مقالی اوتبصرې

د نصيرات پنډغالي غميزه !!

د کيسو او تاريخ د برېتانيايي پوځي ليکوال لين ډيټون په حواله ويل شوي: په مکسيک(د لاتيني امريکا دوهم ستر اقتصادي ښار)کې يو ډول سېوي يا د سړې خونې بادي ماشين ته ځکه سياسي وايي چې شور ډېر جوړوي، خو فعاليت يې ښه نه دی. اوس له څو مياشتو راهيسې پر گرده نړۍ په غزه کې د جگړې درولو څرگندونې او غوغاوې سياست دی چې جگړه پرې نه درېږي. د نړۍ دغې غوغاگرې سېوي يوازې شور جوړ کړی، نور يې د جگړې اور وژل يو خوب او خيال دی. د نړۍ سياست لگيا دی د غزې د نسل وژنې له تر ټولو بوږنوونکو پېښو او وحشتونو سره هممهاله يوازې شور او غوغاوې جوړوي، نور يې نه د جگړې او نسل وژنې د مخنيوي لپاره تر اوسه څه کړي او نه يې مخنيوی کوي او په دې وروستيو کې د ملگرو ملتونو د سر منشي دا خبره يې ښه بېلگه ده چې صهيونيستي رژيم يې يوازې د را منځته کولو پرېکړه منلې او نور يې هيڅ اصول، قوانين او پرېکړې نه مني، خو د نړۍ د سياست په همدې شور او غوغاوو کې دښمن په هر تکتيکي، تبليغاتي او عام ساده نوم او سرليک په غزه کې د ټولوژنې او نسل وژنې هره لاره او چاره ترسره کوي او ورځ تر بلې نوې بوږنوونکې بڼه ور کوي.

نړۍ د خپلو ځواکمنو کفري او اسلامي هېوادونو په هراړخيز ملاتړ پر غزه باندې د صهيونيستي ړندو هوايي بريدونو او پراخو ويجاړيو او مرگژوبلو اړولو، په قصدي ډول د لسگونه زره بې گناه تش لاس او بې دفاع ولسي وگړو، ماشومانو، مېرمنو، سپينږيرو او ناروغانو په نښه کولو او نيولو، د اور وژونکو، ژغورونکو، پر خوراکي مرستو د را ټولو شويو او کډواليو ته اړو او اماده شويو وگړو گڼې گوڼې هدف گرځولو، د شفاء روغتون او نورو روغتونونو د بوږنوونکو پېښو، پر رفح د بريد، هلته د کډوالو پنډغالي په نښه کېدو او… د ټولوژنو بې شمېره پېښو شاهده ده چې په خپل وخت او ډول کې بې ساري او يو تر بلې خونړۍ وې، خو په خواشينۍ سره له هرې يوې مخکې او وروسته همدې نړۍ پر خپل غوغاگر سياست شور او ځوږ هم جوړ کړی وي چې مخکې شور يې دښمن ته د نوي او لا بوږنوونکي ډول ټولوژنې کوردينات او وخت برابروي او وروسته هغه يې بيا ترې د عام پام اړولو او فکري او تبليغاتي اغېزې يې پېکه کولو هڅه وي چې وروستۍ پېښه يې وړمه ورځ د غزې پر مرکزي سيمه نصيرات پنډغالي د صهيونيستي ځواکونو بې مخينې خونړی او وحشي بريد و. د فلسطين د روغتيا وزارت د خبر له مخې د دغه نامردانه او بزدلانه بريد په ترڅ کې۲۷۴تنه بې گناه فلسطيني وگړي شهيدان او۶۹۸تنه نور زخميان شول چې په هر ځل پسې يې بيا هم زياتره ماشومان او مېرمنې وې.

په دغه بريد کې د۴صهيونيستي بنديانو پر ژغورلو سربېره د يو امريکايي په گډون۳نور وژل شوي هم دي. که څه هم د غزې د ټولوژنې اعلی سرقوماندان بايډن ترې هرکلی وکړ، خو وروسته له هغه چې پر نصيرات پڼدغالي په بريد کې يې د لوجستيک او استخباراتي رول او ملاتړ او د غزې پر ساحل د نوې جوړې کړې سمندري لارې کارول په ډاگه شول او په دغه بريد کې امريکا په مستقيم ډول ښکېله وپېژندل شوه؛ تازه يې د ياد بريد ملاتړ او په کې خپله ښکېلتيا رد کړې ده. له سيمې پوځي کارپوهان وايي: د بنديانو په اړه صهيونيستي رژيم د امريکا، برېتانيا او کاناډا په گډون له څو هېوادونو استخباراتي معلومات ترلاسه کړي او په کې د غزې پر ساحل د مرستو رسونو په نامه د بايډن له خوا جوړه شوې نوې سمندري لاره کارول شوې ده. د جگړې د رهبرۍ په توگه له دغه بريد څخه د نوموړي د لومړني هرکلي لامل هم په لومړي ځل د يادې لارې کارېدو سره د هغې په دغسې پټو موخو کې د بايډن برياليتوب ښيي. په دغه بريد کې د ترسره شوې ټولوژنې په اړه د اردن د پوځي چارو متقاعد څېړونکی فائز الدويري وايي: دغه مهال لږ شمېر صهيونيستي ځواکونو او د ډېر کم زيان په اړولو سره يې هم کولی شول خپل دغه شمېر بنديان او ترڅنگ يې وژلي۳تنه نور هم ژوندي خوشي کړي، خو د قوي امکان له مخې هغوی خپله د پام وړ زيانونه ليدلي چې شمېر يې په ډاگه شوی نه دی او په غچ کې يې د ولسي وگړو دغه عاموژنه را منځته کړې.

الدويري زياتوي: صهيونيستي بنديان چې له همدې وگړو سره يو ځای وي؛ ښايي په همدې غچ اخيستنه کې خوشي کړای شوي وي. الجزېرې هم په دې اړه تازه د يو صهيونيستي پوځي قوماندان  په حواله ويلي: جگړه خورا سخته او له صحنې يې د بنديانو او جگړه مارو کومانډويانو ژوندي وتل ستونزمن و. دا چې څه ډول صهيونيستي داړه مارو د بنديانو څرک لگولی؟ په اړه يې د اردن د امنيتي چارو کارپوه محمد القاسم وايي: د بنديانو خونديتابه کې دا د مقاومت د ضعف اړخ دی چې د هغوی روغتيا ته له حده زياته پاملرنه کوي… له۸مياشتو جگړې وروسته اوس به خامخا د دواړو لوريو د پرمختگ او شاتگ ځيني نقطې وي چې د سيال لوري پر زيان به وي. فکر کوم په داسې حال کې چې بايډن په اصطلاح د سولې طرحه وړاندې کړې او منځگړي د حماس د ځواب په تمه دي؛ د جگړې له لارې د صهيونيستي بنديانو خوشي کول او د نصيرات پنډغالي غميزه د بايډن د دوهم مخ سياست لوبولو سره رښتونې سولې ته د خنډونو را ولاړولو، پر حماس د فشار راوړلو او نتنياهو ته د ورکړي دريځ او رول په ملاتړ يهودو ته د سولې پر ځای د همدې جگړې له لارې د پاتې بنديانو د خوشي کولو د دروغجنې او غولوونکې تمې ورکولو هڅه وي، ترڅو له يوې خوا يې په پلمه جگړه او د غزې عاموژنې وغځېږي او له بلې خوا د يهودي ولسونو د فشار گراف تر يوې کچې را ټيټ کړي چې يو لوړپوړي صهيونيست هم ويلي: حماس ته مو څرگنده کړې چې د جگړې په سيوري کې به د سولې مذاکرات پر مخ وړو.

خو په دوحه کې له اسلامي امارت سره د مذاکراتو هممهاله هم امريکا دغه نسخه کارولې وه او اوس هم د بايډن په گډون هيڅوک د دې چارې تمه نه لري، نه يې ممکنه گڼي او نه يې ښايي له خپلو موخو او ځينو ملحوظاتو پرته ملاتړي واوسي. دا چې د نصيرات غميزه به د سولي پر روانو مذاکراتو کومه اغېزه ولري؟ په اړه يې څه ويل به له وخته ځکه وړاندې وي چې لا تردې مهاله د حماس غبرگون نه دی تر سترگو شوی او کوم چې د بايډن او د هغه له ملاتړه د برخمن صهيونيستي رژيم د چارواکو څرگندونې او د هرې شېبې په تېرېدو د وضعيتونو او اړوندو تحليلونو بدلون دی؛ د نړۍ د غوغاگر سياست ځوږ او شور دی او د باور او تحليل وړ نه دی.

جبريل سعد

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *