله ييز ډول شونې نه ده ټول پوهاوی او يا پرې قناعت ترلاسه كړي او يا موږ وركي بريالي شو.