مقالی اوتبصرې

روژه  د عدل او له بېوزلو سره د مرستې کولو میاشت ده!

په هېواد کې ډیرې سوداګرۍ د روژې په میاشت کې ترسره کیږي او هټیوال هم له وخته په استفادې د خپلو سوداګريزو توکو بیې دوه برابره  لوړوي.

نو دوی په دې فکر کې نه دي، چې په روژې کې خلکو ته دخیر لاسونه ورکړ شي، بیوزلو او مسکينانو سره مرسته وشي او د بیو په ګرانښت کې له انصافه  کار واخیستل شي، خو هټیوال  د خپلې ګټې لپاره روژه  د سوداګرۍ میاشت فکر کوي، چې دا په اسلام کې نشته او باید ټول ولس په یوه غږ د بې انصافه هټیوالو او سوداګرو د بې انصافۍ مخنیوی وکړي،  ترڅو هټیوال د انصاف له مخې خلکو باندې خپل د خرڅلاو توکې په ټیټه بیو وپلوري .

ګرانو هېوادوالو! په دې مبارکه  میاشت کې له بیوزلوکسانو سره خپلې مرستې ونه سپموئ، د خپل وس او توان په اندازه مرستې وکړئ، چې له یوې خوا به مو د بېوزلو خلکو اقتصادي وضعیت کې ښه والی راوستى وي او بل داچې د الله تعالی رضا به مو خپله کړې وي.

ملي او نړیوال سوداګر، بډای  او شتمن ولس ته ګوته نيول کیږي، چې په دغې میاشت کې یو څه اندازه مرستې دمسکینانو او بیوزلو کسانو په واک کې ورکړي، ځکه دا به د الله تعالی دخوښۍ او رضاء سبب وګرځي  او د بیوزلو کورنیو ستونزې به  یو څه ناڅه پرې حل شي.

د دین عالمان وايي، چې په  روژې میاشت کي یوه نیکي دنورو وختونو په پرتله لسګونه برابره ډير ثوابونه لري. نو څومره ښه خبره ده، چې زموږ ټول هېوادوال، خلکو ته د تاوان پرځای ګټې ورسوي او دغه  ګټې دا نه چې زموږ پیسې پرې  لګول کیږي، بلکې خلکو سره ښه سلوک، ښې خبرې کول، دهغوی زړونه لاسته راوړل، د خرڅلاو  په توکو کې له عدل څخه کار اخیستل او د ورورګلوۍ فضا کې  ژوند کول ډیر اجرونه او ثوابونه لري.

راځئ، چې دغه دبرکتونو میاشت پوره د زړه له صدقه ونیسو، خلکو ته د تاوان پر ځای خیر ورسوو، دخلکو زړونه آزار نه کړو، له کینو او عداوت نه لاس واخلو، دخدای تعالی ټولو اوامرو ته پوره ژمن واوسو، په  ټوله کې د سوداګرۍ چارو ته ډیره پاملرنه ولرو، احتکار  ونه کړو؛ بلکې په همدې میاشت کې خپل سوداګریز توکې په ټیته بیه وپلورو، چې په مالونو کې مو برکت پیدا شي او که د یوې میاشتې ګټه په نظر کې نیسو، نو بیا به ټول کال په سوداګريزو چارو کې بېلابېلې ستونزې را ولاړیږي او د برکتونو اورښت به په ټپه ولاړ وي، خو غوره ده، چې د تېرو میاشتو په پرتله په دغې میاشت کې ډیر پام په خپل پېر او پلور کې ولرو!

ټولو مسلمانانو ته پکار ده، چې  نه یوازې په روژه کې، بلکې په ټولو ورځو او میاشتو کې له عدل او انصافه کار واخلي؛ خو روژه بیا د خرما او ثواب میاشت ده! چې ښه وکړو، نو په مقابل کې څو برابره ثوابونه ګټو او که ناوړه کړنو ته مخه وکړو، نو څو برابره به مو په ګناهونو کې ځان لاهو کړ ې وي .

راځئ، چې د خرما او ثواب لاره غوره کړو، ښه وکړو او بد ته نه ووایو او  کوم فضایل چې د دې میاشتې په اړه قران کریم او نبوي احادیثو کې راغلي، هغه ټول پر ځان عملي او په سمه توګه يې اداء کړو، چې  د آخرت د آزموینې لپاره مو پوره چمتوالی نېولي وي !

شېرمحمد«امیني» ستانکزی

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *