
د ميزان شپږمه د فساد د ټولېدو ورځ!
استاذ عظمت غزال
د کمونستانو له کرغېړنې کودتا وروسته د مجاهد ملت بچيانو مقدس جهاد شروع کړاو د دهري کمونستانو او ملحدو شورويانو خلاف څوارلس کاله په مېړانه وجنګېدل، چې د دوي د جهاد له امله شوروي دړې وړې شو، له خېتې يې ۱۵ حکومتونه راووتل او له هغه وروسته د ۱۳۷۱ هـ ش کال د غويي په ۷مه د کمونيزم وروستي بړيڅي د ملګرو ملتونو دفتر ته پناه ور وړه. کابل ته مجاهدين ور ننوتل، خو د جبل السراج کرغېړن ائتلاف د مجاهد ملت په قربانيو خاورې واړولې؛ ځکه د اسلام له دښمنانو (پخوانيو کمونستانو) سره يې ائتلاف وکړ، په لوړو دولتي څوکيو يې وګومارل، نو هغوي هم د خپلو مؤتلفينو د حق اداء کولو لپاره د مجاهدينو خلاف جنګونه پيل کړل، د څوارلسو کلونو وروڼه د يوه سنګر مجاهدين او ملګري يې سره دښمنان کړل او په خپله کمونستان ښه په کې خوشحاله وو، ځکه خپلو ائتلافي ملګرو يې هرې خوا ته ښه نازول!!
مجاهدينو شوروي امپراتورۍ ټوټه ټوټه کړه، د نړۍ ډېرو اسيرو او مستضعفو ولسونو ته يې د ازادي او خپلواکي چل او درس ور زده کړ، ولې له بده مرغه چې يو خپلواک نظام يې جوړ نه شو کړاي او نه يې دفساد لمن ورټوله کړه، اما برعکس هغه کړنې يې ترسره کړې چې هغه کمونستانو نه وې کړې. د مجاهدينو د ګډوډۍ او د مقتدر مرکزي حکومت په نه شتون کې د کابل د څو ناحيو واکمنو د شيعه او سُني ترمنځ د جنګ اور بل کړ، د قومونو ترمنځ يې داسې اختلافات راپيداکړل چې وروڼه قومونه يې په جنګونو سره اخته کړل، په هېواد کې پاټکونه اچول يې رواج کړل، د کابل ښار يې د ګوندونو ترمنځ ووېشه، چې له کيلو ميټر څخه په لنډ واټن کې به د دوو مخالفو ډلو حکومت او ناروا حاکميت و؛ چور چپاول يې عام کړ، د هېواد ښکلې پلازمېنه يې په کنډوالو تبديله کړه او د دې اثرات ان تر ولايتونو او کليو پورې ورسېدل، دا ناخوالې دومره زياتې شوې چې په هلکانو باندې نکاحګانې وتړل شوې، له ښځو څخه سينې پرې کړل شوې، د مړيو نڅا نندارې ته وړاندې شوه او د ژونديو انسانانو په سر کې د هغو د عمر مطابق مېخونه ټکوهل شول، ولې حليم او صبور ذات خلکو ته مهلت ورکوي، که نه د هغه ذات نيونه ډېره سخته ده. همداشان له هرې تيارې وروسته رڼا راځي.
افغان مجاهد ملت له کمونستي تاړاکه خلاص شو، ولې ډېر ژر د داخلي جګړو په تړک کې ونښت چې پورته يې لږ ذکر وشو، خو دا تيارې ختمې شوې او الله ج د دې د ختمېدو لپاره د ملت له منځه د اميرالمؤمنين ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله تر مشرۍ لاندې د طالبانو غورځنګ راوټوکولو چې د کندهار له سپين بولدکه يې فتوحات پيل کړل، په لږه موده کې يې ډېر ولايتونه او ولسوالۍ ونيولې، تر دې چې طالب مجاهدين د کابل په دروازو باندې ودرېدل، يعني کابل له ختيځ، لويديځ او سويل خواوو څخه کلابند او د ۱۳۷۵هـ ش د ميزان په ۶مه په فاتحانه ډول ور ننوتل. د خاد پخواني رئيس او د کابل رژيم ګوډاګي مشر ډاکټر نجيب الله او د هغه ورور شاپور احمدزي يې په دار وځړول او د زرګونو کونډو او يتيمانو، بورو او ورارو زړونه يې پرې يخ کړل.
د طالبانو اسلامي غورځنګ چې د هېواد پلازمېنه ونيوله، نو د ملا محمد رباني مرحوم تر قيادت لاندې يې شپږ کسيزه شورا جوړه کړه، وروسته يې يوه موزونه کابينه ترتيب او اړوندو وزارتونو ته يې وزيران واستول او د مربوطو وزارتونو دروازې پرانيستل شوې، ورسپارل شوې دندې يې په پوره امانتدارۍ سره سر ته رسولې. کوم ولايتونه او ولسوالۍ چې د اسلامي امارت په کنټرول کې وې، د هغو لپاره يې واليان، ولسوالان، امنيه قوماندانان او نور چارواکي ور معرفي کړل او په کومو بستونو (څوکيو) چې نېک کسان له پخوا مقرر وو، هغوي يې پرېښودل.
په ګران هېواد کې له ډېرو مودو راهيسې په ټپه درول شوي او موقوي شوي حدود جاري او نافذ شول چې ورسره د هر ډول جرايمو کچه راټيټه شوه، پنځه وخته لمونځونه په جماعت سره جاري شول، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت او اړوندو ادارو په نيکيو امر او له بديو منع کول پيل کړل. پوهنتونونه او ښوونځي خلاص شول، محصلين او زده کوونکي په عادي ډول ورتلل، د درسي نصاب د سمون او اصلاح لپاره هلې ځلې روانې شوې، څو نصاب د اسلامي او افغاني ارزښتونو مطابق ترتيب او تدوين شي.
هو! د افغانستان اسلامي امارت تر کنټرول لاندې سيمو کې امن او امان و، د مرګونو سلسله ختمه شوه، خپلمنځي جګړې هلته پاي ته ورسېدلې، دفساد لمن ټوله شوه هېوادوال خپلو کارونو ته ور وګرځېدل.
د افغانستان اسلامي امارت حکومت د پاکستان، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو له خوا په رسميت وپېژندل شو او امارت د اړيکو د پراختيا لپاره نورې هڅې کولې، له ګاونډيو او نړيوالو سره يې د سفارتي اړيکو ټينګولو زيار او زحمت وېستلو، ولې د نړيوال کفر په خېټه کې دردونه پيل شول، چې د ټولو په سر کې امريکا وه، ويل يې په افغانستان کې ترهګر موجود دي. هغه عرب مجاهدين چې د شوروي اتحاد خلاف د جهاد پر مهال افغانستان ته راغلي وو او هغه وخت امريکا او نورو هغوي قهرمانان او د شوروي اتحاد ماتوونکي او ړنګوونکي او له کمونيزمه د نړۍ خوندي کوونکي او ژغورونکي بلل، ولې هغوي د صليب د زامنو په قاموس کې ترهګر او تروريستان شول؛ نو ځکه يې د اسلامي امارت خلاف په دسيسو لاس پورې کړ. هر ډول تبليغات يې د ناپوهو انسانان تر غوږو ورسول. اما اسلامي امارت له ټولو ابليسي دسيسو سره مقابله او مبارزه کوله.
افغان مسلمان ملت له اسلامي امارت څخه خوښ و؛ ځکه چې د ۱۳۷۵ هـ ش د ميزان په شپږمه يې د فساد ټغر ورټول کړي و، د ميزان ۶مه زموږ په تاريخ کې له برمه ډکه ورځ ده، په دې ورځ د ملت قاتل ډاکټر نجيب الله په دار وځړول شو، ټول مفسدين او جنګسالاران د اسلامي امارت تر کنټرول لاندې ۹۵ سلنه خاورې څخه وځغلول شول.