مقالی اوتبصرې

د ماین پاکۍ د ټیمونو له خوا د کلیو او بانډو سروې

د سروې د پاڼو وېش په کلیو او باندو کې  اقتصادي او اجتماعی او هغه اړتیاوی چی د مین پاکی د مدیریت د سیستم د پیاوړتیا لپاره اړینې دی لاس ته راوړلی شی. د درجه بندی له مخی کومه سروی چی په کلیو او بانډوکی کارول کیږی د لومړیتوب له وجهی ډېره اړینه ده، ځکه د مین پاکی هغه ټول عملیات او کړنی چی سرته رسیږی د مین پاکی د پروسی هغه اساسی هسته ده چی ټولی کړنی وروسته له سروی څخه پیل کیږی تر څو هغه معلومات چی لاس ته راغلی خپل دیتابیس ته ور دننه کړو او له هغی نه په ګټې اخیستلو سره خپلو نورو کړنو ته لاره هواره کړو.

ټول اطلاعات باید د شرایطو له مقتضیاتو سره سم د مین پاکی د چارو د سمبالولو لپاره لاس ته راوړو.

کله چی یو کلی نوی جوړیږی لازمه ده چی د مین پاکی د  معلوماتو د مدیریت په سیستم کی درج شی.

د سروی په فورمو کی چی د مین پاکی په معیارونو باندی ترتیب شوی دی هغه اطلاعات چی موږ ورته اړ یو او په راتلونکی کی ورته اړتیا پیدا کیږی،بايد ولیکل شی.

دا فورمی داسی ډیزاین شوی دی چی د مین پاکی هغه ټیمونه چی له کومو کلیو څخه يې لیدنه او کتنه کړی ده او کوم معلومات چی لاسته راغلی په خاصه توګه د پاتی شویو چاودیدونکو توکو، مینونو او نورو مهماتو څخه زیانمن کیږی او یا زیانمن شوی دی یادداشت باید پکی ولیکل شی.

د سروی د ټیمونو ګزارش هغه خطرونه بربنډوی کوم چی نوی منځ ته راوړل شوی دي، ځکه په دی ګزارش کی د خطر د سیمی سرحدونه، د خطر څرنګوالی او عمومی معلومات چی په ساحه کی لاس ته راغلی دی د ځمکی د وضعیت او موقعیت، د موانعو د کتګوری له رویه د مین پاکی په کارکړنه باندی تاثیر راوړلی شی.

محمد جواد « بابک »

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *