مقالی اوتبصرې

د کتاب په لوستلو سره خپله معنوي پانګه لوړه کړئ

د کتاب مطالعه او له کتاب سره علاقمندي له شک پرته د دې سبب کېږي چې انسانان په ټولنه کې د پوهې او معلوماتو په پراختیا کې په تېره بیا ځوانانوته گټور او ارزښتناک اثار پرېږدي. له نېکه مرغه چې د ۱۴۴۵ سپوږمیز کال د ذوالقعد‌ة الحرام «۷» مه نیټه چې دغویي یا ثورمیاشتې د وروستۍ اوونۍ پیل دی د مطالعې او کتاب لوستلو اوونۍ ده، نو غوره به وې چې د کتاب او مطالعې په اړوند یو څه رڼا واچول شي. کتاب او قلم د اسلام په مبین دین او په افغاني فرهنگ  کې لوړ مقام او ځانګړی ځای لري، دغه دواړه زموږ خلکو ته نا پېژاندې کلیمې هم نه دي، بلکې له پخوا زمانو څخه راپه دې خوا زموږ د خلکو له ژوندانه او برخلیک سره پیوند لري او وده یې کړې ده او د اسلام مبین دین په الهي کتاب او کلام سره موږ ته معرفي شوی دی او د قرآن عظیم الشان آسماني کتاب لومړی آیت د اقرآ په پاکې کلیمې یعنې ولوله سره پیل شویدی او په دې ترتیب لوی خدای(ج) د کتاب او د هغه د لیکلو او لوستلو ارزښت بشریت ته وروښود، هغه کتاب چې تر زیاتې اندازې پورې معنوي ارزښت لري چې پاک خدای(ج) بشریت ته خپلې لارښوونې په څلورو کتابونو کې خلاصه کړیدي، واقعیت دادی که چېرې خط او کتاب نه وای ښایي موږ انسانانو نن هماغه بدوی ژوند درلودای، افغانستان دشتمنیو او د لرغوني فرهنگ خاوند دی. د افغانستان د تاریخ پاڼې له زیاتې زمانې راپه دې خوا په دغه لرغوني هیواد کې، د زیات شمېر شاعرانو، لیکوالو، څېړونکو، طبیبانو او د عالمانو او د دیني مدرسو دشتون خبرې کوي او ثابتوي چې زموږ هیواد د فرهنگي او معنوي شتمنیو له پلوه بډای هیواد دی ، په تېرو وختونو کې د کتاب لوستل او د مطالعې فرهنگ زموږ د افغانانو د ورځني ژوندانه یوه برخه وه ،خو زموږ د هیواد اوسنی حالت د تېر په پرتله توپیرلري. د ځینو کارپیژاندو په باور په هیواد کې د کتاب لیکنې، لوستنې، خپرونې او چاپونې لړۍ له پخوا یو څه ښه شوې خو لاهم د قناعت وړ نه ده او په دې برخه کې لا هم ډیری ستونزې موجودي دي او له ټولو لویه ستونزه هم په خلکو کې د کتاب لوستلو د فرهنگ کمښت دی. کله چې انترنیت او تصویري رسنۍ دومره نه وې ،نو خلکو به ډیر کتاب لوستلو ته پام کاوه ،خو اوس له بده مرغه د ډېرو خلکو وخت په نورو بوختیاوو مصرفیږي، دا واقعیت دی چې د کتاب په لوستلو سره زموږ معنوي پانګه لوړیږي او کولی شو د ټولنیز اواقتصادي پرمختګ څرخ چټک کړو، البته اوس مهال  دعلم څانګې د تېرو پنځوسو کلونو په پرتله په سلهاوو ځله ډیرې شوې دي. همدې حقیقت ته په کتو سره هرکال د کتاب د اوونۍ په نامه ورځې په هیواد کې د فرهنګي، نشراتي مرکزونو او کتاب پلورونکو او چاپوونکو له خوا په پرتمینو غونډو سره لمانځل کېږي او په دې نامه ډول ډول علمي، فرهنګې، ادبې، اقتصادي او… داسې نور د مختلفو محتویاتو او ګټورو معلوماتو لرونکي اثار او کتابونه مینه والو ته وړاندې کېږي، خو دریغه چې زموږ د ځوانانو مینه بیا له کتاب سره کمه شوې ده او ډیر لږ شمیر ځوانان دې چې کتاب پیري او مطالعه کوي یې. البته دوی هم ګرم نه دي، ځکه په ټوله کې په هیواد کې د کتابونو بیه لوړه ده ،نو ډیر لږ کسان یې د پیرلو توان لري، په دې برخه کې هم باید بدلون راوستل شي چې زموږ ځوانان او د کتاب لوستلو مینه وال و توانیږي خپل د علاقې وړ کتابونه په آسانه او ارزانه بیه ترلاسه کړي.هیره دې نه وي، د نړی په هر گوټ کې چې پرمختللی هیواد لیدل کېږي، نو د هغوی پرمختگ د کتاب لوستلو، لیکلو او خپرونو له لارې سرته رسېدلی، د نړی مشهور کسان هغه دي چې ښه کتابونه یې لیکلي او دهمدغو کتابونو له لارې یې خلک پیژني او د همدغو کتابونو له لارې خپل فکرونه نورو ته ورلیږدوي. د پام وړ خبره داده چې د نړۍ د پرمختللو هیوادونو خلک بیا له کتاب سره ډیره لیوالتیا لري او کوم څه چې له کتاب څخه زده کوي، هغه په عملي ډګر کې پلي کوي، د دولتونو او خصوصي سکتور له خوا هم د مطالعې مینه والو ته ډیری آسانتیاوې برابرې شوې دي، کله چې د یوې ټولنې وګړي بیلابیلوعلمي، آدبي او هنري کتابونو ته لاسرسی ونه لري نه شي کولی چې په ښه توګه پرمختګ وکړي.

نو دې ټکي ته موباید پام وي چې کتاب په حقیقت کې هغه ملگری دی چې په خاموشه  خوله، له انسان سره دوستي کوي او پرته له ناوړه عکس العمل څخه خپل مثبت معلومات نورو ته ورکوي. البته څرنگه چې تل ویل شوي د تیرو کلونو په لړکې د هیواد د بدمرغیو ستر عامل د پوهې او سواد د کچې ټیټوالی دی، نو دغه  ټیټوالی یواځې د پوهې د کچې په لوړوالي سره ترلاسه کېدای شي، څومره چې په یو هیواد کې تعلیم او تربیه او لوړې زده کړې ارزښت ولري په همغې کچه د کتابونو لوستل او خپرول هم د ډیر ارزښت وړ وي. البته دا واقعاً یو انکار نه منونکې حقیقت هم دی، چې د کتاب لوستل او په ټولیزه توگه مطالعه د هر انسان د پوهنیزې وړتیا، د گټورو معلوماتو په بډاینه او د ذهن په پراختیا کې ځانگړی اهمیت او اغیزمن رول لري.

همداراز هیره دې نه وي چې پوهنه او فرهنگ د هر هیواد د خلکو د پوهې او فرهنگ د کچې په لوړولو کې ځانگړی ارزښت لري، په واقعیت سره د نړۍ په هر گوټ کې چې کوم هیواد پرمختگ کړی هغه د پوهې او فرهنگ پر مټ دی. د افغانستان د اسلامي امارت اړوندې مراجع، قدرمن لیکوالان، پانگوال او خپرندویان باید د کتاب لیکنې، چاپونې او خپرونې په برخه کې د اوس په پرتله لا نور هم زیار وباسي تر څو چې زموږ د هیواد خلک پر پوهه سمبال شي او له دې لارې هغه ستونزې چې د جگړو، بې اتفاقیو او د پردیو د مداخلو له امله ورته لمن وهل کیږي، له منځه ولاړې شي.

دیادونی وړده چې لیک او لیکوالي، کتاب اوخپرونې هغه لارې دي چې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت، د علومو اکاډمي، د معارف او لوړو زده کړو وزارتونه، خصوصي برخه او نورې اړوندې دولتي او ټولنیزې څانگې یې باید چې په وده کې پوره ونډه واخلي.

نو راځئ چې موږ هر یو د فرد ، دولتي او نورې ټولنیزې برخې د ډلو په توگه د کتاب د خپرولو، لیکلو، لوستلو او د لوستونکو د هڅولو په برخه کې له اوس څخه ډیرکار ترسره کړو او دغه مثبت او د ټولنې د ستونزو د لرې کولو عامل ته لا نوره هم وده ورکړو تر هغه چې په ټولیزه توگه پتمن هیوادوال او په ځانگړې توگه د هیواد ځوان نسل د خپل ورځني ژوند یوه اندازه وخت د با ارزښته ښوونیزو کتابونو لوستلو ته ځانگړی کړي او په دې ډول د خپلې پوهنیزې وړتیا په لوړولو سره کلونه کلونه جگړه ځپلی هیواد او قدرمنو هیوادوالو ته د غوره خدمتونو مصدر وګرځي.

شاه محمود دروېش

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *