مقالی اوتبصرې

د پرځان بسيا افغانستان په هيله !

شاه محمود دروېش
افغانستان چې د پرېمانه طبيعي اوبو او د يو ښه بشري ځواک د درلودو له پلوه بډای هيواد دی، خو له بده مرغه د لازمو امکاناتو د نه شتون له امله د هيواد بزگران ، بڼوالان او مالداران له يو لړ ستونزو سره مخامخ دي،چې د دغې برخې د پرمختگ او غوړېدا لپاره، نه يوازې د حکومت بلکې د سوداگرو او پانگه والو هراړخيزې پانگونې ته ډېره اړتيا ليدل کېږي، چې په دې برخه کې د اسلامي امارت او ښاغلو پانگه والو پاملرنه حتمي او مهمه ده.له شک پرته زموږ هيواد د اوبو،سربندونو، کانالونو او پرمختللو کرنيزو وسايلو دکموالي له امله تر دې دمه د غلو دانو له پلوه پر پوره توګه پر ځان بسيا نه دی، نو په کار ده چې د دغه بهير ودې او پراختيا ته ډېره پاملرنه وشي، ځکه اتيا سلنه خلک په کرنه، مالدارۍ او بڼوالۍ بوخت دي.
د افغانستان د اسلامي امارت مشرتابه او اړوند مسئول چارواکي هم د هيواد د کرنې د پراختيا او مډرنيزه کولو په برخه کې بايد لازم پروگرامونه طرحه او پلي کړي او په دې موخه د کورنيو پانګه والو ترڅنګ د نړۍ د مرستندويو هيوادونو او خيريه بنسټونو هر اړخيزې مرستې راجلب او د يو سالم او منظم پروگرام له مخې دې د هيواد دکرنې ، مالدارۍ او بڼوالۍ سکتور د پراختيا لپاره زموږ اوبه په منظم ډول مديريت کړي، بندونه، کانالونه او ويالې دې پرې جوړې کړي، چې پرمټ يې له يوې خوا د خلکو د بوختيا او له بلې خوا د اقتصادي پرمختک لپاره زمينه برابره شي، چې په کرنيز سکتور او د اقتصادي بنسټونو د پياوړتيا په برخه کې ښې پايلې راونغاړي ، دغه راز دې په مرکز او ولايتونوکې قدرمنو بڼوالانو او بزگرانو ته د هراړخيزو آسانتياوو په برابرولو سربېره په مناسبو وختونو کې د ډول ډول ميوه لرونکو نيالګيو، اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرو مرستې وشي،چې دوی له خپلې کرکيلې پرېمانه حاصلات او غلې دانې ترلاسه کړي او په مناسبو وختونو کې د بهرنيو هيوادونو مارکيټونو ته هم صادرات ولرو، چې له بهرنيو هيوادونو سره راکړه ورکړه پر اقتصادي وده مثبتې اغېزې پرځای پرېږدي.په دغه توګه به جگړه ځپلی افغانستان خپله خودکفا،پرځان متکي او موږ به د بهرنيو له احتياجه ژغورل شو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *