مقالی اوتبصرې

د غير قانوني مهاجرتونو خطري پايلې

((نوري))
له څلورو لسيزو راهيسې افغان مهاجر بهرنيو هيوادونو ته په قاچاقي توګه ځي،چې د لارو په اوږدو کې له بېلابېلو خطرونو سره مخ کېږي.همدې ستونزې ته په کتو سره تېره اوونۍ د افغانانو يوه ډله،چې له ترکيې د بلغاريا پر لور په يوه لارۍ کې روانه وه، د هوا د نه شتون له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ. د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت د مړه شويو افغان مهاجرو جنازو د راوړلو خبره کړې،چې خپلو کورنيو ته وسپارل شي.سره له دې،چې بلغاريا ته د بهرنيو مهاجرو د ورتللو لپاره سخت بنديزونه لګول شوي او په خپلو پولو کې يې اغزن سيمونه هم غزولي،خو بيا هم افغان کډوال د ترکيې له پولو اوړي او دغه هيواد ته ننوزي او بيا له هغه ځايه نورو اروپا او امريکا براعظمونو ته په قاچاقي توګو ځي.دا لومړی ځل نه دی،چې افغان کډوال د لارې په اوږدو کې مړه کېږي، په سلګونو ځله ورته پېښې منځ ته راغلې،خو سره له دې بيا هم دغه کډوال اروپايي او امريکايي هيوادونو ته ځي،چې د لارو په اوږدوکې د مرګ له خطر سره مخ کېږي.د مهاجرت ستونزه نوې نه ده؛بلکې له کابو څلور نيمو لسيزو راهيسې پيدا شوې او زموږ ډېرو هيوادوالو بهرته د تللو په موخه له مرګژوبلې سره مخ کېږي.هره مياشت له رسنيو خبرېږو،چې افغانان په سمندرونو،دښتو او ځنګګلونو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.کوم کسان،چې يادو هيوادونو ته رسېږي ورسره د مجرمينو په څېر چلند کېږي.له روغتيايي او نورو خدمتونو بې برخې ژوند تېروي.له اسلامي امارت وړاندې هم ډېرو خلکو خپل کورونه او کرنيزې ځمکې او همداسې نور ملکيتونه خرڅول او په تر لاسه شويو پيسو په ناقانونه توګه بهرنيو هيوادونو ته تلل،چې کم کسان يې مقصد ته ورسېدل. اوس ځينې کسان د دې لپاره،چې د خلکو ذهنيتونه مغشوش کړي د دې کار پړه په اسلامي امارت اچوي،چې ګواکې دا کار د دوی په راتلو سره پيل شوی ، خو داسې نه ده، بهرته د ناقانونه افغانانو مهاجرتونه د پخوا په شان دوام لري.په دغو مهاجرينو کې ډېر داسې کسان شتون لري،چې د اقتصادي ستونزو او وزګارتيا له امله بهرنيو هيوادونو ته په ناقانونه توګه تلل.د اسلامي امارت په واکمنېدو سره په ټول هيواد کې سوله او ثبات بسيا شوی، خلک کولی شي د هيواد ټولو ولايتونو او بندرونو ته د سوداګرۍ لپاره سفرونه وکړي او د سوداګرۍ او راکړې ورکړې له لارې خپلې ټولنې او کورنيو ته د خدمت جوګه شي.اوس موږ ډېر افغانان وينو،چې خپله پانګه يې په کار اچولې او له ځانونو سره يې څو نور کسان هم په کار ګمارلي او له دې لارې د خپلې کورنۍ اعاشه او اباته لاسته راوړي.
په کور د ننه مو هغو ځوانانو ته توصيه داده،چې په خپل هيواد کې ژوند غوره وبولي او ځانونه په کارونو کې په لږو امکاناتو بوخت وساتي.له ناقانونه مهاجرتونو دې ځانونه وژغوري،چې له خطرونو او مرګونو سره مخ نه شي.په بلغاريا کې د اتلسو افغانانو له مرګه دې پند واخلي.ډېر مهاجرين وژل کېږي،خو د مرګ اصلي سبب يې نه څرګندېږي.په سلګونو ځله افغانان د لارو په اوږدو کې وژل شوي دي،خو د هغوی مرګ انګيزه په واقعي توګه نه ده خپره شوې.نو اړينه ده،چې په خپل هيواد کې ژوند وکړو او د کار لپاره مټې را بډوهو،چې خپلو خلکو او هيوادوالو ته د خدمت جوګه شو او ژوند مو له خطرونو خوندي شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *