مقالی اوتبصرې

سياسي او فکري مخالفين د هجرت په ديار کې هم ټوټه کېدونکي دي

خالق يار احمدزی
وروسته له هغه چې په هېواد کې ستر او مثبت تحول راغی، بهرنيانو خپل ټغر ور ټول او د تېښتې پر مهال يې پالل شويو افغان نما کسانو هم ملتيا وکړه؛ تازه جريانات دا ښيي، چې هغوی د هجرت په ديار کې هم لکه د ګډوله، نيم واکي حکومت په څير فکراً سره وېشل شوي.
د تېرې ادارې دغه افغان نما چارواکي، چې له مشرتابه نيولې بيا تر عادي عسکره پورې يې تر پايه په افغانستان کې د امريکايي ګټو د خونديتابه لپاره د زړه په وينو کوښښونه وکړل؛ دا مهال د نړۍ په مختلفو هېوادونو کې له يو بل څخه په خورا لرې واټن کې مېشت شوي.
په دوی کې ځينې پاکستان ضده څېرې ،خو لا هم د اسلام آباد په لارو کوڅو کې ګرځي او اروپا ته د تګ لپاره يې هيله ګرکې شونډې وتلې وي.
ګواکې بهرنيانو له پيله درک کړې وه، چې په يوه هېواد کې د دوی اوسېدنه لا ناورينونه زېږوي او يا نه شي کولای د دوی د بې بندوباريو، يا د غير اخلاقي کړنو مخنيوی وکړي او يا هم د دوی د خپلمنځي لانجو هواروونکي ګواښ رندي له ځانه جوړ کړي؛ همدا لامل و، چې هغوی ته يې يواځې وجودي ايستل مهم وو، نور يې که کمپونو کې مېشت کول، يا په لرې صحراوو…
که څه هم افغانستان د کار خلکو ته اړتيا درلوده او امارتي مشرتابه هم د همدې حس له امله او د انساني خواخوږۍ لپاره ورته عمومي عفوه اعلان کړه، خو دوی دا هر څه تر شا پرېښوودل او د هېوادنۍ ادکې (مور) پر خوږه غېږ يې د بهرنيانو د دهلېزونو صفاکاري غوره وبلله…
دوی چې په لومړيو کې پر وطني شتمني سودا وکړه او آن د هېواد هوايي وسايط يې هم ګاونډيانو ته اهداء کړل؛ اوس يې ځينې په ترکيه کې د سياسي اپوزيسيونونو د جوړښت هڅې کوي، پر خلاف يې ځينې بيا له امريکا مخالفې سياسي ناندرۍ غږوي، ځينې يې له تاجکستانه د وسله وال تبارز لافې وهي او څوک بيا له نورو هېوادونو د خپلو همفکره ملګرو پښې پرې کوي.
دوی که څه هم امارت خپل شريک دښمن بولي، خو ژور فکري تضاد او د بهرنيانو پټ او ښکاره نفوذ په کې هرڅه تس نس کړي.
تازه د(( تميم عاصي )) په نامه د تېرې ادارې يوه چارواکي خبر ورکړی، چې د شمال ټلوالې د ثوارې وروستۍ هيله چې د مقاومت په نامه خوځښت يې په لومړيو کې پيل کړی و؛ مشر يې ((احمد مسعود)) په تاجکستان کې تر سخت ژور فشار لاندې راغلی؛ وايي هره اوونۍ ترې د ياد هېواد ولسمشر((امام علي رحمان)) تفصيلي راپور غواړي، خو دی چې نه د جګړې په صحنه کې شته او نه د راتګ وړتيا لري، له خپلو څو ملګرو او څو تلېفونونو سره د پلازمېنې دوشنبې په يوه قصر کې مېشت دی او له هغه ځايه د ټولنيزو شبکو (وتساپ، سيګنال) او ثريا تلېفون له طريقه جګړې ته د بېوزله ځوانانو د هڅولو کوښښونه کوي.
مسعود زياتوي: داچې تر اوسه يې هڅو هېڅ کوم سياسي او پوځي لاسته راوړنه نه ده ليدلې، د جبهې وياندوی يې د امريکا له کليفورنيا څخه له مبالغې ډکې ادعاوې کوي.
دی وايي: احمد مسعود د پلار له ملګرو سره اوسېږي، ځکه له خپلو ملګرو يې زياته وېره کېږي او نوموړی اړ دی، ترڅو د خپل پلار او استاد رباني په څېر خپل راپور تاجکستاني بادار ته ورکړي.
دی دا د شرم وړ عمل بولي، چې يوه شرابي او ديکتاتور کس ته دې د يوې جبهې مشر راپور ورکړي.
دا وې د تميم عاصي څرګندونې، خو له دې ور آخوا د ده خپله اډانه هم چې د حنيف اتمر په څادر کې يې ځان نغښتی؛د استقلاليت په اوبو يې لا شونډې نه دي لندې شوې؛ د کمونستي اشغال له دورې بيا د ګډوله حکومت تر نسکورېدو او د امريکا په مشرۍ د اشغالګرې نړۍ تر ماتې پورې؛ د کريملين، بريتانويانو، آی ايس آی او سي آی اې هر رقم ډول ته يې هماغسې مناسب اتڼ کړی او د متاع قليل په بدل کې يې د ټولو ګټو د خونديتابه هڅې کړې دي.
که يې نچوړ ووايو، له وطن سره خيانتګرې کړۍ چې بهرنيانو په کې د نفاق ژور تخم شيندلی او هغوی د خپلو غوښو په خوراک روږدي کړی و او پرون يې شل کلونه جنګيرکه واکمني وکړه؛ که پيړۍ پيړۍ هم له واک او ځواک لرې وساتل شي،پرته له دې چې حساب ورسره شي، نسلونه به يې د پلرونو د مظالمو پور پرې کوي او تر پايه به يې په اولادونو کې وطني آزار چلېږي.
نو له همدې امله د امارت مخالفين هم د امارت د پايښت دعا ګانې کوي، ځکه د جمهوريت د مهال د واکمنو څېرو هره ډله يوه هيواد ته منسوبه وه او د هغه هيواد د فرمايشاتو د پوره کېدو هڅې يې کولې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *