مقالی اوتبصرې

د پسرلي په رارسېدو سره د ګرځندوی صنعت پراخ شوی

په تېر اختر کې په ځانګړې توګه د پسرلي په راتګ او د هوا له تودېدو سره سم د افغانستان د ګرځندوی صنعت پراخ شوی او په تير کوچني اختر کې د هيواد له ګڼو تاريخي او لرغونو سيمو خلکو او سيلانيانو ليدنې کړې دي. د بېلګې په توګه زرګونو سيلانيانو د هلمند له  بست کلا، د کندهار ، هرات، بلخ ، باميانو ، غور، ننګرهار، کونړ او د هيواد له نورو لرغونو سيمو ليدنې کړې دي، دې ته په کتو سره تمه ده چې سږ کال به په هيواد کې د ګرځندوي صنعت له بل هر وخته ډېر پراخ او کورني او بهرني ګرځندويان او سيلانيان به له لرغونو سيمو او تاريخي ځايونو کتنې وکړي.يوه ښه بېلګه يې هلمند دی ، چې په تېر اختر کې زرګونو سيلانيانو د دغه ولايت له لرغونو ساحو ليدنې کړې دي؛خبرونه وايي، چې په هلمند ولايت کې د تير اختر په شپو ورځو کې زرګونه کسان د بُست د تاريخي کلا ليدو ته لاړل.د دې ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست چارواکي وايي، چې د اختر په درېوو ورځو کې د بُست کلا ليدو ته له ۶ زرو ډېر کسان ورغلي دي.ځينو کسانو چې دا کلا يې تازه له نږدې ليدلې، په دې يې خوښي ښکاره کړې ،چې د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ رياست چارواکو د هلمند د دې تاريخي وياړ ساتنې ته پام کړی دی.حبيب الله يو له هغو کسانو څخه دی چې د اختر په ورځو کې د بست کلا ليدو ته تللی و، ده وويل: ((خوشحاله يم چې د دې کلا د تخريب مخه نيول شوې او ساتنې ته يې پام ډېر شوی دی. ځايي خلکو راته وويل، چې د کلا په شاوخوا کې مځکې ورځ په ورځ غصب کېدې او خطر و ،چې دا تاريخي اثر د تل لپاره له منځه ولاړ شي.))د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسئولينو ويلي ،چې سږ کال به د بست کلا درې برخې ترميم کړي.مورخان وايي، چې د بُست کلا د انوشيروان د واکمنۍ پر مهال، له نن څخه ۲۵۰۰ کاله پخوا جوړه شوې ده.دا تاريخي کلا ځانګړي برم او وياړ لري ، چې د افغانستان د لرغونو ابداتو په غوره او مخکښو ځايونو او ساحو کې حسابېږي.دغه راز د هېواد نورو سيمو کې هم ګڼ لرغوني ځايونه شته، چې  سږ کال به يې سيلانيان زيات وي. په کندهار کې د زرغونې انا مقبره هم رغاول شوې او همدارنګه په دې وروستيو کې په کندهار کې د نورو تاريخي ځايونو او لرغونو آبداتو د بيا رغاونې چارې هم چټکې شوې دي.

شهبازخان

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *