مقالی اوتبصرې

راشه واوره!

زرگري جګړه

که څه هم امریکا په نړۍ کې د اسلام او پر دنیا د واک چلولو جګړه په ډېر مهارت پیل کړه او د اسلامي هیوادونو مشران یې په ډېره اسانۍ یو پر بل بې باوره او ورخپل کړل، هغه مسلمانان او اسلامي هیوادونه چې له هغوی څخه په ویره کې وو، د دوامداره بندیزونو او پوځي یرغل په پایله کې يې راوپرځول چې بیلګې یې پر عراق، لیبیا او افغانستان یرغلونه او د نظامونو رانسکورول او پرځای يې لاسپوڅي او ګوډاګي حکومتونه رامنځ ته کول وو چې د خپلو ملتونو پر خلاف یې د خپلو ولسونو په ځپلو کې تري کار اخیسته او په دغو تپل شویو جنګونو کې يې تقریباً ګرده نړۍ د ځان تابع کړه، خو دا چې تر کوره د یو چا ځغلول د یو چا په نابودۍ منتج کیږي، همداسې د امریکا او ناټو مغرور ځواکونه د اوکراین تر پولو ورسیدل او مړه روسیه چې په کمین او د موقع په لټه کې وه ،یو ځل بیا راژوندۍ او له امریکا سره د مقابلې لپاره یې پر اوکراین د پوځي یرغل تا بیا ونیوله او په همدې موخه یې پر اوکراین یرغل وکړ. که څه هم د روسيې په مقابل کې امریکا او ناټو هر ډول امکانات او نغدي مرستې اوکراین ته ورسولې ،خو لا تر اوسه یې مثبته پایله نه ده ورکړې او یواځې د اوکراین له تباهۍ او بشري ناورین پرته کومه لاسته راوړنه او ګټه نه لري او په دې وروستیو کې پر فلسطین د غاصبو اسرائیلي صهيونستانو بې رحمانه او وحشیانه بمبارۍ او د فلسطین د بې ګناه مسلمانانو عاموژنه چې نړیوالو د بشریت پرضد جګړه بللې د نړۍ پام له اوکراین څخه فلسطین ته اړولی او د فلسطینيانو په ملاتړ د لبنان د حزب الله او د یمن د حوثیانو حمایت امریکا او اسرائيل له وارخطایۍ سره مخ کړي او غواړي پر نورو لارو چارو غور وکړي تر څو هغه مسلمانان او اسلامي هیوادونه چې پر فلسطیني مسلمانانو د امریکا او اسرائیلو د دغو بریدونو مخالفت کوي په خپلو منځو کې استعمال او ووهي .د ترکيې په مقابل کې د P K K کردان تشویقوي چې ترکیه مصروفه کړي او دحماس د مجاهدينو له همکارۍ څخه لاس واخلي .د ایران او پاکستان ترمنځ یو د بل پر خاوره هوایي یرغلونه هم د دغې سناریو یوه بیلګه ده ،چې په دې سره عامه ذهنیتونه مغشو شوي او په افغانستان کې هم د قوم پالنې او د ښځو پر کار، تعلیم او فعالیت بندیزونو ته لمن وهي ،چې ګوا کې د حکومت او ملت ترمنځ واټن ایجاد او ولس پر خپل حکومت بې باوره کړي ،خو الحمد لله زموږ چارواکي نړیوالې پېښې په دقیق ډول څاري او دې ته کلک ځیر دی‎، چې د الله (ج) په مرسته به د آخري توان په اندازه د خپل ملت د نجات او د اسلامي نظام د بقا لپاره هڅې کوي او د غربي ښکېلاک دغه طرحې او پلانونه به په بشپړ ډول له ماتې سره مخ کېږي .هیله من یو، چې د امریکا، ناټو او اسرائیلو د غرور ښکرونه مات او ناولې هیلې يې له خاورو سره خاورې شي. په همدې هیله.
****

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *