
د گڼو بېلابېلو كورنيو او ځينو بهرنيو ستونزو مشترك !!
محسن سعود
يواځې په گران هېواد او په اوسنيو شرايطو كې يې نه، بلكې د گردې نننۍ نړۍ په هېوادونو كې او هم په نړيواله كچه سياسي، جنايي، ډيپلوماټيكې، اقتصادي او نورې لويې او وړې ستونزې، پر مختگونه او پېښې تر شا هر وخت يو يا ډېر اغېزمن محركات او پارونې لري ،چې ځينې وخت د ډېرو ستونزو او د دغه جنس پېښو له تصادف او ناڅاپۍ او هم تصادم او ټكره شرايط يو مخ ترېنگلي كېږي ،چې پر هره يوه د دوهمې اغېزه هم پرېوزي. ښه بېلگه يې د پاكستان اوسنی سياسي او اقتصادي بحران دی ،چې د پوځ ترڅنگ بهرنۍ لاسوهنې، د هېوادنيو-گاونډيو-سيمه ييزو شرايطو په مديريت كې پاتې راتلل او د ستراتېژيك او مهم گاونډي په توگه افغانستان د هرې ورځې له شرايطو او وضعيتونو سره، چې پرې اغېزه يې هم له چا پټه نه ده؛ ځان نه عيارول يې د تېرو څو كالو راهيسې گونديز او سياسي كړكېچ او داقتصادي ستونزو تر شا محركات دي او اوس چې بيا دغه ستونزې ناڅاپې او ټكر سره ورغلې؛ اقتصادي بحران او د دولت د مخالفو وسلوالو ډلو فعاليتونه يې خپل اوج او د ترينگلتيا كچې ته رسولي دي. ناوړه او حساس محركات، پر اثر يې ستونزې او د هغو گڼې ناڅاپۍ او ټكرونه ښايي له بل هر هېواده له څه باندې۴لسيزو راهيسې زموږ په گران افغانستان كې ځكه او په دې دليل بې مخينې وو ،چې د همدې پاكستان د نړۍ د لومړۍ رتبې استخباراتو په گډون د گردې نړۍ د استخباراتي لوبو ډگر و ،چې د رښتوني اسلامي نظام په توگه امارت په واك كې اميد دی نور به هغسې نه وي، محركات به ژور او بشپړ درك كېږي، شته ستونزې به هوارېږي او د نورو به مخنيوی كېږي ،چې په تېر يو نيم كال كې يې هم په وړاندې گامونه اخيستل شوي او دا ځكه چې يو اسلامي، سنجېده او بريالی هېواد او نظام له هرڅه وړاندې د ستونزې، پرمختگ او پېښې پر محرك او پاروونكي ټكي غور كوي، ارزوي يې او په تړاو يې تصميم نيسي او اوس له سيمې او نړۍ سره د اسلامي امارت د ښو او پر متقابل احترام د ولاړو اړيكو غوښتنه او د افغانستان له خاورې ورته د گواښ نه پېښېدنې دوه مهم ټكي او بنسټونه هم همدا ايجابوي.
پر دې سربېره په ختيځ كې د مهم او ستراتېژيك هېواد د حيثيت او موقعيت په لرلو د افغانستان هر رنگ وضعيت گاونډي او د سيمې هېوادونه تر درنې اغېزې لاندې راولي او په تېره بيا پاكستان، چې له گڼو مذهبي، كلتوري، ژبنيو او نورو مشتركاتو او گډو گټو ور هاخوا يې اغزن تار وېشلی د يوې كورنۍ په څېر ولس د هغه يو بشپړ ايالت جوړوي او دلته وضعيتونه يې آن روح او روان، خوښۍ او غميزې لا هم تر بسې اغېزمنوي؛ اسلامي امارت ورسره د ښو اړيكو ترڅنگ غواړي دلته د هر ډول گواښوونكو محركاتو په له منځه وړلو او د هر اړخيز ښه وضعيت په را منځته كولو سره گاونډ او سيمې ته هم ارامي او پرمختگ ولېږدوي او گردې نړۍ ته يې هم پيغام ور كړي، چې په تېر يو كال كې اخيستو گامونو يې دريځونو، سياستونو، پاليسيو او حكومتولۍ ته يو ناليدلی او زړه وړونكی ارزښت او وجاهت ور كړی دی. تېر۴۳كاله گران هېواد او مظلوم ولس له دې امله له بدمرغيو، ويرونو او ناورينونو پرته څه نه لرل ،چې له ناوړه او حساسو محركاتو او پارونو پرته چې تر شا يې بهرني لاسونه ډېر ښه پېژندل شوي؛ د پرمختگ هېڅ محرك نه و. د ډېرو سياسي، اقتصادي، فكري او تبليغاتي، جنايي، ښوونيزو، انفرادي او ټولنيزو، روغتيايي، دوديزو او كلتوري ستونزو او بدمرغيو د يو مشترك محرك په حيثيت ولور او د سرپرستانو له خوا د مېرمنو پېر او پلور اوس د دې له ټولو ننگوونكی محرك دی ،چې كه د اسلامي او ملي نظام په وړاندې ولاړ بغاوتگر، پر ولسي اهدافو او مسجدونو ځان وژونكی فتنه گر، په فكري او تبليغاتي جگړه كې د پرديو كرايي همسنگر، له خپل ژوند سره لوبي كوونكی اختطافگر، سياسي-جنايي پېښې-بنديان، د قاچاق په كښتيو كې غرق، د كوم هېواد پر پوله مړ، د تركيې زلزلې ځپلی، د ناقانونۍ په تور كوم هېواد نيولی او را شړلی، كورنی تاو تريخوالی، د بې سوادۍ اوج، ښوونيز چاپېريالونه، ټولنيز او اخلاقي فساد، كور په كور اختلاط، د مېرمنو له شرعي پردې او له كوره نه وتو سره حساسيت، سوداگريزه راكړه وركړه، بې وزلي او بې روزگاري، له كور هېواده تېښته، د مسلكي كادر كډوالي، تر شا يې هماغه بهرنی لاس او كه هرڅه پوښتې؛ د ټولو ريښه همدا د ولور او د او ژوند پر گډون د ځوانانو د بشپړې هستې په بدل كې د ازادې مېرمنې خرڅولو محرك دی او يواځي د نكاح له لارې دشرعي واده او گډ ژوند په لاره كې د خنډ په توگه د بهرنۍ منظمې طرحې له مخې دغه بدمرغي را منځته او پنځول شوې او بيا دود گرځول شوې ده او دې خنډ بيا ټولنه نورو رنگ رنگ بدمرغيو ته ټېل وهلې ده.
كه ځير شو؛ د ودونو اوسنی دود د مېرمنې د سرپرست له لوري د هغې اختطاف او د ځوان ځان وژنه ده، خو د اختطاف او ځان وژنې له عام فكره په دومره توپير چې كه څه هم پكې د اختطاف شوې مېرمنې او ځان وژونكي د زړه خوښه نه وي، بلكې پر مجبورېدو اوږه وركوي؛ د جوړجاړي او معاملې په بڼه داسې ترسره كېږي چې مېرمنې واده او گډ ژوند ته تر هغه نه پرېښودلې كېږي، ترڅو چې سرپرست يې پرې ايښې پيسې ترلاسه نكړي او ډېر كم ځوانان يواځې د نورو په همكاري د مېرمنې دغه اختطافگر ته د منليو پيسو پر پرې كولو توانېږي، نورې زياتره مېرمنې تر اوږدې مودې د سرپرست په اختطاف كې او خاوند يې په را خلاصولو كې د ځان وژنې تر كچې د مرگ او ژوند ترمنځ گير پاتې وي. د بېلگې په ډول: اوس چې هسې هم د نړيوالو بنديزونو په ځغ كې وگړي د ژوند عادي اړتياوې نشي پوره كولی، نو د داسې گټور كار چې د مېرمنې اختطافگر ته منلی ولور ور پوره كړي؛ د نه موندنې له امله ځوان اړ كېږي خپل كور او ورسره تړلې هسته، خوښۍ او د خپلولۍ عاطفه او اسره ټول همدلته پرېږدي او هغه ترې له يو نامالوم برخليك او راتلونكي سره بل هېواد ته قاچاقي او ناقانونه ځي، تگ راتگ يې د ژوند پر بيه وي، هلته طبعاً پر فكري-كلتوري او-اخلاقي رنځونو ككړېږي او د ژوند لوری بدلوي. داسې هم فرض كړه چې ولور يې پوره كړ او د واده چټياتو كې هم ښه وځلېد، خو په گډ ژوند كې نور هغه خوند نه وي پاتې چې بايد لرلی يې، اختطافگر هغه هم لوټلی، د ځوان ملا يې ماته كړې، پښتني پېغورونه يې را ولاړ كړي، تر پورونو يې لاندې كړی وي او نور نه مېرمنې او نه هم خاوند كې هيڅ سِك پاتې وي.
پر دې سربېره اوسنی ولور يواځي د دود پر مدار او پلمه د مېرمنې پر ځای سرپرست ټاكي، اخلي، د صرفولو حق يې لري، د گټې وټې په سترگه يې گوري، له مېرمنې يې گرځوي او دا احساس ور كوي چې را لويه كړې مې يې او ولور مې دې حق دی، كه ځوان د كور-هېواد-دين-هغو ټولو معنوي او مادي گټو هم تېرېږي او ترې په خطر كې لوېږي چې د واده موخه يې ده او ژوند هم بايلي؛ همدغه د مېرمنې اختطافگر يې له يوې روپۍ نه ور تېرېږي چې دغه واقعي انځور او څرنگوالي ته يې په كتو اوسنی ولور هيڅ شرعي حيثيت نه لري، بلكې چې شريعت د كومو ګټو او مصلحتونو لپاره، څرنگه او په څومره شرعي مهر چې يې واده روا كړی؛ كه همغسې يې په پام كې نيولو سره مېرمن او ځوان لكه چې حق يې هم دی؛ تر خپل منځ(د وكيل پر منځگړيتوب او سرپرست يې د همدې وكيل په توگه)د نكاح تړون رامنځته او بيا يې ټول پړاوونه هم همداسې تر سره كړي، د دې سنگينو عواقبو، بې سارو بدمرغيو او درنو بيو يې هيڅ خيال لا نه كېږي، خو چې د سرپرست اختطاف د همدې شرعي لارې په وړاندې دود شوی او تر شا يې بهرني لاسونه دي؛ ولور يواځي د انفرادي او ټولنيز ژوند د ټولو بدمرغيو محرك را پېژني چې نه پكې پر هيڅ شرعي نصوصو استدلال روا دی او نه په بديو كې د مېرمنو له ور كولو كمه ده او پايله يې د مېرمنو او ځوانانو پر سر يو ډول سود او قمار اخيستلی شو. كه د اسلامي امارت مشرتابه، رئيس الوزراء، دواړه مرستيالان يې، د كورنيو او بهرنيو چارو وزارتونه او…يې په وړاندې موقف ونيسي او د روږدو په درملنې پسې د گڼو بېلابېلو كورنيو او ځينو بهرنيو ستونزو د يو مشترك مدار په توگه د رواجي ولور مخه ونيسي او بېرته يې شرعي ولور ته را واړوي؛ ډېرې بدمرغۍ ورسره له منځه تللی او د ولس ژور ټپونه دوا كولی شي او لكه چې د ستونزو مشترك دی؛ همغسې د نظام د گڼو لاسته راوړنو مدار هم جوړېدلی شي.