مقالی اوتبصرې

د فلسطيني جهادي ډلو مرګونو بريدونو نتانياهو حيران کړی

غزه کې د روانې جګړې په وروستيو ورځو کې د صهيونستو پوځونو د ماتې تاوده خبرونه مخ پر ډېرېدو دي او لامل يې د حماس، جهاد اسلامي، حزب الله او نورو جهادي ډلو دوامداره مقاومت دي.
که څه هم منځني ختيځ کې د صهيونست رژيم مشر بنيامين نتانياهو د جګړې په پيل کې ويلي و، چې د حماس غورځنګ تر بشپړ له منځه وړلو او د دغه غورځنګ له بند خونو د خپلو ټولو اسيرانو تر خوشې کېدو پورې به جګړې ته دوام ورکړي، خو ليدل کېږي، چې صهيونست پوځ د حماس او نورو جهادي ډلو پر وړاندې پاتې راغلی او د هغوي پر ځاي ملکي اهداف په نښه کوي او تر دې مهاله يې د خپلو بې رحمه بمباريو له امله ۲۵ زره فلسطينيان شهيدان کړي او نږدې ۷۰ زره نور يې ټپيان کړي دي.
نږدې درې نيمې مياشتې کېږي، چې اسرائيل د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره مبارزه کوي ،خو تر اوسه يې نه خپل اسيران ترلاسه کړي او نه يې هم حماس غورځنګ له منځه وړی او حتي کمزوری کړی يې نه دی.
وړمه ورځ او پرون صهيونست پوځ په پرلپسې ډول ۷۱ سرتېري له لاسه ورکړي او له سلو زيات يې ټپيان دي، چې دا د دغو اشغالګرو ځواکونو آخري زور ښيي او ښکاري چې نور يې د هلاکت وخت رارسېدلي دي.
بل تحليل دا دي، چې صهيونستانو په وروستيو کې خپل ډېر سرتېري له لاسه ورکړي او له همدې امله يې اوس د شاتګ پاليسي د دې لپاره خپله کړې، چې هسې نه د نسل او د صهيونستو يهودي پوځونو له کمښت سره مخ شي، نو د همدې لپاره کوښښ کوي، چې ځان د غزې له جګړې څخه ورټول کړي.
يو بل دليل، چې اسرائيلي ځواکونه يې شاتګ او د ماتې قبلولو ته اړ کړي، هغه د جګړې په نيت او اراده کې د صهيونستو پوځونو او فلسطيني جهادي ډلو ترمنځ توپير دي.
واضح خبره ده، چې فلسطينيان د عقيدي پر بنسټ د الله ج د رضا او له بيت المقدس څخه دفاع په لاره کې قرباني ورکوي او صهيونستان بيا د خپل يهوديت د بقا، له الله ج سره د دښمنۍ او د مسجد القصي په برخه کې مسلمانانو ته د مزاحمت جوړولو لپاره جنګېږي، نو په همدې دليل څوک چې د عقيدې له مخې د الله ج د رضا لپاره جنګېږي، لکه د افغانستان د مجاهدينو او يا هم اوس وخت کې د فلسطيني جهادي ډلو په څېر به د الله ج په نصرت بريا ترلاسه کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *