
د ديني عالمانو شوراگانو ته هيلې !!
عبدالعزيز ابوبكر
يو څوك چې د تېر سپېڅلي جهاد يو تن مجاهد و، د اسلامي امارت په بېلابېلو دريځونو، سياستونو او پاليسيو او همدا راز د مجاهدينو او مشرانو په روحيه-احساس او ولوله كې يې د جهاد دغه سپېڅلتيا او د هغې رمز او راز وپېژندل او بيا اوس د ولس له منځه هماغسې يو عادي وگړی دی، هغه پرې را ټول او د اسلامي امارت د نظام تر سيوري لاندې يې نوموړي ته روحيه-احساس او ولوله له نږدې ور معلومېږي چې د نظام هرې مرجع ته يې غږ، هيلې او راپور رسولی شي؛ په نېكمرغۍ پسې نېكمرغي به يې وي چې دغه دوه لوريزې روحيې، احساسات او ولولې يو-بل ته سره نږدې او ور وپېژني. بله خوا بيا د تېر وسلوال، فرهنگي او سياسي جهاد له لارې هم په قربانيو او هيلو كې د نغښتي اسلام، هېواد، ولس، اسلامي نظام او په كې را ټولو ارمانونو او نېكمرغيو چې اوس ترې برخمن او پكې شېبه په شېبه د پرمختگ په حال كې يو؛ په لټه كې و، خو تر منځ يې نړيوال اشغال، اشغال تپلی رژيم، تبليغاتو يې را منځته كړی عام فكر-احساس-فضاء او پر وړاندې يې پر همدې جهاد او مبارزې له يادو ارمانونو او نېكمرغيو لږ لرې او بوخت كړي و او يواځې د ور رسېدو او ورته د لاس جوړېدو هڅې وې چې لله الحمد برياليتوب ته هم ورسېدې او اوس په مستقيم ډول له همغو ارمانونو او نېكمرغيو سره كار لرو. د بېلگې په ډول د ازاد او خپلواك مسلمان هېواد په توگه افغانستان چې پر ځان بسيا وي، وگړي يې پر خپلو پښو ولاړ او د خپل انساني فطرت له غوښتنې سره سم د اسلامي نظام تر سيوري لاندې امن اوله خوښۍ ډك-د درنښت ژوند ولري او په هيڅ پلمه-هيڅ بيه-كه په درنښت هم وي، خو بهرنيو هېوادونو ته د تلو اړتيا ونه لري-نه اړ شي-نه يې له خپل كور، امن او سمسور هېواده وتلو ته زړه وشي؛ زموږ په قربانيو او هيلو كې نغښتي و، خو تر هغه مو په مستقيم ډول ورته لاس نه جوړېده چې وسلوال، فرهنگي+تبليغاتي او سياسي جهاد مو برياليتوب ته رسېدلی نه وي، نو نه مو هېواد پر ځان بسيا كولی شو، نه مو د چا دلته خوندي ژوند او روزگار تضمينولی شو، نه مو له بهرنيو هېوادونو راگرځولی شو، نه مو تللي را ستنولی او له هلته بند خونو را خلاصولی شو او…
اوس نو اسلامي امارت د تېر جهاد د قربانيو او هيلو په توگه دهمدغو پاتې ارمانونو او نېكمرغيو لپاره لاس په كار دی او پكې د خپل ځانګړي سبك له پر مختگونو يې يواځي د نوي واك يو نيم كال د هېواد او نظام اړوند پرمختگونو برخه هم د اشغال د مستعمره په توگه د تېر افغانستان په پرتله لوړه او بې مخېنې وه، خو يوه د اندېښنې وړ ستونزه نورو هېوادونو ته د وگړو تلل، كډوالي او د كدرونو تېښتې دي. كه څه هم د دې لاملونه پردۍ لاسوهنې او د استخباراتي كړيو وخت په وخت وضعيتونو ته پاملرنې او پارونې دي چې پر ټول توان يې د اسلامي امارت د مخنيوي هڅې لا ډېر كار ته اړتيا لري، خو ځينې نادودې چې اشغال پر خپل مهال پنځولې، دود شوې او اوس يې نور له بهر سره تړاو هم له منځه تللی؛ د زاړه او اوس ناچله پنځونې په توگه(اشغال)په نه شتون كې له لږ هلو ځلو سره هم له منځه تللی شي. له دغو نادودو بيا ولور د افغاني ټولنې د ډېرو او تقريباً ټولو انفرادي او ټولنيزو ناخوالو ترشا يو ستر او گواښوونكی محرك او پاروونكی لامل دی چې د شرعي نكاح په لاره كې د يو جدي او ستر خنډ په ډول ټولنه كې په خورا مهارت ځای پر ځای او پر نادرو نومونو، پلمو او اصطلاحاتو پټ هم ساتل شوی، آن پكې له خېښۍ او دوستۍ وروسته پر بدۍ د هغې اړولو ځينې نورې نادرې نادودې هم ورسره په تړاو پنځول شوې چې په پلمه يې د كوژدنې لومړنۍ خبره د لوړ ولور او داسې شرطونو او قمار شي چې د نكاح شرعي حيثيت او ټول مصلحتونه زيانمن او تر پوښتنې لاندې كړي. هو ! ولور د شرعي نكاح په لاره كې ځای پر ځای شوی او پټ خنډ او گواښ و او دی، خو عام فكر او احساس چې د فكري او تبليغاتي جگړې له لارو رامنځته كېږي؛ ترې فرسخونه لري د نور څه پر بنسټ جوړ شوی او هغه لكه چې ټولو ته معلوم دی د انفرادي او ټولنيزې مستحكمې ارادې او عقيدې، لوړ ايمانونه او همتونه او پر بنسټ يې ولاړ د ژوند لوری چپه كوي او بدلوي چې اوس له پورتني حيثيت سره د ولور پنځول شوي عام فكر او احساس د همدې فرسخونو په كچه د هر ډول بدمرغيو گڼې هغه را ولاړې كړې دي.
دغه عام فكر او احساس بيا له ديني طبقې او مجاهدينو چې زموږ په ټولنه كې له مادي پلوه له ټولو بېوزله او خواره طبقه ده؛ سره د نكاح نه كولو يا پرې له نورو د لوړ ولور منلو ور پيل كړل شوی، ترڅو په لومړي گام كې پرې همدوی په نښه او له دين-ديني طبقې-مجاهد سره د رشتې مخه ونيوله شي، خلك ترې لرې کړای شي، په اسانۍ او كمه بيه د رشتې پيدا كولو په فكر له جهاد-ديني زدكړو او ديندارۍ لاس لنډ كړل شي، نوي نسل او ښځينه قشر كې د ديني پوهې او روحيې پنځېدلو لړۍ ودروله شي، ښځينه قشر خدای ج ور كړی خپل هويت-حيثيت-د همدې ولور په گډون خپل هيڅ حق په سمه مانا ونه پېژندلی شي-ويې نه غوښتلی شي-ترلاسه يې نكړلی شي، زموږ ټولنه له مذهبي پلوه او د هغې مذهبي هويت پېكه يا هم يو مخ له منځه يوړل شي، د مجاهد او ديني طبقې انځور دلته په افغاني دود له ټولو بد او سپك وښودل شي چې بيا ترې په هره اسلام ضد حربه كې گټه پورته او ملي بڼه هم وركړله شي او داسې نور. ترڅنگ يې روزگار او كارموندنې له منځه وړې، مالي سرچينې وچې كړای شوې او دا دواړه په پرديو او د هغو په مرستو پوري تړل شوي وو، ترڅو همدغه شرعي مهر په سيستماتيك ډول د ټولنې د هغو ټولو بدمرغيو لامل شي او هم شو چې نن ور سره مخ او لاس اوگرېبان ده. خو د ناوړه اړيكو او لارو-توكو يې بيا د بشپړ پراخ او ارزان بازار په رامنځته كولو تر ډېره كور په كور اختلاط عام كړ، د كور مېرمنو-نارينو او خپلو مېرمنو-نارينو په نوم له كورونو او خپلويو د غير محرم ټكی ووت او د هغو خپلوانو چې ورسره د شرعي نكاح د ناروا والي له وجې ناسته-ولاړه-سفر ورسره روا دي؛ له هغو نورو سره چې ورسره د شرعي نكاح د روا والي له وجې ناسته-ولاړه-سفر ورسره روا نه دي؛ توپير له منځه لاړ، حال دا چې شريعت مسلمانې مېرمنې ته له هغې مېرمنې هم د پردې سپارښتنه كوي چې ناوړه كړنو كې ككړه وي.
اوس كه په هېوادکې دننه يا د نړۍ په هر گوټ كې زموږ كومه نادوده، د پرمختگ خنډ او بايلنې پوښتې، نو زياتره په يو نه يو ډول او د ژورتيا له پلوه بېلابېلو ريښو له لارې د همدې ولور، پرې رامنځته شوي د نكاح تړون او اړوندو شرطونو ناوړه پايله وي، پر دې سربېره ټول هغه شرعي حدود، واجبات او ښېگڼې چې د نكاح تړون سره تړلي؛ همدې ولور له منځه وړي، آن له مور او پلار سره د اولاد واټن پر همدې ولور دی، كه ولور نه وای؛ ښځينه اولاد تر ډېره هماغه د جاهليت د وخت په سترگه كتل كېږي او سره له دې چې تر همدې نكاح د ښځينه پالنه د هغې جلا حق او د نكاح شرعي مهر چې نوموړې يې په خپله خوښه ازادانه وټاكي؛ جلا حق دی او په ښكاره عام فكر او رواج هم پر همدې ولاړ دي، خو ولور يې سرپرست په دې پلمه ځان ته حلال-خپل حق-د لاس گټه گڼي چې را لويه كړې او پالنه مې دې كړې، مانا دا چې هغه حق مې در كړ، اوس دې دغه حق د هغه په بدل كې زما شو او ښځينه اولاد سره د ځينو پلرونو برخورد هم دغه ښيي چې كه ولور پرې نه ور جوړېده، د پالنې حق يې هم نه ور كاوه او طبيعي پر كومه بلا يې وهل. بيا پر هسې د شرعي نكاح او مهر په نوم ښودلو سره هم د دغه پير او پلور حقيقت نشي بدلېدلی او پكې له ترلاسه كړيو پيسو هم د شرعي او د مېرمنې د غوښتي مهر په اندازه پيسې مېرمنې ته نه ور كولې كېږي چې بيا له واده وروسته مېرمنې د هيڅ اړتيا پوره كولو توان نلري او بېرته همدې سرپرستانو او خاوندانو ته اړې وي، همدا راز د شرعي نكاح رامنځته كېدو او تلپاتې ممکنې زنا د مخنيوي لپاره خاوند اړ دی له مېرمنې سره دوهم تړون وكړي، د سر پرست پر اخيستي ولور چې اوس ضائع او پر ناحقه ترې اخيستل شوی؛ شرعي مهر ور زيات كړي او هغې ته يې وركړي او داسې ډېر نور، په دې ډول يوې اوږدې او له كړاوه او پرلپسې بايلنو ډكې افسانې او افسانوي لړۍ ته سړی ننوزي او هيڅ د وتلو لاره او گودر نه وي.
اوس چې له نېکه مرغه د اسلامي امارت مشرتابه د ديني عالمانو شوراگانې را منځته كړې او هغه هم د ولس تر منځ د ژور او پراخ نفوذ څښتن عالمان او د ولور د افسانوي اخطافگرۍ او شوكې په څېر دنورو گڼو هغو ستونزو د هوارۍ لپاره چې نظام ته هم پكې د دې عالمانو رول مهم دی، ولس يې هم هيلې له نظامه په همدې عالمانو پوې كلكې غوټه كړې او له شرعي اړخه هم د دوی رسالت جوړېږي چې ورته پر پام يې د اسلامي امارت مشرتابه همدوی ته د هوارۍ مسئوليت او دنده سپارلې، نو همدا د عالمانو شوراگانې او ورته دوه لوريزې هيلې دي چې د همدې ډول ستونزو له لارې د نظام او ولس روحيې او ولولې سره نږدې او يو-بل ته ور وپېژني، ترڅو اړوند موقفونه په سمه مانا درك شي او د ستونزو د هوارۍ په هر څومره لږ ممكن وخت كې شاهد واوسي.