مقالی اوتبصرې

د ځنګلونو ساتنې اهميت

ځنګلونه نوې کېدونکې طبيعي زېرمې دي چې په دوامداره توګه يې ژوند د تجديد په حال کې وي، ځنګل د نباتي، حيواني او ذره بيني موجوداتو يوه پېچلې ټولنه ده(کولينز او وايټ، ۱۳۹۰) چې همدا ټولنه يو بشپړ طبيعي اکوسيستم جوړوي. ځنګلونه د ګڼو اقتصادي، ټولنيزو او چاپېريالي ارزښتونو درلودونکي دي او دا مهال چې د نړۍ په کچه اقليمي بدلونونه بحراني حالت ته رسېدلي؛ د وچکاليو، سېلابونو، د هوا ګرموالي او نورو ورته ستونزو له کبله ميليونونه وګړي کړېږي او د دې ستونزو د کمولو په برخه کې له ټولو اغېزمن رول د ځنګلونو او نباتي پوښښ دی ،نو د اقليمي بدلونونو په زياتېدو سره د ځنګلونو اهميت هم ورځ تر بلې زياتېدونکی دی. ځنګلونه د لرګيو د توليد، د اوبو د جريانونو د تعادل، د اکسيجن د توليد، د غذا د تامين او د ګرځندويي چارو لپاره د سالم ماحول برابرولو له مخې حياتي نقش لري(حسيني او شريف زاده، ۱۳۹۴).

په نوره نړۍ کې د ځنګل مېشتو او ځنګل ته څېرمه وګړيو د ژوند تکيه تر ډېره پر ځنګلي زېرمو ده، په کنيا کې د يوې څېړنې پايلې ښيي چې د ځايي خلکو ۳۳ ‎٪ عوايد له ځنګلونو څخه دي او په دې کې ۵۰٪ له سون توکو، ۲۷٪ له خوراکي توکو، ۱۸٪ له ساختماني او ۵٪ له علوفې او خامو موادو تر لاسه کوي(Langat, 2016). له مختلفو ځنګلي توليداتو استفاده يوازې دا نه چې د ځايي خلکو اړتياوې بشپړوي ،بلکې د ځنګله له ساتنې او سالم مديريت سره هم د پام وړ مرسته کوي.

په ميانمار هيواد کې د يوې تر سره شوې څېړنې پايلې ښيي چې د مانګرو ځنګل شا و خوا اوسېدونکو د ژوند تکيه تر ډېره پر ځنګلي زېرمو ده او ځنګلي توليدات د دوی د ژوند زياتره اړتياوې بشپړوي چې په دې توليداتو کې لرګي، د لرګيو سکاره، د سون توکي، د حيواناتو لپاره خوراکه او درمل بوټي د يادولو وړ دي(Aye et al,2019 ). موږ که خپل هيواد وګورو ،نو د ځنګل مېشتو تکيه تر ډېره پورې پر لرګيو ده چې يوازې د لرګيو توليد نه د ځايي خلکو له اقتصادي ودې سره مرسته کولی شي او نه د ځنګله له اوسنيو مديريتي لارو چارو سره تطابق لري.

د پورته ذکر شويو څېړنو په څېر ګڼې نورې څېړنې دا ښيي چې ځنګلونه د نړۍ په کچه د خورا زياتو اقتصادي ارزښتونو درلودونکي دي، همدا شان د اقليم د تعدل او ټيکاو په ساتلو کې د ځنګلونو رول خورا زيات دی او د ټولې نړۍ انسانان دې ته متوجه شوي دي چې د ځنګلونو ساتنه، پالنه او سالم مديريت به د راتلونکو نسلونو له ارامه او سوکاله ژوند سره مرسته وکړي. دا چې په افغانستان کې د ځنګلي پوښښ کچه خورا ټيټه ده ،نو موږ مجبور يو چې په لغړو ساحو کې ځنګلکاري وکړو او همدا شان مجبور يو چې د شته ځنګلونو په ساتنه او پالنه کې اغېزمن ګامونه واخلو.

د ځنګلونو د ساتنې، پالنې او مديريت لپاره ځينې ستراتيژۍ د نړۍ په کچه مطرح شوې دي چې له همدې ستراتيژيو څخه په استفادې ممکنه ده، د افغانستان د ځنګلونو لپاره هم مناسبې مديريتي لارې چارې وسنجول شي.

د ځنګلونو د لغړېدو د مخنيوي ستراتيژۍ،

۱ . د نفوسو د ودې کنترول او سړي سر عوايدو لوړوالی؛

۲ . د ځنګلونو د تخريب او ويجاړتيا مخنيوی او له ځنګلي زېرمو څخه د استخراج د کچې کمول؛

۳ . د ساتل شويو ساحو لپاره د پراختيا په موخه د معياري مديريتي چارو زياتوالی؛

۴ . په ثابت ډول د ځنګلونو د لرګينو توليداتو زياتوالی؛

۵ . د ځنګلي زېرمو د واقعي ارزښت زياتوالی؛

۶ . پايښت لرونکي مديريت ته وده ورکول؛

۷ . د ځنګلونو د پالنې، ساتنې او مديريت لپاره هڅوونکي بديلونه رامنځته کول؛

۸ . د ځنګلي ونو د کر ساحه پراخول؛

۹ . د دولتي او غير دولتي بنسټونو د پاليسيو پياوړتيا؛

۱۰ . د ځنګلونو په مديريت کې د ګډون د اړوندو قوانينو او حقونو روښانتيا؛

۱۱ . د ځنګلونو د اړوندو څېړنو، پوهاوي او د پانګونې د کچې لوړول؛

۱۲ . د ځنګلونو د مديريت اړوند د معلوماتو او څارنې کچه لوړول؛

۱۳ . د ځنګلونو د مديريت اړوندو قوانينو، پاليسيو او ستراتيژيو پلي کېدل.

پورته ذکر شوې تګلارې د ځنګلونو او طبيعي زېرمو له مديريتونو سره مرسته کوي چې د خپلو اوږدمهالو پلانونو لپاره مرامونه او موخې ترې وټاکي او دې موخو ته د رسېدو لپاره مناسبې تګلارې غوره کړي چې په راتلونکې کې زموږ هيواد هم د نورې نړۍ په څېر د بسيا او باثباته وضعيت درلودونکی شي.

دا تګلارې يوازې دا نه چې د ځنګلونو له مديريت سره مرسته کوي،بلکې په ټولنيزه توګه هم د ثبات او ټيکاو سبب ګرځي، د بېلګې په توګه په ځنګلي سيمو کې دا سې پلانونه عملي کول چې ځايي خلکو ته د کاري بوختياوو زمينه سازي وشي چې په دې سره د دوی سړي سر عوايد لوړېږي او د عوايدو په لوړېدو سره ځايي خلک له احتياجۍ راوزي او کله چې د يوې ټولنې وګړي خودکفا ژوند ولري ،نو په دې ډول ټولنو کې بيا د ټولنيزو جرايمو کچه هم راټيټېږي ،ځکه موږ ګورو چې په زياترو بېوزلو هيوادونو کې غلا، فساد، وژنې او نورې بدمرغۍ له فقره زېږي او د دې پر ځای چې پر مجرمانو زندانونه ډک شي، ښه دا ده چې د جرم د پېښېدو عوامل ولټول شي او داسې تګلارې عملي شي چې خلک د جرمي دسيسو جوړولو ته وخت او اړتيا ونه ويني.

اسماعيل لاروی

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *