مقالی اوتبصرې

د غلا او درغليو عاملين دې د افغان ولس په حضورکې  مجازات شي

 ځينې نوي ځوانان داسې فکر کوي چې په افغانستان کې بد مرغۍ ، جنګ جګړې نا خوالې او ناورينونه د شوروي اتحاد په وړاندې د افغان جهاد له بري وروسته پيل شوې، خو حقيقت داسې نه دی . د افغانستان  د نږدې  څلوېښت کلن ناورين ډبره په ۱۹۷۸  کال د اپريل  مياشتي په ۲۷مه  نيټه د شوروي اتحاد په ملاتړ د افغانستان د خلکو د ديموکراتيک ګوند د مشر نورمحمد ترکي  او د کاجي بي د نورو افغان ايجنټانو له لوري د محمد داوود خان د حکومت له نسکورولو وروسته کېښوول شوه .

کمونيستان د خيانت او وطن پلورلو ترڅنګ ، قتل، جنايت د عام ولس  شکنجې ، له بېګناه افغانانو څخه د زندانونو ډکول،د کليو او بانډو بمبارول ، روسانو ته دلالي ، د بي دينۍ او بد اخلاقۍخپرول، ملي او ولسي قيامونه سرکوبول  او د داسې نورو جناياتو ترڅنګ په مالي درغليو او فسادونو کې هم ښکېل وو.

د کا جي بي د ارشف مسئول متروخين په خپلو يادښتونو کې د خپلو اجيرانو او مزدورانو له مالي فساد څخه پرده پورته کوي او ليکي : کله چې د اکسا پخواني مشر اسدالله سروري په کابل کې د KGB په پټنځي کې پناه اخيسته، نو د تلاشي پر مهال  د ده په موټر کي ۴۲۲۰۰۰۰افغانۍ او ۵۳۹۵۰ ډالره پيدا شول چي  له اکسا څخه يې غلا کړي وو.

حفيظ الله امين چې د افغانستان د خلکو د ديموکراتيک ګوند او حکومت دوهم پياوړی او با صلاحيته شخص و، اسدالله سروري يې  اړ کړ چې ، ده او د ده   وراره اسدالله امين ته په هغو پيسو کې  برخه ورکړي چې د انقلاب ضد عناصرو د ملکيتونو د  پلورلو له لارې تر لاسه کېږي .

متروخين کاږي چي  په کابل کې د حفيظ الله امين له لوري د ضبط شويو املاکو د خرڅلاو په موخه د املاکو د خرڅولو رهنماوې جوړې شوې وې او د ضبط شويو ملکيتونو د پلور پيسې د حفيظ الله امين جيب ته تلې .

افغان کمونيستانو په کابل کې  د قلعه جواد د مجددي حضراتو چې د شور بازار په حضرتانو هم مشهور وو  کورونه لوټ کړل او د دوی له  کورونو څخه يې څلور ميليونه افغانۍ، د سرو زرو ۸۰۰ سکې او د ښځو د ګاڼو ۱۲ صندوقچې غلا او حفيظ الله امين ته يې وسپارلې .

هغه قيمتي اجناس  چې د محمد ظاهرشاه او محمد داوود له ماڼيو  څخه غلا شول هغه ټول  حفيظ الله امين اود ده  خپلوانو ته وسپارل  شول، د ۱۹۷۹ م کال د جون په مياشت کې د امين زوي په ظاهر شاه او داوود خان پوري مربوط ۱۲۸ کيلو ګرامه قيمتي توکي چي هغه هم د بيت المال برخه وه  په پټه  جاپان ته وليږدول .

متروخين وروسته ليکي : د هغه  55800,000 افغانيو له جملې څخه چې شوروي اتحاد د افغانستان امنيتي ادارو ته ورکړې وې ، يوازې 25,800,000 افغانۍ کارول شوې وې او پاتې 30,000,000 افغانۍ د امين شخصي بانکي حساب کې جمع شوې وې.

داوو د افغانستان په ديموکراتيک جمهوريت کې  د مالي  فساد او درغليو  حال . اوس راځئ  د غربي اشغال او تجاوز په نتيجه کې د جوړ شوي په اصطلاح اسلامي جمهوريت حال وګورو:

له هغه وروسته  چې اسلامي امارت  د ۲۰۲۱ کال په اګست مياشت کې د افغانستان واک تر لاسه کړ، داسي خبرونه خپاره شول چې د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني  ۱۶۸ ميليونه ډالره د ځان او خپلو وفادارانو لپاره پټ کړي دي ، هغه مهال غني دغه تورونه په کلکه رد کړل او وې ويل: “زه له  افغانستان  څخه يوازې له يوه واسکټ او د غاړي له جامو سره را ووتم  .”

سيګار دا موضوع تر پلټنې لاندې ونيوه .له څو مياشتو تحقيقاتو وروسته يې په يوه راپور کې وويل: “زموږ راپور ښيي چې پخواني ولسمشر د يو واسکټ او جامو ترڅنګ کمتر  له يو ميليون ډالرو سره يو ځاي هيواد پريښود.”

تازه په تازه د “منظمو جرمونو او اداري فساد د راپور ورکولو پروژې” په نامه د يوې څېړنيزې ادارې نوې موندنې ښيي چې د ولسي جرګې د پخواني رئيس په ګډون د افغان حکومت لږ تر لږه ۱۰ پخوانيو چارواکو ، د مارشال فهيم، احمدولي مسعود او  حامد کرزي د نزديکانو په ګډون په متحدو عربي اماراتو کې د ميليونونو ډالرو شتمنۍ او جايدادونه اخيستي دي.

د افغانستان د ولسي جرګې پخواني رئيس ميررحمان رحماني او د هغه زوي اجمل رحماني چې د پخواني حکومت په فاسدو چارواکو کې شامل دي، له ټولو زيات جايدادونه په دوبی کې اخيستي، چې ټول ارزښت يې 15 ميليونه ډالره دی.

د مارشال فهيم د ورور کورنۍ او د مارشال زوي اديب فهيم د هغو کسانو له جملې څخه دي چې د فساد دوسيې يې مستندې شوي دي او د فهيم کورنۍ په متحدو عربي اماراتو کې د ۱۲ ميليونو ډالرو په ارزښت جايدادونه پيرلي دي .

د ملي امنيت پخواني رئيس او د افغانستان د دفاع پخواني وزير اسدالله خالد د تېر حکومت يو بل چارواکي دي چې د دوبی په يوه سيمه کې يې په ۵ ميليونه ۴۹۲ زره ډالرو  کور او جايداد اخيستي دي.

د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي د تره  د زامنو رشيد پوپل او راتب پوپل نومونه هم په راپور کې راغلي دي. د دغه راپور له مخې راشد پوپل په دوبی کې د څه باندې ۳ ميليونه او ۸۲۴ زره ډالرو په ارزښت يو ګران بيه اپارتمان اخيستي دي.

د احمدشاه مسعود ورور احمدولي مسعود چې پخوا يې په بريتانيا کې د افغانستان د سفير په ګډون په بېلابېلو دولتي پوستونو کې کار کړي، هم په دوبۍ کې د يو ميليون ۸۵۳ زره ډالرو په ارزښت يو اپارتمان اخيستي دي.

د افغانستان د پخواني حکومت د مخابراتو وزير اميرزي سنګين په دوبی کې په ټوليز ډول د ۷۸۰ زره ډالرو په ارزښت دوه اپارتمانونه اخيستي.

د اسلامي جمهوريت د لوړ پوړو مامورينو غلاوي او درغلۍ په پورتنيوڅو کسانو کې نشي خلاصه کيدلي بلکې د ړنګې شوي ادارې غوڅ اکثريت لوړ پوړي غړي، يو شمير جهادي رهبران او قوماندانان او همدا راز د کمونيستي مليشو بقاياوې او نور جنايتکاران  په مستقيم يا غير مستقيم ډول په فساد کې ښکېل وو.

حقيقت دا دي چي دا غله او هيواد پلورونکي  په افغانستان کې د امريکا په خوښه او د بين المللي ټولني په ملاتړ واک ته رسيدلي وو ، د افغانستان د خلکو شتمني د امريکا له لوري د دوي په واک کې ورکړ شوې وه ، دا نا اهله انسانان ، غله او جنايتکاران ، اشغالګرو قواوو پړسولي وو ، افغان ولس يوازې د غلا او درغليو په مستند سازۍ قناعت نه شي کولي، بلکي  افغان ولس د جنايتکارانو علني محکمه غواړي .

بين المللي ټولنه او امريکا اخلاقي مسئوليت لري چي  د نورو مفسدينو،   فساد او غلاوي هم  مستندې کړي ، له افغان ولس سره يې شريکې کړي ، مسروقه اموال بيرته افغان ولس ته مسترد او د غلا او درغليو عاملين د افغان ولس په حضور کې  مجازات شي .

رحمت الله فيضان

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *