مقالی اوتبصرې

د پرمختګ په اړه ولې سستي وشي؟

وقايت الله وقار

انسان په حرکت ښه ښکاري او پښتو متل دی چې وايي: ته حرکت وکړه، زه به په کې برکت واچوم، يقيناً د ديني نصوصو معنی ده، خدای تعالی لوړ همته  انسان خوښوي او له مؤمن سره د مينې اعلان يې په همدې کړی چې د ده همت تر کافره ډېر پورته دی، دی نو چې په آخرت عقيده لري، د کمال په يوه داسې پايله يې نظر دی چې د ده پراخ نظري او د ده د پرمختګ په اړه تګلاره دواړه ترې څرګندېږي.

دا نو په انساني وجود کې يو جوهر دی چې کله را وټوکېږي او وپالل شي، انسان داسې حد ته رسوي چې هغه د څنګ ملګري هم ورته حيران شي، پرمختګ دی چې د شاته تلونکو او ولاړو خلکو ترمنځ د ځينو نورو د شهرت، نېک نوم او وياړمنېدو لامل ګرځي، انسان له حيواني چوکاټ آخوا چې په شيطاني او ملکي رنګونو رنګ شوی، ملکي رنګ اخيستنه يې پرله پسې جهد ته اړتيا لري، څومره چې انسان په خپل پرمختګ حريص وي او بيا يې په اړه شرعي چوکاټونه هم تر نظر لاندې ونيسي، هومره به يې خدای تعالی يوه ځای ته رسوي.

د پرمختګ په اړه د مسؤليت احساس د هر چا کار نه دی، دا به نادرسته وي چې ووايو: فلانی په خپل شته حالت راضي دی او د پرمختګ په کيسه کې نه دی، هغه همداسې را لوی شوی،چې څه تيار وي، هغه د يار وګڼي او ټوله زنده ګي داسې برابره کړي چې د ځان او قوم لپاره څه رانه وړي.

حقيقت خو دادی چې موږ د چا په اړه وايو: هغه د پرمختګ ماده نه لري، دغه کس د پرمختګ په اړه سستي کړې ده او په خپل وجود کې يې هغه ولوله، انګېزه او احساس ويده او حتی مړ کړی،چې ده ته وايي: پورته شه، مخ په وړاندې ځه، له سيالانو سره سيالي وکړه او له همزولو مخکې شه!

د پرمختګ په باب چې کومه سستي کېږي، هغه د انسان د ژوند له پيله نه وي، انسان په ابتداء کې او ځينې خو د عمر په منځ او آن انتهاء کې دې ته حتماً ځير کېږي چې په څه کې يې خير وي، بايد د هغې لټون وکړي او چې په څه کې يې شر دی، بايد له هغې فاصله واخلي. مګر دلته ځينې خنډونه پيدا کېږي چې ددغه احساس، انګېزې او ولولې مخه نيسي، که د ټولنې ځينې ناوړه عرفي رسمونه را ولاړ شي او د دې باعث شي، کله د پلار، ورور، د کورنۍ د بل مشر ناوړه چلند، کله د استاذ توندې خبرې، کله اقتصادي ستونزې، کله تعليمي نصاب، کله د وطن حالات او کله… دغه هر څه داسې رول لري چې انسان ورته په لاشعور توګه تسليمېږي او له پرمختګه لاس اخلي.

تاسو به ډېر کسان ليدلي وي چې د ښوونځې او مدرسې په لومړيو کلونو کې اول نومره وو، مګر د وخت په تېرېدو بيا هغوی ورو ورو وروسته کېږي، کله چې د فراغت مرحلې ته رسېږي، همدغه کس چې په ابتدائيه کې اول نومره وو، په ثانوي او عالي دوره کې اخر نومره او هغه هم په زور او واسطه فارغېږي.

ولې داسې وشي؟

د دې ترڅنګ وينئ چې د يوه کس په اړه په ټولنه کې هر څوک د نېکۍ ګواهي ورکوي، ټول تقريباً يو وخت په دې موافق وي چې فلانی خو ډېر ښه سړی دی، په هغه زموږ د ټولو لاس سپک دی، هغه د جرګې او مرکې، منډې ترړې او قربانۍ سړی دی، خو لږ وخت لا تېر نه وي چې همدغه (فلانی) چې پرون يې خلک په صفتونو نه مړېدل، اوس يې خلک په غيبتونو نه ستړي کېږي.

ولې داسې وشي؟

عجيبه ده، هماغه يو انسان د کلونو په ترڅ کې دومره ولې بدلېږي چې پرون ېې د نن بالعکس دی، ډېر خو داسې هم شته چې بدلون يې کلونه نه،بلکې مياشتې او ورځې په بر کې نيسي.

که د يوه منتقد په سترګه په خپله خواره ټولنه نظر واچوو؛ نو ډېر کله زموږ د پرمختګ په وړاندې د ټولنې ناوړه تعامل خنډ ګرځي، هغه چې پرون په نېکۍ کې نوم لاره او نن يې بدۍ ته مخه کړې، که د زړه راز يې راوسپړل شي؛ نو حتماً به وايي: دلته که څومره هم نېک شي، خلک درپسې غږېږي، که له خلکو سره ښه اخلاق او اړيکې پالي؛ نو وايي به دی نو څه مطلب لري، چاپلوس دی، بې غيرته دی او يا کمزوری دی. که په درسونو کې تکړه وي او درسونه يې پرېښي وي، اکثره به درته وايي: لامل يې داوو چې د دې په ځای چې موږ خپلې کورنۍ او ټولنې تشويق کړي وای، زموږ حوصله يې ماتوله، دوی ويل: علم کومه ګټه نه لري، په دې ټولنه کې د عالم او پوه شخصيت قدر نه شته، دلته يوازې پيسې په کارېږي او څوک چې ډېرې پيسې لري، هماغه دروند او معزز دی.

دا دوه ساده مثالونه د مشت نمونه خروار (يو موټی له يوه خرواره) په توګه وړاندې شول، تاسو که ځير شئ، له دې به ډېر ښه پوه شئ چې په کومو شکلونو متاسفانه زموږ په ټولنه کې د پرمختګ مخه ډب کېږي.

ولې له دې سره يوه لويه تشه د کمترۍ احساس او د ځان په اړه د مسؤليت د نه درک ده، خدای دې وکړي چې زه مو په دې ښه پوه کړم! اصلاً خبره داده چې زه او ته چې د دې ټولنې افراد يو او غواړو پرمختګ وکړو او بېرته يې په نيمه لاره کې پرېږدو، ما او تا په خپله هم خپله برخه ګناه لرو او هغه داده چې موږ سل په سله په دې باوري يو چې زمونږ ټولنه او چاپېريال هماغسې پوه نه دی، لکه څنګه چې په کار ده، ټول په دې باور لرو چې موږ په درېيمه نړۍ کې اوسېږو، يعنې په مادي او معنوي لحاظ کچکول په لاس يو.

بيا نو ولې موږ د يوه چا په خبرو خپل پرمختګ ته د پای ټکی کېږدو؟ ولې د نورو بې ځايه خبرو ته ارزښت ورکړو او ولې دومره له خپل ځانه پردي شو چې نور راته وايي: د ځان په خلاف شه، موږ نو د ځان دښمني شروع کړو؟

لويه ټکه خو دا هم ده چې زموږ ځينې (په لوټه وخيژي، کشمېر وګوري) چې لږ له خپلې کورنۍ او ټولنې په علمي او عملي لحاظ پورته شي، نور نو خپل مزل ودروي او داسې وانګېري چې زه نو د حساب سړی شوم، نورې مطالعې او خوارۍ ته اړتيا نه لرم، تاسو به ډېر کم علمي کاردونه وګورئ چې آزاده مطالعه ولري، هغوی چې مطالعه لري، حتماً به د تدريس، افتاء او يا ليکنې بوج ورباندې وي. داسې نه ده په کار، که موږ غواړو چې دنيا او آخرت مو نېکمرغه وي؛ نو بې دمې، پرله پسې مزل بايد وکړو، داسې مزل چې خپله هم د پرمختګ مسير خطاء نه کړو او نور هم ګام په ګام له ځانه سره واخلو، په دې سره به مو هم خپل مسؤليت اداء کړی وي او هم به مو نوم نېک او همېشنی وي.

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *