مقالی اوتبصرې

د واده لپاره کوم عمر مناسب دی؟

ټوله کفري نړۍ؛ خصوصاً غربيان شپه، ورځ دا تبليغات کوي، چې د واده لپاره بايد حتماً قانوني عمر په نظر کې ونيول شي. دوی بيا د واده قانوني عمر په مختلفو ډولونو تعريفوي، ځينې يې وايي، چې د واده لپاره قانوني عمر اتلس (۱۸) کاله دی، ځينې يې شل (۲۰) کاله ګڼي او اکثره خو یې په دې نظر دي، چې واده بايد د (۲۵) او (۳۲) کلونو تر منځ موده کې وشي! تر څو انسان د يوې دندې او کاروبار څښتن شي.

د دوی شيطاني رسنۍ شپه، ورځ د دغه ډول موضوعاتو په اړه نشرات کوي او د خلکو افکار تخريبوي. دوی په دې هکله خورا زيات کار کړی او تبليغاتو يې نتيجه هم ورکړې ده، ځکه دا دی وينو چې د دوی د خپلو ولسونو تر څنګ؛ متأسفانه زموږ د اسلامي امت نوی نسل هم اوس د دوی په فکر روزل شوی او اکثره ځوانان مو د دوی غولوونکي شعارونه ورسره بدرګه کوي.

ظاهراً د دوی پلمه دا ده، چې که په کم عمر کې واده وشي، نو تعليمي دوره نيمګړې پاتې کيږي، يا ښايي روزګار ونه لري او يا به د کم عمرۍ له امله د ښځې او خاوند عمر سره تريخ شي.

خو دا هسې درواغجنې پلمې دي، چې خام فکره ځوانان پرې غولوي، کنه حقيقت دا دی، چې د دوی مقصد يوازې دا دی، چې دوی غواړي د ودونو ځنډولو له لارې په اساني سره په ټولنو کې فحشاء دود کړي او د بلوغ او واده تر منځ يوه داسې اوږده خلا رامنځته کړي، چې نجونې او هلکان مو بې صبره اوبالآخره په اخلاقي فساد کې ښکېل شي، ځکه انسان چې کله د بلوغ مرحلې ته ورسيږي، فطرتاً د نارينه وو او ښځينه وو تر منځ يو بل ته تمايل زياتيږي، نو چې ژر واده ونه شي، حتماً هلکان او نجونې د (مينې) په نامه په يو ډول اخلاقي فساد کې ښکيليږي او همداسې ورو، ورو ټولنه د فحشاء ګړنګ ته لويږي. ځکه د فتنو دور دی، له هرې خوا فتنې را اوري، هر ځای بد اخلاقي خپره ده، خصوصاً هغه ځوانان چې انټرنيټ ته لاسرسی ولري، هغوی خو بيخي د اور په تبۍ ناست وي، نو په دغسې حالاتو کې ډېره سخته او حتی ناممکنه ده، چې ځوانان له واده پرته خپله تقوی او ديانت وساتلی شي.

ځکه خو د يوې متدينې، با عفته او سالمې ټولنې لپاره لازمه ده، چې بلوغ ته له رسېدو سره سم خپل ځوانان خوندي کړي. که داسې وشي، نو هم به مو ټولنه تر ډېره حده له اخلاقي فساد او فحشاء څخه په امن وي او هم به مو د ځوانانو فکر پر ځای او راتلونکې به يې جوړه وي.

رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايي: ای د ځوانانو ډلې، په تاسې کې چې څوک د نکاح وس لري، نو واده دي وکړي او څوک چې وس نه لري، نو روژه دې ونيسي. ( تر څو يې شهوت کنټرول وي). نکاح د زړه پاک ساتلو، سترګو ساتلو او عموماً د تقوی باعث ګرځي، نو له همدې امله لازمه ده چې په دغه مهم کار کې بيړه وشي.

کفار خو د ښې راتلونکې جوړولو په نامه ځوانانو ته غولوونکي تبليغات کوي، چې واده ژر مه کوئ، لومړی خپله آينده په نظر کې ونيسئ او امکانات برابر کړئ، خو دوی درواغ وايي، ښه راتلونکې له واده پيليږي، کله چې انسان واده وکړي، نو ژوند پيل کړي. اوسنۍ زمانه کې عمرونه دومره اوږده نه دي، چې موږ نيم عمر په ماشومتوب او ځوانۍ کې تېر کړو او بيا له هغه وروسته واده کوو، بيا به مو نو د واده په لسم کال ږيره سپينه او له ګڼو ناروغیو سره به مخ يو.

غوره دا ده، چې بلوغ ته رسېدو سره سم واده وشي، ښځه او خاوند به ځوانان وي او يوه موده به له واده خوند واخلي، پلار به لا ځوان وي، نو کولای شي چې د کور مسئوليت پر غاړه واخلي او پر خپلو اولادونو تعليم وکړي. مګر که يو څوک په ديرش کلنۍ کې پلار شي، نو لس ، پنځلس کاله به نور هم د کور مسئوليت پر غاړه وساتي، مګر اولادونو به یې لا تعليمي دوره پای ته نه وي رسولې، چې پلار به یې سپين ږيري يا مريض شي، نو د کور مسئوليت به يې اولاد ته ور له غاړې شي، هغوی به مجبور وي چې تعليم پرېږدي او د کور لپاره يوه ګوله روزي برابره کړي. لنډه دا چې په ځواني کې د اولاد تربيه په ښه توګه کېدای شي، خو چې عمر زيات شي، بيا د غفلت ، يا د وس او امکاناتو د نه شتون له امله د اولاد په تربيه کې ستونزې رامنځته کيږي.

پاتې شوه دا خبره، چې ځوانان مو د واده مصارف نه شي پيدا کولی، نو له بده مرغه دا يو حقيقت دی، زموږ ټولنه کې حتی د ښځې نوم اخيستل شرم دي، خو د خور او لور په خرڅولو باندې څوک نه شرميږي، بلکې څومره يې چې قېمته خرڅه کړي، هومره خوشحاله وي. د خرڅولو کلمه مې ځکه ورته وکاروله، چې نکاح او خېښي خو داسې نه وي، دومره لوی ظلم ته له خرڅولو پرته بل نوم نه شو ورکولی. ځکه پلرونه او وروڼه نه د نجلۍ خوښې ته ګوري، نه يې د خاوند عمر ته ګوري او نه ښه او بد ځای ته ګوري، فقط پيسو ته ګوري، چا چې ډېرې پيسې ورکړې، هغه سره خيښي کوي. خو اوس راپېښه ده، همدا مو ټولنه ده او بالآخره به هم واده کوو، نو ولې يې وځنډوو، له آسمانه خو کوم پنډ پيسې نه رالويږي، چې دا مو د واده مصارف، بلکې له همدغو موجودو امکاناتو به کار اخلو او يو مناسب ځای به خيښي کوو، نو چې څومره ژر شروع وکړو، هومره ژر به ترې خلاص شو.

په شريعت کې چې په نکاح کولو څومره زيات اصرار شوی، هومره يې کار هم اسانه دی، حتی زموږ هغه له ټولو فقير ځوان هم په ډېره اسانۍ نکاح کولی شي، ځکه په اسلام کې پر ځوان باندې فقط يوه کمه اندازه شرعي مهر لازم دی، دغه اوسني رواجونه خو شيطان راښودلي او موږ منلي، شريعت کې هيڅ اساس نه لري، بلکې دغه رواجونه تر سره کول خپله د شريعت خلاف عمل او لويه ګناه ده.

په هر صورت؛ الله تعالی په قرآن کريم کې له نکاح کوونکو ځوانانو سره وعده کړې، چې د نکاح وس به ورکوي، ژباړه: که هغوی (نکاح کوونکي) بې وزله وي، نو الله تعالی به په خپلې مهرباني سره هغوی شتمن کړي، الله تعالی ښه پراختيا راوستونکی او د علم څښتن دی. سورة نور/ ۳۲.

دغه راز؛ رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي: درې تنه داسې دي، چې په الله تعالی باندې يې مرسته حق ده: د الله تعالی د لارې مجاهد، مکاتب غلام چې د خپل قيمت اداء کولو اراده لري او هغه نکاح کوونکی ځوان چې د عفت لپاره نکاح کوي. رواه احمد والنسائي والترمذي وابن ماجه.

نو زموږ په اصطلاح؛ کوزده کولو کې خو بايد هيڅ ځنډ ونه شي، ځکه کوزده باندې چندان مصرف نه راځي، نور ولور به په کرار، کرار خلاصيږي. خو هڅه بايد وشي، چې د نکاح لپاره داسې ځای انتخاب شي، چې ولور یې زيات نه وي او په اداء کولو يې قادر ياست. البته؛ د ولورونو کمښت له موږ او تاسې پيليږي، لومړی بايد موږ خپله ولورونه کم کړو. اوس ټول خلک د ولور له زياتوالي شکايت کوي، خو چې سبا خپله چا سره خيښي کوي، نو دی هم زيات ولور اخلي. مګر دا خورا لوی ظلم، خيانت او شرم دی، راځئ خپله ټولنه په خپله اصلاح کړو او شروع له ځانه وکړو.

البته اوس چې الحمدلله؛ اسلامي نظام حاکم دی، د نورو چارو تر څنګ دا هم د حکومت مسئولیت دی، چې زموږ د افغاني ټولنې ټول کړه وړه وڅاري، د خلکو د ټولنیز ژوند او معاملاتو د اصلاح لپاره د عامه پوهاوي پروګرامونه دایر او له هرې ممکنې لارې پراخ تبلیغات وکړي. ځکه خلک د خپلو حاکمانو پر لاره ځي، د حاکم خبره اورېدل کیږي او منل کیږي، ټولې چارې ولس نه شي سمولی، ځینو برخو کې باید حکومت مداخله وکړي.
نو زموږ د ناوړه رواجونو په لړ کې له ټولو زیانمن رواج د لوړ ولور اخیستل دي. د همدې لوړ ولور له امله مو ځوانان آن تر پنځه ویشت کلنۍ او دیرش کلنۍ مجرد ګرځي، ځینې ځوانان مو د ولور ګټلو لپاره له قاچاقي لارو اروپا ته مخه وکړي او ځینې په غلاوو او نورو فسادونو کې ښکېل شي.
نو مسئولینو، خصوصاً د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت ته لازمه ده، چې ولورونه کنټرول او د مجردو حضراتو لپاره ژر تر ژره د واده شرايط برابر کړي.

ومن الله التوفيق

سعيد غلجی

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *