
زموږ بشريت، د غرب-هري بشر پالنه او (LOTS OF PEOPLE) اصطلاح !!!
محسن سعود
له ارزښتونو، تاريخونو، وياړونو، نواميسو، عنعناتو او روايتونو، رشتو، لومړيتوبونو، ارمانونو، موخو او لاسته راوړنو، كلتور، شعارونو، شخصيتونو، باورونو او بل هر بشري، مذهبي او ملي رمز لرونكي ټكي د ابزار په توگه گټه پورته كول په اسلام كې (چې د انسان فطرت او دژوند نظام دی)ځای نه لري، بلكې په اسلام كې د دې هر يو پر خپل ځای د ساتنې او خونديتابه د ابزارو په توگه زموږ او په واك كې مو شته مادي قواوو پر مټ يې پر ټول توان د ساتنې او خونديتوب دنده لرو او دا دومره لوړه بيه يې اسلام يواځي د بشريت-انساني كرامت، مذهب او ملت له دوو سترگو را له غاړې كړې، خو د اسلام پر وړاندې د سيكولرۍ په ماډرنه اصطلاح، اختراع او نظام كې يې بيا دا ده د سر او زړه دواړو پر سترگو او غوږونو جلا وينو-اورو چې آن ترې تاوده شويو او اغېزمنو هم دا هرڅه سرچپه كړي او له هر ډول ارزښتونو او نورو بشري، مذهبې او ملي ټكو يې د مادياتو لپاره يواځي ابزاري گټه پورته كړې، خو چې په دغه گټه اخيستنه كې بيا هم د يادو ټكو په توگه له مانا تش سرليك گرځول كېږي؛ هماغه په اسلام كې د شته برم له بركته يې چې زموږ په ټولنه كې لا اوس د تش ابزاري سرليك په توگه هم د درنښت وړ او پرې يو څوك جلب او جذب كېدلای شي.
كه له نورو ټولو دغو ټكو يواځي بشريت يې را واخلو، چې تر ابزاري سرليك لاندې يې غرب گڼ سازمانونه-پروژې-ستراتېژۍ-لنډمهالې+اوږد مهالې پلانونه-فعاليتونه لري، له اسلام او مسلمانانو سره دغرب يواځينی او واحد مشترك دی او د بشري-مذهبي-ملي درېو واړو اړخونو پر لرلو پر كفري او اسلامي ملتونو د انساني ټولنې له وېش وروسته بيا هم يې د دغو ملتونو پر دننه ټولنو هرې يوې جلا جلا تر ټولو ستر او لومړنی ارزښت هم دی، د همدې پراخوالي او اوږدو رېښو په پام كې نيولو سره يې تر ابزاري سرليك لاندې غرب هم بيا د انساني ناسور په توگه تر ټولو ور غځېدلی دی او پر همدې پراخ مدار چې بشريت د بشپړ انسانيت ارزښت او نوم يې بيا د غرب او غربي سيكولرۍ لپاره د ژورې دښمنۍ هماغسې ژورې پالنې يو ابزاري سرليك دی؛ غرب يې له لارې د هر مذهب، ملت او ټولنې جزوي ارزښتونو، رواياتو او دا ډول نورو ټكو ته لاسرسي پيدا كوي ،چې بيا يې د سازمانونو، ستراتېژيو او پروژو په كارونه ياد ټكي هم هر يو د ابزاري گټې اخيستنې ښكار وگرځي، له خپلې مانا او حقيقت بشپړ تش او يواځي د ابزارو حيثيت ور كړل شي او په دې ډول له بشريت سره دښمني دومره ژوره پالي. موږ يې هم په اړه ځكه بايد دومره ژور لاړ شو، چې تېرې څلور نيمې لسيزې يې همدلته ازماينې ترسره شوې، تر هر چايې زياتې او ترخې تجربې هم موږ لرو او همدا اوس په داسې حال كې چې د خوښې مسئول نظام لرو، په درد مو دردمن دی، د نورو او په ځانگړې همدې غربي بشري مرستو له اړتيا مو خلاصون او راستنولو لپاره لاس پر كار دی او په دې برخه كې يې هم گڼ پرمختگونه رامنځته كړي، هغه څه چې گڼ بېوزله هېوادونه يې نلري؛ بيا هم غرب په بل هېڅ هېواد كې داسې نه دی لاس پر كار او پر شور او ځوږ لكه همدلته.
له نن۲۲كاله وړاندې هم دلته هر اړخيز وضعيت د هغه مهال په پرتله تر دې ښه او لاهم د پرمختگ په حال كې و، چې غرب او سيكولرۍ مو له حقيقت او مانا د تش كړل شوي بشريت تر ابزاري سرليك لاندې د يو قطبې نړۍ صليبي ښكېلاك راباندې وتاپه، ترڅو پر ښكاره سرليك غولېدو سره مو بشر پال سوله ساتې نړيوال ځواكونه له اسلامي ترهگرۍ !! بشري حقونه او بشپړ بشريت د وچ ډانگ پر زور راته واخلي او موږ د رښتوني بشر په توگه دلته له ټولو بشري حقونو برخمن او مالامال انساني ژوند ولرو، يانې زموږ هغه بشريت ،چې بشرپاله خواخوږی غرب او د هري په څېر غربيان يې زرگونه ميله او سلگونه پرسخونه لرې له غمه مړه و. په هر رنگ؛ بشرپال غرب او د يو قطبې نړۍ په شكل يې له لكونو بشرپالو هريانو جوړ ائتلاف۲۰كاله دلته واوسېد، خو نه يواځي دا چې غرب او د هريانو ائتلاف يې په خپله لا د دغه سرليك پر غوښتنه ونه اوسېد او ونه چلېد، بلكې لا بشپړ يې سرچپه او هغه كانې وكړې چې بشريت ترې شرمېږي، موږ يې د بشريت پر ابزاري سرليك غولېدو باندې د افسوس اوښكې تويې كړې او بيا اوس ترې لاندې ژورې پاللې دښمني د پايلې پر دود د (LOTS OF PEOPLE) اصطلاح هم همدغه بشرپال غرب-هري كاروي.
كه څه هم هري د خپل لاس وژلي طالبان ښيي، خو دغه وحشيانه تورې ته يې كارولې ياده اصطلاح په هېڅ تأويل او معنوي گډون د سياسي مخالفانو چې طالبان و، نشي كارېدلای، بلكې دغه اصطلاح يواځي او يواځي د مجرمانه عام وژنې، چې پكې سپين ږيري، تورسرې، ماشومان، لويان، روغ او ناروغ راځي؛ لپاره كارېږي، پر دې سربېره هغه ځمكني واقعيتونه هم دغه اصطلاح په خپله مانا تائيدوي ،چې بهرنيو ځواكونو مو د سترگو پر وړاندې پكې يادې عام وژنې قصدي ترسره كړې او د طالبانو نوم يې وركړی و، چې ځينې يې بهرنيانو هم له خپلو څېړنو وروسته منلې وې او پر پاتې دا دی هري په يوه جمله كې اعتراف كوي، همدارنگه هري دا هم وايي، چې افغانانو ته د بشر پر سترگه نه كتلو روزنه ور كړل شوې وه، چې دايې پر بشريت پالنې د بطلان څرگنده كرښه هم ده،نو ويلای شو چې د غرب-هري د بشرپالنې تر ابزاري سرليك لاندې رښتونی واقعيت همدا د (LOTS OF PEOPLE) تر اصطلاح لاندې پاللې له بشريت سره ژوره دښمني وه. د هري دغه اعتراف كه له يوې خوا د بشريت پر وړاندې د غرب ژوره دښمني جوتوي، له بلې خوا دلته د بهرنيو ځواكونو لخوا پر رامنځته شويو وحشيانه او جنايتكارانه پېښو د غرب ټولو بشرپالو سازمانونو په يوه خوله مجرمانه چوپتيا هم ماتوي.
هري دا نه دي ويلي، چې دوه ځله يې افغانستان ته له راتگه څه ترلاسه كړل؟ نو دا هم شونې ده ،چې هغه يواځي د خپلو تورو پر يادونې د هغو ترخو او بدو خاطرو له امله د زړه بړاس ايستلی وي چې دلته يې لرلې او يايې پلرونه او نيكونو لرې وې، خو ژوره بشر دښمني يې بیاهم پکې له ورایه څرگنده ده. نوموړی چې د۲۰۰۷-۸او۲۰۱۲-۱۳زيږديز كلونو ترمنځ دوه ځله زموږ پر گران هېواد خپلې ناپاكې تلې ايښې؛ د هغه مهال مزدور چارواكې يې ولې پر وروستي، څرگندونو چوپ دي؟ د غرب سړې جگړې اوسني مأموريت او ستراتېژيو خو يې بياهم ننگه كوي چې د نجونو زدكړو او په نادولتي ادارو كې د مېرمنو پر كار بنديز په اړه د اسلامي امارت له پرېكړو سره د مخالفت زړه كوي؟ كه به دا د عفوې له امله ناز وي، خير دا ناز به يې واخلو، خو…نو د بشر تر سپېڅلي، خو ابزاري سرليك لاندې موخه له هغه سره د دښمنۍ لا ژور وړل او همغسې ژوره يې پالل دي چې جگړه ييزه پروژه او سازمان يې پكې دړې وړې شو، خو دا ځل د بشري مرستو او همكاريو نوښتي ټكو ورزياتولو سره بياهم تر همدې سرليك لاندې گڼې نورې پروژې او سازمانونه لازيات لاس پر كار شوي چې زموږ لپاره يې د دوو پايلو يا له دوو د يوې پايلې پر لاس راتلل حتمي دي. يو دا چې پر وړاندې يې د اسلامي امارت وروستي موقف نيولو پرې كړۍ تنگه او په جگړه ييزه پسې دا پروژې هم سرخوړلې ووځي او له منځه لاړې شي او د وهمه دا چې د ژورې پاللې دښمنۍ پر هغو مواردو به وخت پر وخت له بېلابېلو لارو د هري غوندي پيغوريز او زموږ لپاره دردونكي او تر خوږ گوته نيونكي او اعترافونه به يې زور واخلي.