ادبمقالی اوتبصرې

                            د پخوانيو مشاهيرو د مقبرو رغاونه زموږ د هيواد تاريخ روښانه کوي

د لوی احمدشاه بابا د مور زرغونې انا مقبره چې د ارغنداب ولسوالۍ اړوند په کوهک سيمه کې موقعيت لري، رغنيزې چارې يې درې مياشتې وړاندې د اسلامي امارت داطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري پېل شوې وې، چې د کار د پېل کېدو مراسمو ته يې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست الحاج ملا خير الله خيرخواه هم ورغلی و. د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولوي انعام الله سمنګاني ويلي، چې د زرغونې انا مقبرې رغنيز کارونه پای ته ورسېدل، پر ياده پروژه يوولس ميليونه افغانۍ لګښت راغلی، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له بوديجې ورکړ شوې. د احمد شاه بابا مور زرغونه انا د پښتون قوم ډېره هوښياره با تدبيره او د کندهار الکوزي قوم پورې منسوبه ښځه وه.د هغې او نورو مشاهيرو دمقبرو رغاونه زموږ د هېواد تاريخ روښانه کوي.د احمد شاه دراني د پادشاهۍ په اتم کال يعنې په ۱۱۶۸ هجري قمري کې د مشرانو يوه جرګه را وغوښتل شوه چې د قندهار د نوي ښار د جوړولو لپاره تصميم ونيسي چې دغه ښار څو دېواله ولري چې ټولوته دمنلو وړ وګرځي. په ناڅاپي توګه زرغونه انا جرګې ته راغله چې ټول حاضرين يې درناوي ته د احمد شاه بابا په شمول له خپلو ځايونو پاڅېدل.زرغونه انا مخوره،پوهه اوباتدبيره ښځه وه،چې په مهمو کارونو کې ترې مشوره غوښتل کېده.کله چـي په ١١٧۴ هـ ق کال احمدشاه بابا د حکومت مشران راټول کړل ترڅو د کندهار نوی ښار جـوړ کړي او د دښمـن  د احتمالي حمـلو د مخنيـوي لپاره لازمـې چارې وسنجـوي ،نو له ډېرو خبرو اترو وروسته دا خبره ومنل شـوه چـي د ښار د دفاع لپاره بايـد له ښـاره اووه ديوالـونه او اووه خـندقونه راتاو شي ترڅو د ښار خلک د دښمن له يرغل څخه وژغورل شـي. کله چـي زرغونه انا له دې حاله خبره شـوه ،نو سمدستي يې احمدشاه بابا را وغوښت او لارښوونه يې ورته  وکړه،چې«زويه دا خبره ټينګه په غوږ کي ونيسـه چي افغانان هېڅکله د خاورو په ديوالونـو او د اوبو په خندقونو ځانونه نه ساتي. په دې خندقونو او ديوالونـو به يوازي زه او ته وژغورل شـو،هغه ستا نور وروڼه او خويندې چـي له ديوالـونو او خندقونو څخه دباندي پاتي دي، آيا هغه له تا څخـه ساتنـه نه غـواړي او هغوی افغانان نه دي؟  بله دا چـې ته بايد دومـره په تمه نه شې چي دښمـن د ملک له پولو را تېـر شـي او ستا ښار ته را ورسېږي.»هغه و، چـې د احمدشاه بابا له مغزو څخه دباندينـۍ مفکوره ووته او يوه معمـولي کلا يې جوړه کـړه.همداشان روايات شتون لري چـې په ١١٧۴ هـ  ق کال کې د احمدشاه بابا د ماتې ږغ په درواغو کندهار ته را ورسېد او داسـې اوازه شـوه چـي احمدشاه بابا د پانـي پـت په جګړه کې ماته خوړلې او لښکر يې پوپناه شـوی دی. څو دا خبره زرغوني انا ته ورسېده ،دې دغه آوازه ناسمه وګڼله او وړاندوينه يې رښتياشوه .د زرغوني انا د زېږيدو او مړيني نيټـه نامعلومه ده ،خـو دومره ښکاريږي چې په ١١٧۴ هـ  ق کال يعني د کندهار ښار د جوړيدو له تاريخه وروسته د احمدشاه بابا په ژوند کې وفات شـوې ده. څرنګه چې احمدشاه بابا په ١١٨٦ هـ  ق کال کې وفات شوی ،نو د دې مېرمنې وفات د ( ١١٧۴ او ١١٨٦ هـ   ق) کلونو تر منځ اټکل شـوی دی. که داسـي وګڼو چي زرغونه انا د احمدشاه بابا د زېږيدو پر مهال يعنې په ١١٣٥ هـ ق کال کې شل کلنه وه او د ١١٨٠ هـ  ق کال په شاوخوا کې وفات شـوې ده، نـو دې پايلـي ته رسېـږو چې ارواښـادې ٦٠ يا ٧٠ کاله ژوندکړی دی او قبر يې د کندهار د ارغنداب په کوهک کلي کې دی. د هېواد د نامتوشخصيتونو د مقبرو رغاونه،د سيمينارونو جوړول او د هغوی د ژوند ليک په اړه څېړنې او ګروېږنې زموږ د هېواد تاريخ ښه ځلولی شي.د اسلامي امارت داطلاعاتو او فرهنګ وزارت هلې ځلې د تاريخي اوفرهنګي آثارو د راژوندي کولو لپاره له ځانګړي ارزښت څخه برخمنې دي.

 

                                                                                                                 نوري

 

 

 

 

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *