مقالی اوتبصرې

زموږ تجربې؛ ترې د حماس استفادې او د دښمن حماقت !!

تجربه هم چې له ترسره شوې كړنې ترلاسه او څه ترې زده كړآی شي، نو تجربه وي، يو څه چې ترسره شي، خو ترې تجربه ترلاسه او څه زده نه كړای شي، د تجربې پر ځای حماقت وي، چې په طبيعي ډول په عين همغې بڼه يو ځل بيا او بل ځل بيا تكرار سره ترسره كېږي او لامل يې ياد حماقت وي. په داسې حال كې چې نورو به تجربه ترې ترلاسه او ډېر څه زده كړي هم وي او نه يوازې بيا-بيا به ورسره نه مخ كېږي، بلكې ترې په گټې اخيستو به پرمختگونه او لاسته راوړنې هم لري، خو احمق به په خپل حماقت كې ورته سريښ او اړم وي. گران جهادي هېواد او غيور مجاهد ولس مو له نږدې دوه نيمو لسيزو ناخوالو او كړاوونو گڼې تجربې ترلاسه او ډېر څه يې زده كړل او بيا چې صليبيانو يرغل وكړ؛ ترې په گټې اخيستو مو جوړ نظام، ښارونه او ودانۍ ورپرېښودلې، ترڅو د هېوادوالو د عام وژنې او ويجاړيو مخه نيوله شوې وي، خو له سمڅو او غرونو مو پرې دا او هغه هم ټول تنگ او سور اور كړل چې اشغالگرو په كې د پناه اخيستو او د تلپاتې شتون لپاره پر كانكريټونو زغر كړي وو. پايله دا شوه چې هم ياد اشغال هراړخيز او بشپړ مات شو، هم كابو دوه لسيزې نورې او نوې تجربې او زده كړې ترلاسه شوې او بيا د نږدې۴نيمو لسيزو له دغو تجربو په گټې اخيستو لومړی د عمومي عفوې ابتكار را منځته شو او بيا اسلامي نظام او وروستي پرمختگونه او لاسته راوړنې يې.

آخوا د۴نيمو لسيزو دغه تجربې او زده كړې او ترې د گټې اخيستو پايلې چې دا هم په خپل ځان كې يو لړ تجربې او زده كړې لري؛ د نړۍ د ويښو، آزادي خوښو او په ځانگړې توګه د فلسطين او غزې د ولسونو او مجاهدينو د مبتكرانه الهام او استفادې وړ وگرځېدې او يوازې پر همدې مو هم ټول منندوی دي چې پر كمو امكاناتو او د مستضعفينو له حيثيت او ټولې ناتوانۍ سره د بشپړ لوېديځ يا هم ماتې نه منونكي افسانوي دښمن !! پر وړاندې د خونړۍ جگړې الهام او داسې پخې او بريالۍ تجربې او زده كړې مو پر لاس وركړې دي چې پر عملي ډگر د دوی په خپله ازموينه كې هم هماغسې ختلې دي، خو دغه دښمن پوره څلور نيمې لسيزې وروسته اوس لاهم په خپل حماقت كې ورته سريښ او اړم دی. نه يې د خپل هغه سيال دښمن(شوروي ښكېلاك)چې خپله يې د فيل په څېر غوټ لېنگي ترې رپېدل؛ له دلته ماتې، نه يې د هغه له ځاني او مالي زيانونو او د افغانستان او افغانانو پر جگړه ييز حيثيت له بربنډو اعترافونو او نه يې هم بيا د دغه هرڅه ترڅنگ د ډېر نور څه له خپلې ازموينې كومه تجربه ترلاسه او څه زده كړل چې لا هم په فلسطين او غزه كې د افغانستان او افغانانو له جگړه ييز حيثيت، تجربو او زده كړو څخه د مبتكرانه الهام او استفادې پر وړاندې پر هماغه بايللي ډگر غورځې پرځې كوي او گټي يې. كه په غزه كې د لوېديځو دولتونو جگړه او جگړه ييزې پالېسۍ او ستراتېژۍ يې په افغانستان كې له كاروليو هغو سره پرتله شي؛ كټ مټ او ټكي په ټكي د هماغو ناكاميو احمقانه تكرار دی او د يوې ذرې هومره مثبت بدلون او توپير پكې نه شته.

د لومړي غوراوي په توگه د جگړه ييز مأموريت او ستراتېژۍ له مخې يې د ولسونو تر منځ او له مجاهدينو سره يې د وېش په موخه د تمې خلكو ته مرستې او دروغي ژمنې، په عين حال كې عام وژنې او ويجاړۍ، د نړۍ پر ويدو او فلجو استخباراتو او پروژو يې د لومړۍ، دوهمې او درېيمې رتبې استخباراتو په نامه غولونې، د ولسونو، ځواكونو او نړۍ د تېر اېستلو او ترې د ځاني او مالي زيانونو او پرله پسې بايلنو د پټولو استخباراتي او تبليغاتي گډې هڅې او ستراتېژۍ، ولسونو او ځواكونو ته د مصنوعي باور، انرژۍ او روحيې تزريق، د خپلې ماتې له لومړي څرك سره پر رسنيز ډگر(مجاهدين له جگړې ستړي شوي، مجاهدين مو كمزوري كړي، جگړه گټونكی نه لري او…)ټكي پر شد او مد تبليغول، جگړې ته يو داسې نوم او رنگ وركول چې په كې لوېديځ د يو اړخ ملاتړی او درېيمگړی وپېژندل شي، له دغه اړخ سره پر اساسي ټكو د ناندريو ښكارندويي او پرې له اړوندو دريځونو عام پام اړول او… بيا د ډيپلوماټيك او سوله ييز حل په دوهم غوراوي كې د تېر په دوام لازياتې ټگۍ برگۍ، په كې د خپلو غوښتنو د منلو لپاره پر مجاهدينو هر ډول جگړه ييز، سياسي، مذهبي، سيمه ييز او ټولنيز فشارونه، د فشارونو په لړ كې ولسي عام وژنې، پراخې ويجاړۍ او ټولگټې پروژې او بنسټونه له منځه وړل، د جگړې د تېزولو او دوام گواښونه، د نويو پوستو او ځايونو پر جوړولو او پراختيا يې ځيني عملي اكټونه ترسره كول، د سيمه ييزې او نړيوالې اجماع په نامه د گټو د خونديتابه پر لالچ د ښكاره او پټو ملاتړو سياسي او استخباراتي ملاتړ او فشار را خپلول، پرله پسې پر لنډمهالي اوربند ټينگار او كله هم له مجاهدينو د وسلې پر ځمكه ايښودلو غوښتنې، د سولې په خبرو كې خنډونه او ځنډ را منځته كول، كورنی جهاد سيمې او بهر ته منسوبول، د مجاهدينو پر مشرانو او كورنيو يې تورونه پورې كول او…چې په غزه كې د جگړې له پيل راهيسې اوس۷مه مياشت لا هم روان دي؛ ټول داسې يو-يو د گران افغانستان په كشاله كې تېر شوي او تجربې او زده کړې ترې ترلاسه شوې دي.

موږ چې يې دلته عيني شاهدان يو؛ د هلته تكرار يې هم له نورو وړاندې د تحليل حق لرو او له موږ وروسته په دوهم گام كې يې بايد دښمن د تحليل خپل حق او نوبت اخيستی وای، خو… احمق دښمن له دلته ماتې وروسته دا خپلې پرله پسې تېروتنې او ناكامۍ هم بللې او پر واز كومې يې ډول ډول اعترافونه هم پرې كړي دي چې اوس يې هېر يا هم سر بداله دی او له حماقته يې موږ اخيستو تجربو سره په برخورد كې همغه ناكامۍ گام په گام تكراروي، په دومره توپير چې دا ځل يې پر ماتې د بشپړ باور له امله د جگړې له پيله هڅه وكړه چې  اصلي اړخ يې ونه پېژندل شي، نو ځكه يې صهيونيستي رژيم ته لارښوونه كوي، رول يې وركوي، په اوكراين پسې يې د صهيونيستي ځواكونو تر شا هم د خپلو گټو لپاره خپل جگړه مار ځواكونه او استخبارات ځای پر ځای كړي او پر تسليحاتي، استخباراتي او لوجستيك ملاتړ سربېره يې له تبليغاتي اړخه هم پر پړسونې له صهيونيستي رژيمه ځان ورك كړی چې اوس هغه د كره شمېرو له مخې د لسگونو زرو پوځيانو پر وژل كېدو او دهمدومره نورو د تل لپاره د فزيكي او رواني ژوبلېدو د درنې بيې په پرې كولو يې لاهم هېڅ لاسته راوړنه نه ده لرلې، بلكې لا د جگړې او ډيپلوماسۍ چارو د نړيوالو او هم خپله د صهيونيستي پوهانو له آنده صهيونيستي دښمن له خپلو موخو ډېر لرې او لا هم ورځ تربلې ترې لرې روان دی، جگړه او ډيپلوماسي دواړه يې بايللي، اړوند شرائط بشپړ د حماس پر لور دي چې تر اوسه يې د كمزورۍ يا لږ تر لږه ستړي كېدو هېڅ داسې د ليل نه شته او زموږ له تجربو څخه د حماس استفادو دښمن د حماقت سريښو ته ټېل وهلی او مظلوم ولسونه يې د فلسطين په نږدې راتلونكي كې هم هماغه د افغانانو د څو لسيزو جهاد د پايلو په تمه دي.

جبريل سعد

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *