مقالی اوتبصرې

كاشكي د قدس په دفاع كې هم لږ ترلږه امريكا او برېتانيا ماته كړو !!

تېره اوونۍ په گران هېواد كې د روسانو د ماتې له ورځې سره برابره وه. د دلوې مياشتې په۲۶مه د روسيې په مشرۍ د شوروي اتحاد د يرغل وروستي روسي عسكر پر خاپوړو وتښتېد او پرې زموږ د تاريخ دغې ورځې د درېيمې امپراتورۍ د ماتې يو ستر او وياړمن ياد له ځان سره مل كړ. د شوروي اتحاد سرچينه او بنسټ د كمونيزم مفكوره، لومړيتوب يې د كمونيزم د ټولې نړۍ تر كومې تېرول او ټاكلې وروستۍ موخه يې د كمونيزم په سيوري او فضا كې د نړۍ د لومړۍ رتبې هېواد په توگه پر ټوله نړۍ او د ځمكې پر كره د روسيې واك، ځواك او راج چلول و چې تر ډېره بريالي هم شو او ترې مخكې او وروسته افغان مجاهد ولس نړولې د انگرېز او صليب دواړې امپراتورۍ يې نيمې لاندې كړې او نيمو يې پر وړاندې په لړزېدلي تن د ناټو اتحاد را منځته كړ، خو د كمونيزم جگړې په نقشه كې د افغانستان وار رارسېدلي و چې دلته يې شوروي اتحاد د سريښو ډنډ ته واچاوه. شاوخوا لس كاله په شاتو كې نښتي د خداي ج د دې لويې دنيا دغه مچ(شوروي اتحاد)همدلته ومړ او د انگرېز د امپراتورۍ په هديره افغانستان كې سرخوړلي شوروي اتحاد هم خښ او خاورې شو. له هماغې ورځې پكې له نوې سا چلېدو سره سم د صليبي اتحاد امپراتوري د شوروي اتحاد هغې د بشپړ ځاي ډكولو فكر مخ پر لوړه شو. د سيكولريزم او ډيموكراسۍ مفكوره يې بنسټ، پر ټوله نړۍ يې د پلي كولو خوب او خيال لومړيتوب يا لېونتوب او په سيوري كې يې پر نړۍ يكه تازۍ او د خپل راج چلول وروستۍ موخه وه.

نوره نړۍ خو يې يوازې د يوې نوښتيزې تبليغاتي څپې را خپرولو سره فتحه كړه چې: يا له موږ سره يا له ترهگرو…په اورېدو نړۍ هم گوسفندانه غوږونه ورته څك او د نامردۍ سترگې ټيټې كړې، خو د لومړي هدف په توگه پر افغانستان يرغل راوړلو او اشغالولو سره كه گوري په هماغو سريښو كې يې غبرگې پښې نښتې دي چې د شورويانو او د پرديو امپراتوريو د لاسپوڅو پر وينو نور هم ټينگ شوي و او بيا لكه د بنسټ، لومړيتوب او وروستۍ موخې له پلوه چې دغې صليبي امپراتورۍ د شوروي هغې ځاي ډك غوښت؛ هماغسې ورپسې دلته د امپراتوريو هديره كې ورسره خښه او خاورې هم شوه او آن له ماتې سره سم د خپلې امپراتورۍ پر دغه برخليك او د افغانستان پر حيثيت د امريكايي چارواكو اعتراف هم هماغه د وخت روسي چارواكو د اعتراف عين تكرار و. نن د دلوې۲۶مې لمانځنې په برخه كې د شوروي د زيانونو يوه منځنۍ شمېره خپره شوې چې له مخې يې د هغه۹۵۰۰ځواكونه په مخامخ جگړو كې، ۴۰۰۰په جگړو كې د ژورو ټپونو له امله وژل شوي، ۱۰۰۰تنو يې د اقليمي ناسمو روغتيايي شرائطو په اغېزه ژوند له لاسه ور كړي، ۵۳۷۵۳تنه نور يې ټپيان شوي او پرې سربېره يې۳۱۲تنه ورك شوي هم دي چې ځينو يې له بندي كېدو وروسته د اسلام سپېڅلي دين منلي دي.

له دغو ځاني زيانونو ورهاخوا د شوروي۴۵۱جنگي الوتكې او چورلكې، ۱۴۷عام ټانکونه، ۱۳۱۴كارگو او جنگي زغر ټانکونه، ۴۳۳لانچر راكټونه او غټ توپونه، ۱۱۴۸انتقالي مخابراتي ترانسپورتونه، ۱۱۳۶۹لارۍ او نفتي ټانكرونه او۵۱۰كرينونه، تراكتورونه او نور پرمختللي عام وسائط بشپړ له منځه تللي او جزوي ويجاړ شوي او يا ترې دلته پاتې هغه خو بې شمېره و چې صليبي امپراتوري مو پرې ونړوله، خو د صليبي اتحاد زيانونه له هره اړخه ترې لوړ ځكه وو چې د شوروي ازمايلې ناكامې تجربې په تكرارولو د افغان مجاهدينو له خوا تر بشپړ زبېښ ايستلو دلته كلك را تم او ښكېل كړاي شو او تېښتې ته هم پرې نه ښودل شو. اوس چې په خپل اعتراف ځاني زيانونه يوازې څو زره تنه او مالي يې د يو ترېليون شاوخوا ښيي؛ د واقعيت له مخې د شوروي له زيانونو لوړ دي او ترې پاتې تجهيزات، وسائط او مهمات چې دوي يې په زيان كې شمېري؛ پر همدې د اسلامي امارت مجاهدين بشپړ مجهز كېداي شي او پرې يوه بله نابللې امپراتوري به نړوي. په هر رنگ؛ د شوروي اتحاد د امپراتورۍ نړېدو ورځ سږكال موږ په داسې حال كې لمانځو چې د دلته سر خوړلې صليبي امپراتورۍ پاتې شونو د مزدورو غاصبو يهودانو پر مټ د فلسطين په غزه او لوېديځه غاړه كې داسې بې مخينې نسل وژنه او نازي كړنې روانې كړې دي چې په گران هېواد افغانستان كې د يادو سر خوړليو امپراتوريو هغه ورسره پر هيڅ دليل د هيڅ پرتلې هم نه دي.

دا چې د شوروي د ماتې لمانځنه د فلسطين-غزې د مظلومو مسلمانانو د ستر ارمان له ډوله ده او د غاصبو يهودو پر ملاتړ سربېره ځين عرب هېوادونو د غزې ناورين د خوښيو پر لمانځنو هم بدرگه كړ؛ د دلوې۲۶مې لمانځنه داسې احساس را كوي لكه يو څوك چې د يتيم د كړولو په غرض خپل اولادونه او ورسره مينه د هغه نمايش او سيلگرۍ ته را وړاندې او مخكې-مخكې كوي. زموږ د هويت، تاريخ او تاريخي برياوو د ياد ژوندي ساتلو لپاره زموږ دغه لمانځنه له خورا حياتي ارزښته برخمنه ده، خو د غزې له ناورين سره پر هممهاله كېدو ډېر زيات احتياط او پاملرنه اړينه ده، ترڅو د غزې د مجاهدينو او مسلمانانو د ازار، خستگۍ او د زړه دوك لامل ونه گرځو او كه مو پر توان وشي، له لارې يې هغوي ته هم د ايثار درس، د ثبات پيغام، د ملتيا ډاډ او د بريا زېري ور كړو. قدس شريف او فلسطين له۷۵كاله راهيسې د غاصبو يهودانو تر اشغال لاندې دي چې ورسره هممهاله په دغې موده كې موږ دلته دوه امپراتورۍ ونړولې او افغانستان يې وروستۍ هديره شوه، نو د خپلې خاورې او ولس د ازادۍ او خپلواكۍ په پار د دغو امپراتوريو نړولو وروسته او په اخري وار كاشكې د قدس په دفاع كې او د هغه د ازادۍ او خپلواكۍ لپاره هم لږ تر لږه امريكا او برېتانيا ماته كړو. كاشكې د ټولو مسئولو جهتونو او مسلمانې ټولنې ترمنځ بېلابېل ملحوظات په دې مقطع كې يوې خواته كړو، د قدس د ازادۍ مسئولانه هلې ځلې وكړو، امريكا او برېتانيا ته دلته ليدلې او ازمايلې ماتې او خاورې شوې امپراتورۍ يې وريادې كړو او د غوڅ دريځ پر نيولو څرگند پيغام ور كړو چې قدس يو له داسې اسلامي شعائرو څخه دي چې كه فلسطينيان يې لا هم خرڅوي، افغانان او مسلمانه ټولنه به يې ونه مني او وبه يې نه زغمي. ورهاخوا فلسطين خپلواك دي چې هماغسې د نړۍ راشړليو مهاجرو په توگه په خپله خاوره د يهودو استوگنه مني يا هم نه.

سعد كټوازی

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *