مقالی اوتبصرې

د پاکستان د ټاکنو پایلې او تړلې سناریوګانې

د پاکستان له ټولټاکنو څلور ورځې تېرېږي ،خو لا یې هم د پایلو پته نشته او کمیسیون هم ګټونکي او بایلونکي نه په ډاګه کوي. دغه مبهم حالت نه یوازې پر پاکستاني دولت د عامه وګړو د بې باورۍ کچه لا لوړه کړې، بل پلو په ټول پاکستان کې یې لاریونونو او مدني خوځښتونو ته هم لاره پرانیستې ده. د دغو ټاکنو نسبي بریالي ګوندونه په یوازې ځان د حکومت جوړولو مدعیان دي او له نورو د مخکښۍ ټټر وهي. د ټاکنو ځنډمنتیا په بلوچستان، خیبرپښتونخوا، سند او پنجاب کې خلک لاریونونو ته هڅولې چې ګڼ لاریونونه په اخ و ډب اوښتي او پولیسو د لاریونوالو د پاشلتیا په موخه پر هغوی سیده ډزې کړي او اوښلن ګاز یې پرې کارولی.
که څه هم پاکستاني پوځ د بریالیو ټولټاکنو د ترسراوي مبارکي ویلې، خو داسې ښکاري چې پوځ د دغه پراخ هیواد د ټولو سیمو په امنیت کې پاتې راغلی.
تازه په جنوبي وزیرستان کې د پارلمان څوکۍ ته د ګټیالي یوه نوماند پر غونډه برید شوی چې یو تن پکې مړ او بل ټپی دی. ویل کیږي چې دا چاودنه د تحریک انصاف ګوند د پلوي ګټیالي نوماند زبیر وزیر د کور مخې ته شوې ده. سیمه کې د زبیر وزیر ګوندي ملګرو او خپلوانو غوښتل، د نوموړي د بریا په پار د خوښي یوه غونډه جوړه کړې چې چاودنه پرې شوې.
ورته مهال پرون شنبه د ملي ډیموکراتیک ګوند پر پلویانو برید شوی چې یو غړی یې مړ او د محسن داوړ په شمول څو تنه پکې ټپیان شوي دي. د ملي ډیموکراتیک ګوند پلویانو له خپلې حوزې د پایلو د ځنډ په بدل کې لاریونونه وکړل چې پولیسو یې د پاشلتیا په موخه اوښلن ګاز وکاراوه او ډزې یې وکړې. حکومت سمدلاسه وویل چې د ملي دیموکراتیک ګوند مشر او د پاکستان د پارلمان غړی ناکام دی.
که څه هم د پاکستان د بلوچستان ایالت ۷ څوکۍ او د دغه ګڼ نفوسي ایالت د ټولو ټاکنو شمېرنه پر ځای پاتې ده؛ خو نسبي بریالي ګوندونه یو بل سره په سیالۍ شوٍي او هر یو یې په یوازې ځان د حکومت جوړولو مدعیان دي. تراوسه په اعلان شويو ۲۵۷ څوکیو کې ۱۰۱ د تحریک انصاف ازادو کاندیدانو، ۷۴ پاکستان مسلم لیګ، ۵۴ پاکستان پیپلز ګوند او ۱۷ متحده قامي مومنټ ګټلي.
د تحریک انصاف مشر ګوهر علي خان تېره شنبه وویل چې دا ګوند به د حکومت جوړولو هڅه وکړي او که د انتخاباتو بشپړې نتیجې ژر اعلان نه شي ،نو د یکشنبه له ورځې به خپل سوله ییز لاریونونه پیل کړي. دا په داسې حال کې ده چې د دغه تحریک مشر عمران خان د دولتي اسنادو د افشا، د دولتي ډالیو پر پلور او د غیرشرعي واده پر تورونو په اډیاله زندان کې دی او د کانديدیدو حق هم ترې اخیستل شوی.
په مرکز کې یوه خوا نواز شریف او عمران خان د بریا دعوه کوي او بل اړخ ته بلاول بوټو زرداري ویلي چې د پیپلز ګوند نه بغیر په پنجاب او مرکز کې حکومت جوړول ناشوني دي.
د مسلم لیګ ن مشر نواز شریف منلې چې کافي څوکۍ یې نه دي ګټلي، نو غواړي له نورو ګوندو سره په ګډه ایتلافي حکومت جوړ کړي.
جیونیوز د خپلو سرچینو له مخې خبر ورکړی چې د شهباز شریف په هڅو د مسلم لیګ ن ګوند مشر نواز شریف او اصف علي زرداري د ایتلافي حکومت پر جوړېدو هوکړه کړې ده. پیپلز او مسلم لیګ ګوند داسې مهال د ګډ حکومت پر جوړېدو سلا شوي چې د زنداني عمران خان ګوند له بل هر ګونده مخکښ دی او نږدې ۱۰۱څوکۍ یې ګټلي دي.
د راپور له مخې، د دواړو ګوندونو مشرانو پرېکړه کړې، چې په راتلونکو غونډو کې به د واک د وېش فورمول وروستی کوي.
بله خوا پوځ د پاکستان سیال ګوندونه زغم ته رابولي. د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر له ټولو خواوو وغوښتل چې “سیاسي یووالی” وښيي. نوموړي ویلي چې دا به سخته وي چې د ۲۵۰ میلیونه نفوسو لرونکی هیواد دوه قطبي شي.

څو شونتیاوې او سناریوګانې
یو؛ د ایتلافي حکومت د جوړېدو امکان شته. مسلم لیګ به پیپلز ګوند او د عمران خان ازاد کاندیدان له ځان سره یوځای کوي او یو مختلط حکومت به اعلانوي. د دغو ګوندونو ترمنځ تاویلي ماویلي او نه همغږي به د نوي حکومت عمر لنډ کړي.
دوه؛ د عمران خان د پلویانو د محوې په موخه ښايي د ټاکنو په پایلو کې لا تغییر راشي او د ځینو سوبو ټاکنې بیاځلې ترسره کړي. مسلم لیګ به په نوي حکومت کې د خان د ازادو کاندیدانو له دغه ستر هجومه په ویره کې وي.
درې؛ داسې هم شوني ده چې حکومت دې شوي انتخابات لغوه او بیاځلې یې پلان کړي؛ خو دا به اوسني لنډمهالي حکومت ته په ډېره لوړه بیه پرېوځي.
څلور؛ تېرو تجربو ته په کتو به نوی حکومت خپله دوره بشپړه نه کړي او امکان شته چې عمر یې له یوه کاله ډېر اوږد نه شي.

د پاکستان ټولټاکنې تېره پنجشنبه د فبروري په اتمه ترسره شوې چې له لویو ننګونو سره مخ شوې. پاکستاني حکومت د امنیت د ټینګښت او شفافیت په خاطر په کوردننه مخابراتي شبکې وتړلې او همداشان یې د یوې ورځې په مخه له ایران او افغانستان سره خپلې پولې وتړلې. د َټولټاکنو له ځنډېدو او د ګوندونو خپلسريتوب دا ښيي چې اوسمهال د پاکستان پوځ پر شته مبهم حالت ډېر تسلط نه لري او نه یې هم په لنډ وخت کې یوه حللاره راویستلی شي.

خالد افغان

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *