مقالی اوتبصرې

د شرکتونو او فابريکو په فعالېدو سره به دکورنيو توليداتو کچه لوړه شي

له شل کلن اشغال وروسته، چې له ځان سره يې زموږ هيواد ته ناامني، وژنې، فساد او  ګڼ شمېر نورې ناخوالې راوړې وې، اوس له نېکه مرغه د پرمختګ او هوساينې څرکونه تر سترګو کېږي. په تېرو څه باندې څلورو لسيزو کې الحمدلله افغانان په لومړي ځل اوس يو داسې خپلواک او ځواکمن مرکزي حکومت لري، چې د هيواد پر ټوله جغرافيه بشپړ کنټرول لري او ډاډمن امنيت يي را وستلی او د نا امنۍ، وژنو او فساد ځای امنيت، د ژوند ښکلاوو او عدالت نيولی دی.

د اسلامي امارت په راتګ سره د هيواد د پرمختګ او پرځان بسياينې لپاره له بل هر وخته زياتې هيلې راټوکېدلي دي.

د امارتي شرکتونو د خپلواکې ادارې د معلوماتو له مخې؛ زيات شمېر هغه کارخونې په اساسي ډول بېرته رغول شوي او فعاليت يې پيل کړی، چې د څو لسيزو ناورينونو او کورنيو جګړو له امله ويجاړې شوې وې او دغه ‌راز يي د کارخونو د بيا جوړولو په اړه ډاډ ورکړی، چې اوس‌مهال حکومت د کورنيو توليداتو د ودې په موخه د فابريکو د بيا رغولو برخې ته پاملرنه زياته کړې، چې د امارتي شرکتونو ادارې له لوري به يې کارونه لاچټک شي. موږ دا يو غوره اقدام ګڼو ، ځکه د شرکتونو او فابريکو په فعالېدو سره به ګڼو خلکو ته د کار زمينه برابره او د کورنيو توليداتو کچه به ورسره لوړه شي. له بل لوري د هېواد په بېلابېلو ولايتونوکې په ګڼو برخوکې دبيا رغاونې کارونه روان دي او تر ډېره ليدل کېږي، چې د سردارمحمد داد خان د واکمنۍ هغه جوړشوي پراختيايي پلانونه يو په بل پسې پلې کېږي چې تراوسه د تېرو نظامونو له خوا پرې کار نه کېده ، راځو دې ته ،چې پخوانيو رژيمونو د هيواد دآبادۍ اوښېرازۍ په لور، ولې داسې مسئولانه ګامونه نه شوای اوچتولی ،چې له امله يې د تېرو ۴۵ کلونو په موده کې د افغانستان دصنعت په پراختيا  ، دکانونو په استخراج اود کرنيزسکتور پر وده اغېزه اچول شوې وای ؟ روښانه ده، چې دوی ټول د پراختيا او د هيواد د پرمختګ پر ځای خپلو جنګي موخو ته ژمن وو او هغه يې تعقيبولې ، دا يو روښانه حقيقت دی ، کله چې په ۱۳۵۷ کال د يوې کودتا په ترڅ کې د خلقيانو رژيم را منځ ته شو، پرته له دې چې د سردار محمد داود خان پراختيايي پلانونه عملي اويا هم په خپله د هيواد د پرمختګ او ښېرازۍ لپاره نوي پلانونه جوړکړي، لومړی له ملت سره په جنګ را ګيرشول ، ځکه هدف او فکري جوړښت يې له ملت سره په ټکرکې و، د دې دورې لويه لاسته را وړنه د ملت هرفرد ته د شک اوترديد په سترګه کتل اود بېګناه وګړو د وينوتويول ګڼلی شو، کله ،چې روسان راغلل هغوی خپلې استعماري موخې تعقيبولې او نه يوازې د افغانستان د انکشاف په غم کې نه وو ، بلکې عملاً هم دافغانستان د هرډول پرمختګ خنډ ګرځېدل ، د دې دورې لويه لاسته را وړنه قومي تفرقه اچونه اودبېګناه افغانانووژل او تري تم کول  ثابت شول ، کله چې په ۱۳۷۱کال د ثورپه اتمه نېټه د افغانستان په سياسي ډګرکې هغه مجاهدين چې ۱۳ کاله يې له روسي اشغال سره وسلواله مبارزه کړې وه ، راڅرګند شول ، د ګڼ ګونديزه واکمنيو له مخې يې د هيواد اقتصادي پرمختګ په ټپه ودرېد . کله چې په لومړي دوره کې اسلامي امارت را څرګند شو،نو واک په هيواد کې يواړخيز شو، خو بيا هم د پرديپالو مقاومتونه د دې سبب شول، چې اسلامي امارت ته سرخوږي جوړشي ،خو اسلامي امارت په دې وتوانېد، چې يوشمېر پاتې تاسيسات له ويجاړېدو وژغوري او ويې ساتي .

له ۱۳۸۰ څخه تر ۱۴۰۰ ل کال پورې د شلو کلونو په موده کې د افغانستان اسلامي امارت د اشغالګرو پر وړاندې خپلې برحقې مبارزې روانې وساتلې ، ترڅو د ۱۴۰۰ل کال د اسد ( زمري)  مياشتې په ۲۴مه نېټه يې هېواد د اشغالګرانوله لاسه وژغوره اود پامير پر لوړو څوکو يې بيا خپل سپين بيرغ ورپاوه ، سره له دې چې امريکا او نور مغرض هيوادونه اوس هم د زهرجنو تبليغاتو له لارې خپلې ناولې هلې ځلې جاري ساتي او بېلابېلې پلمې لټوي ، خواسلامي امارت چندان غوږ نه ورته نيسي او په خپله يې د هيواد په هره برخه کې د بيا رغاونې داسې حيرانوونکي کارونه پيل کړي ، چې د تېرو ۴۵ کلونو په اوږدوکې يې بېلګه نه ده ليدل شوې ، داسلامي امارت په هاند اوهڅو د قوشتېپې کانال احياء د هېواد په کرنيز سکتورکې داسې بدلون راوست چې تاريخ به يې پر زرينو کرښو ليکل کېږي ، ځکه هېوادوال يې ډاډه کړل ، چې که د الله پاک خوښه وه، نور به وږي نه پاتې کېږي ، د کاسا ۱۰۰۰ پروژې تطبيق به افغانستان د صنعتي کېدو په لور يو بل ګام ور لنډ کړي او د ټاپي سوداګريزه پروژه به هم پيل کېږي .

د هيواد په شمال کې د نفتي زيرموتفحصات چې د ورځې په لسګونو زره مختلف الډوله تيل په کې توليدېږي ،د کانونو د استخراج په برخه کې بله لاسته لويه را وړنه ده چې د مخکنيو رژيمونو لاسونه پرې تړل شوي وو، د سالنګ  تونل بيا رغاونه د دې سبب شوه،  چې د اسلامي امارت په هڅو هېواد وال د خپلو مواصلاتي ليکو او د لويو لارو په بيا رغاونه باوري شي  د دې ترڅنګ هره ورځ په هيواد کې د لويواوکوچنيوبندونو اوچکډېمونود جوړولوخبرونه هم اورېدل کېږي اودا ټول حقيقي خبرونه دي .سږکال پر افغانانو د الله تعالی يوه بله ستره مهرباني داده، چې د هيواد په ټولو ولايتونو کې ښه بارانونه وشول، چې له امله به يې راتلونکی کال ښه سمسور وي، غلې دانې به زياتې شي، غرونه-رغونه به زرغون شي او د پراخې روزي ترڅنګ به مالداري هم وده وکړي. له بل لوري دا ټول د هيواد د پرمختګ او  ښې راتلونکې څرکونه دي، تمه ده، چې راتلونکو څو کلونو کې به افغانستان په ټولو برخو کې پرځان بسياشي او  د سيمه ييزو هيوادونو لپاره به  د اقتصادي اتصال دهليز وګرځي. لنډه دا چې اوس د تلپاتې ثبات، اقتصادي پرمختګ او پر ځان بسيا افغانستان  لپاره ښه فرصتونه رامنځته شوی، بايد له دې فرصتونو په سالمه توګه ګټه پورته کړو.

منصور احمد

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *