
د جمهوريت او اسلامي امارت بهرنی سياست؛ پرتلنه او وړانديزونه
اندېښمن ځاځی
ډېر کله د نړيوالو اړيکو او نړيوال سياست اصطلاح په يوه معنا کارول کېږي، خو په اصل کې نړيوالې اړيکې او نړيوال سياست توپېر لري. د حکومتونو، حزبونو، سازمانونو او حتی د بېلابېلو هېوادونو د افرادو ترمنځ اړيکو ته نړيوالې اړيکې ويلی شو ،خو بهرني سياست بيا يوازې د حکومتونو ترمنځ د اړيکو د تنظيم په موخه جوړ شوی چوکاټ يا ديپلوماسۍ ته اشاره کوي. يا دا چې بهرني سياست له يوې داسې ستراتيژۍ څخه عبارت دی چې د حکومت په کچه د مسئولو کسانو له لوري د ملي ګټو په چوکاټ کې د ټاکلو موخو د تر لاسه کولو لپاره جوړېږي.د يو هېواد بهرني سياست د ملي ګټو پر بنسټ جوړېږي او ټوليز هدف يې هم د ملي ګټو ساتنه وي. که څه هم ملي ګټې بيا د بېلابېلو هېوادونو تر منځ توپير لري او وخت ناوخت بدلون هم مومي؛ خوپه ټوليز ډول د بهرني سياست بنسټيزې موخې له ديپلوماتيکو لاروچارو د خپلواکۍ، ملي حاکميت،ځمکنۍ بشپړتيا، امنيت، په نورو هېوادونو کې د خپلو اتباعو له حقونو دفاع او خونديتوب، په نړيواله کچه دهېواد ښه نوم ساتل او د داسې نورو ملي ګټو ساتنه ده . يعنې بهرني سياست هغه وسيله ده، چې پر بنسټ يې دغه موخې لاسته راځي.
په اصل کې حکومتونو ته په پکار ده، چې له خپلو ولسونو سره نږدې اړيکې ولري، ځکه د ولسونو ملاتړ او رضايت کولای شي حکومتونو او دولتونو ته بقاء او پاېښت ورکړي ، خو د ولس او حکومت ترمنځ واټن د حکومت او دولت د دواړو د له منځه تلو لامل هم کېدای شي. له دې کبله له دويمې نړيوالي جګړې را وروسته د سياسي علومو ډېر پوهان په دې باور دي، چې بهرني سياست د ملي ګټو د ساتنې يوازينۍ مناسبه لاره ده، نو ځکه په اوسنۍ نړۍ کې حکومتونه د خپلو ملي ګټو د ساتلو لپاره د خپلو ملي ارزښتونو او عقايدو په چوکاټ کې بهرني سياستونه جوړوي.
افغانستان هم د همدې نړۍ يوه برخه ده ،چې بېلابېل حکومتونه يې تجربه کړي، د ډېرو حکومتونو پرځېدل يې ليدلي دي. په دغې موده کې يې بېلا بېل بهرني سياستونه درلودلي او له نړۍ سره يې د همغو سياستونو پر بنسټ راکړه ورکړه کړې ده . د نظامونو په بدليدو سره وخت نا وخت دا سياستونه بدل شوي هم دي.
په دغه ليکنه کې په تېرو شلو کلونو کې د جمهوريت بهرني سياست او د اوسني حاکم نظام بهرني سياست پرتله کوو، همداراز پرتله د اشخاصو نه ، بلکې د نظامونو ده.
د جمهوريت او اسلامي امارت بهرني سياستونه : په ملي او نړيواله کچه د هېوادونو په ثبات کې د بهرني سياست اساسي رول ته په کتلو د هر هېواد بهرني سياست خورا زيات ارزښت لري. لکه څنګه چې مو وړاندې وويل افغانستان هم د همدې خاورينې نړۍ يوه برخه ده، له وروستي بنسټيز تحول نه وروسته اوس په داسې يوه مرحله کې دی، چې بايد د خپلو ديني، ملي او کلتوري ارزښتونو په چوکاټ کې بهرني سياست ولري او د همدغه سياست په رڼا کې له نړۍ سره خپلې اړيکې او راکړه ورکړه تنظيم کړي .
له دې وړاندې چې پر افغانستان کوم نظام حاکم و، نو د بهرني سياست لپاره يې يو چوکاټ جوړ کړی و، که څه هم په ياده برخه کې ډېرې ستونزې او نيمګړتياوې وې ، خو د دې سره سره د بهرنيو چارو وزارت د افغانستان د بهرني سياست لپاره لاندې درې مهم ټکي د اصولو په توګه ټاکلي و و او دا د بهرني سياست د جوړولو معيارونه و ګڼل شول:
• ملي ګټې.
• ملي اهداف.
• ملي ارزښتونه او ملي عنعنات.
همداراز د هغه مهال د اساسي قانون په اتمه ماده کې هم د افغانستان د بهرني سياست په اړه يوه ماده ځانګړې شوه ،چې د پورتنيو درلوو عمده ټکو په باب پکې يادونه وشوې وه.
په قانون کې ويل شوې وو ،چې ((دولت د هېواد خارجي سياست د خپلواکۍ، ملي ګټو، ځمکنۍ بشپړتيا په ساتلو، مداخله نه کولو، ښه ګاونډيتوب، دوه اړخيز درناوی او د حقوقو د برابرۍ پر بنسټ تنظيموي))
بله خوا د افغانستان اسلامي امارت چې د ۲۰۲۱م. کال د اګست پر ۲۱مه نېټه واک ته ورسېد، که څه هم تر اوسه يې د بهرني سياست په برخه کې کوم ليکلي سند مخې ته نه دی راغلی ،خو بيا يې هم له عملي کړنو د بهرني سياست ځينې اصول څرګندېدای شي، چې د همدغو عملي کړنو په رڼا کې به د تيرې شل کلنې دورې او د اسلامي امارت د يو نيم کلن بهرني سياست جاج واخلو.
جمهوريت او ناخپلواک بهرنی سياست : د جمهوريت بهرني سياست يو ناخپلواک بهرنی سياست و او دغه سياست مستقيماً د امريکا تر اغېزې لاندې جوړېده . لامل يې هم دا و ،چې د افغانستان د ملي بوديجې ډېره برخه د امريکا پر مرستو ولاړه وه. له همدې امله کله به چې د جمهوريت او امريکا ترمنځ د بهرني سياست پر سر ټکر راتلو، نو امريکا به د مرستو د بندولو د ګواښ له لارې د خپلې خوښې بهرني سياست پر جمهوريت منلو . دلته کولای شو څو بېلګې يې وړاندې کړو: له يو هېواد سره د امنيتي او سياسي تړونونو لاسليک کول د هغه هېواد په بهرني سياست پورې تړاو لري، چې لاسليک يې کړي او کنه ؟ خو کله چې د حامد کرزي د واکمنۍ په وروستيو شپو ورځو کې له امريکا سره د امنيتي تړون د لاسليک پر سر د حامد کرزي د حکومت او امريکا تر منځ اړيکې خرابې شوې، امريکا پر افغانستان د مرستو د بندولو ګواښونه پيل کړل، کله چې د هغه د واک دورې په پای ته رسېدو سره اشرف غني واک ته ورسېد بيا هم د امريکا له خوا د مرستو په بندولو وګواښل شو ، نو نوموړي هم پرته له دې چی د افغانستان ملي ګټې په نظر کې ونيسي له امريکا سره امنيتي تړون لاسليک کړ. په يو بل مثال کې: د جمهوريت په دوره کې زرګونه کيلومتره لرې له امريکا او اروپا څخه شرکتونه راتلل او په افغانستان کې يې پانګونه کوله، خو په ګاونډ کې چينايي او روسي شرکتونو ته دا فرصت نه ورکول کېده. له ايران سره هم د امريکا په خوښه اړيکې جوړيدې، نو له دې کبله ويلای شو ،چې د جمهوريت د دورې بهرني سياست خپلواک سياست نه و.
د افغانستان د اسلامي امارت خپلواک بهرنی سياست: په نړۍ کې د کمزورو هېوادونو بهرني سياست هېڅکله خپلواک کېدای نشي او لامل يې دا دی چې کمزوري هېوادونه له يوې خوا اقتصادي مرستو ته اړتيا لري او له بلې خوا د ځان ساتنې په موخه تر ډېره د لويو قدرتونو غوښتنې مني، خو د اسلامي امارت د بهرني سياست په تړاو ويلی شو ،چې له شته ټولو ستونزو سره سره بيا هم خپلواک بهرني سياست لري . په ښکاره يې ويلي ،چې د نړۍ له ټولو هېوادونو سره ښې اړيکې غواړي، د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي، هند خپل سفارت پرانيستي او تخنيکي ټيم يې په خبرو بوخت دي، له روسيې او چين سره يې اړيکې ښې دي تر دې چې پورته ياد هېوادونه په نړيوال سټېج ترې دفاع کوي، او له امريکا سره هم په قطر کې وخت ناوخت د خبرو او مذاکراتو مېز ته کينې. دا ټولې هغه بېلګې دي چې د بهرني سياست خپلواکي څرګندوي.
د جمهوريت د دورې ائتلافی او اتحادي بهرني سياست : د تېري ادارې بهرني سياست بې طرفه نه و، بلکې په نړيواله کچه د امريکا او د سيمې په کچه د هند پر ملاتړ ولاړ بهرني سياست و، که په بل ډول و وايو د جمهوريت د وخت بهرني سياست له يو اړخه پوځي او له بل اړخه سياسي اتحاد او ائتلاف هم بللي شو. دا اتحاد په رسمي ډول امريکا هم تائيد او ثبت کړی و او افغانستان يې د غير ناټو هېوادونو په جمله کې د امريکا په متحدينو کې حساب کړی و. د دې ډول بهرني سياست زيان دا و، چې افغانستان له يوې خوا د خپلو ګاونډيانو ، لکه: ايران، چين او پاکستان لپاره تشويشونه پيدا کړي و او له بلې خوا يې په سيمه کې د روسيې لپاره لوي تشويش را منځته کړي و. ددغو اندېښنو د اوارولو لپاره وخت ناوخت يادو هېوادونو داسې کړنې هم تر سره کولې ،چې د افغانستان په زيان به تماميدې .
د اسلامي امارت بې طرفه بهرني سياست: که له يوې خوا د جمهوريت د دورې بهرني سياست بې طرفه نه بلکې يو ائتلافي بهرني سياست و بلې ،خوا ته د اسلامي امارت بهرني سياست بيا بې طرفه بهرني سياست دی. د افغانستان د بهرنيو چارو سرپرست وزير امير خان متقي د اسلامي امارت بهرني سياست په لاندې څو ټکو کې داسې بيان کړي دي: (( د افغانستان اسلامي امارت بهرني سياست مثبت، بې طرفه، متوازن او اقتصاد محوره دي.))
بې طرفه بهرني سياست هغه سياست ته ويل کېږي چې يو هېواد د سيمې او نړۍ د لويو قدرتونو په خپل منځي ناندريو او شخړو کې ځان ښکېل نه کړي. يا د شخړې د کوم اړخ پلوي ونکړي، د ناټو په شان د کوم پوځي ائتلاف برخه نشي او له ټولې نړۍ سره د خپلو ملي ګټو په چوکاټ کې اړيکې ټينګې کړي . اسلامي امارت که له يوې خوا په رسمي ډول بې طرفه بهرني سياست اعلان کړي له بلې خوا د سيمې او نړۍ د کوم قدرت يا ائتلاف ملاتړي يا برخه هم نه دي. اوس مهال امريکا هم د افغانستان نوم د غير ناټو متحدينو له نوملړ څخه ايستلي دي.بايد ووايو چې د بهرني سياست د ډيرو کارپوهانو او متخصصينو په باور دافغانستان لپاره بې طرفه بهرني سياست له ټولو ګټور بهرني سياست دي.
د جمهوريت بهرني سياست امنيت محوره وو: د جمهوريت د دورې بهرني سياست امنيت محوره سياست وو. دغه سياست دوه عمده لاملونه درلودل ،چې يو لامل يې سيمې ته د امريکا راتلل او بل يې په کور د ننه د حکومت پر وړاندې وسلوال جهاد وو.
د پورتنيو لاملونو له امله د هغه وخت حکومت اړ وو ،چې د امنيت پر بنسټ خپل بهرني سياست تنظيم کړي ،څو د وسلوالې جګړې لپاره د سيمې او نړۍ د هيوادونو ملاتړ تر لاسه کړي.
د اسلامي امارت بهرني سياست اقتصاد محوره دی .
د اسلامي امارت د بهرني سياست بله ځانګړنه او اصل دا دی، چې اقتصاد محوره دی او لامل يې پر افغانستان د امريکا د هغو مرستو بنديدل دي ،چې د جمهوريت په دوره کې يې د متحد په نامه ورکولې، اوس مهال افغانستان اړ دی، چې يا خو له داخلي عوايدو خپله بوديجه تنظيم کړي او يا هم له ټولې نړۍ سره د ښو اقتصادي اړيکو په درلودو خپله بوديجه تنظيم او خپل اقتصاد په پښو ودروي. ددې تر څنګ يو بل دليل دا هم دی، چې واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته په هېواد کې امنيت ټينګ شوی او تر دې وروسته امنيت محوره بهرني سياست ته اړتيا نشته. که څه هم افغانستان اړ دی، چې د داعش په شان ورانکارو ډلو د ځپلو لپاره د سيمې او نړۍ ملاتړ له ځان سره ولري، خو يادې ډلې دومره لوی ګواښ نه دی ،چې له امله يې بايد بهرني سياست امنيت محوره شي.
د بهرني سياست د برخې د پوهانو او متخصصينو په باور، اقتصاد محوره بهرني سياست د افغانستان په ګټه دی او تر ټولو لويه ګټه يې دا ده ،چې افغانستان به د سيمه ييز اتصال په څلور لارې بدل کړي .په تير کې د امينت محوره بهرني سياست له امله افغانستان د سيمه ييز اتصال په برخه کې ګڼې ستونزې درلودې، لکه روسيه، چين او ايران چې د افغانستان لپاره مهم سيمه ييز هېوادونه ګڼل کېږي د افغانستان د امنيت محوره بهرني سياست له امله يې نه غوښتل يا هم د امريکا له خوا نه پرېښودل کېدل ،چې د دوه اړخيزو ګټو پر بنسټ له افغانستان سره سيمه ييز اقتصادي اتصال را منځته کړي، خو اوس چې امريکا په افغانستان کې حضور نه لري او اسلامي امارت هم په ښکاره خپل بهرني سياست اقتصاد محوره اعلان کړی ، نو د افغانستان لپاره يې لوی او ګټور فرضت بللی شو ،څو د سيمې او نړۍ له هېوادونو سره وصل شي. دا هم بايد ووايو ،چې په ډېره کمه موده کې د افغانستان اسلامي امارت د اقتصاد محوره بهرني سياست پر مټ ډېرې لاسته رواړنې درلودې ،خو دلته به يې د ليکنې نه اوږديدو له امله يوازې ځينې لاسته راوړنې په ګوته کړو، چې په لاندې ډول دي:
• چين په افغانستان کې پانګونې ته ليوالتيا پيدا کړې.
• له ايران سره سوداګريزې اړيکې پراخې شوې دي.
• روسيې د افغانستان پر صادراتو تعرفه ختمه کړې او لا هم د ښو سوداګريزو اړيکو غوښتنه لري .
• هند خپل سفارت پرانيستی .
• پاکستان هم له اسلامي امارت سره په اقتصادي اړيکو کار کوي.
• د منځنۍ آسيا هېوادونو له افغانستان سره پر ګډو لويو اقتصادي پروژو کار پيل کړی.
دا ټول هغه سيمه ييز اتصال دی، چې اسلامي امارت د اقتصاد محوره بهرني سياست په مرسته جوړ شوي او داسې ښکاري، چې په راتلونکو کلونو کې به نور هم وغوړيږي.
د جمهوريت نامتوازن بهرني سياست: د جمهوريت د دورې بهرني سياست متوازن بهرني سياست نه وو ، چې دا په خپله د بهرني سياست په برخه کې لويه ستونزه وه. د يادولو وړ ده، چې د جمهوريت په وخت کې که له يوې خوا د سيمې او نړۍ له هېوادونو سره په اړيکو کې توازن ونه ساتلي شو له بلې خوا د ځينو هېوادونو تر منځ د دوی په شخړو کې پلوي او ملاتړ هم وشو .
دمثال په ډول :
• د سعودي عربستان او يمن په مسئله کې يې له سعودي ملاتړ وکړ ،چې له امله يې ايران خفه شو.
• د ارمنستان او آذربايجان په شخړه کې يې د آذربايجان پلوي وکړه .
• د هند او پاکستان ترمنځ يې هندوستان انتخاب کړ .
• له امريکا او روسيې يې امريکا خوښه کړه.
که څه هم د افغانستان او امريکا په اړيکو کې هم ستونزې راغلي، چې له امله يې د وخت حکومت د امريکا سره د خرابو اړيکو له امله د روسيې پلوي هم وکړه ، لکه په ۲۰۱۴ م کال کې چې د وخت ولسمشر حامد کرزي له امريکا سره د اختلافونو له امله له روسيې سره د کريما د يو ځای کېدو ملاتړ وکړ، خو په اصل کې افغانستان د دوغو دوو هېوادونو تر منځ تل د امريکا تر ځنګ پاتې شو ، چې په ټول کې دا ډول نا متوازن بهرني سياست د افغانستان په شان يوه هېواد ته ګټور نه بلکې تاواني بهرني سياست وو .
د اسلامي امارت متوازن بهرني سياست: که له يوې خوا جمهوريت په تېرو شلو کلونو کې په دې ونه توانېد، چې خپل بهرني سياست متوازن وساتي، بلخوا که په تير يو نيم کال کې د اسلامي امارت په بهرني سياست کې توازن ته وکتل شي، نو په شکاره ويلي شو، چې اسلامي امارت تر دې دمه ددغه توازن په ساتلو کې بريالي پاتې شوی دی. يانې د افغانستان اسلامي امارت تر دې دمه د نړۍ له ډېرو هېوادونو سره متوازنې او يو شان اړيکې ساتلې دي، همداراز يې د نړۍ د هېڅ هېواد په خپل منځي شخړه او اختلاف کې د کوم لورې پلوي نه ده کړې.
د مثال په ډول : په جمهوري نظام کې افغانستان ونشو کړای چې د هند او پاکستان ترمنځ په بهرني سياست کې توازن وساتي، خو اوس مهال سره له دې چې هند په افغانستان کې د اسلامي امارت له بيا واکمنېدو اندېښنې درلودې، خو بيا يې هم په کابل کې خپل سفارت بېر ته پرانيست او خپل تخنيکي ټيم يې کابل ته ولېږه. له دې مالوميږي ،چې د افغانستان اسلامي امارت متوازن بهرني سياست ته ژمن دی. بايد ووايو چې دا ډول متوازن بهرني سياست ددې لامل کېږي ،چې له يوې خوا افغانستان د اقتصادي ودې او پرمختګ په لاره روان کړي او له بلې خوا يې له نيابتي جګړو وساتي.
پايله او پرتلنه : د دغې ليکنې په ورستۍ برخه کې د جمهوريت د تېرې شل کلنې او د اسلامي امارت د يونيم کلنې دورې د پرتلې په توګه ويلي شو، چې د جمهوريت او اسلامي امارت په بهرنيو سياستونو کې لاندې توپيرونه موجود وو:
• د جمهوريت بهرني سياست بې طرفه نه و، بلکې پر ائتلافونو ولاړ بهرني سياست وو، خو د د اسلامي امارت بهرني سياست بې طرفه دی او د لويو قدرتونو ترمنځ له کوم قدرت سره تړلي نه دي.
• د جمهوريت بهرني سياست ناخپلواک و، خو د جمهوريت په پرتله د امارت بهرني سياست خپلواک دي.
• د جمهوريت بهرني سياست امنيت محوره و، خو د اسلامي امارت بهرني سياست اقتصاد محوره دی.
• د جمهوريت بهرني سياست غير متوازنه او پر ائتلافونو ولاړ وو ، خو د اسلامي امارت بهرني سياست بيا متوازن بهرني سياست دی او له ټولې نړۍ سره د اسلامي او افغانۍ ارزښتونو په چوکاټ کې د خپلو ملي کټو پر بنسټ ښې اړيکې غواړي.
• د دې ټولو ستونزو تر څنګ جمهوريت بيا هم له ټولې نړۍ سره اړيکې درلودې ،خو اسلامي امارت چې د جمهوريت په پرتله په قوانينو برابر بهرني سياست لري بيا هم د کوم هېواد له خوا په رسيمت نه دی پيژندل شوی، چې دا په خپله د نړۍ د دوه مخې توب يو ښکاره بيلګه ده. د يادونې وړده چې اسلامي امارت په دې برخه کې په ټول توان هڅه کړې او ددغو هڅو پايله دا ده، چې اسلامي امارت له ډېرو هېوادونو سره تعامل او غير رسمي اړيکې پيداکړې دي.
وړانديزونه :
۱- اسلامي امارت بايد تر هر څه وړاندې د اسلامي نظام رسميت پېژندنې ته ډېر ارزښت ورکړي او بايد د بهرني سياست تر ټولو مهم لومړيتوب يې وبولي . که افغانستان په رسميت ونه پېژندل شي، ورځ تر بلې به ستونزې زياتې شي ،ځکه چې د رسميت پېژندنې او بهرني سياست قضيه د هېواد له داخلې وضعيت او مسائلو سره کلکه اړيکه لري.
۲- د افغانستان اوسنيو شرايطو ته په کتو بې طرفه بهرني سياست د افغانستان د ستونزو حل لپاره تر ټول غوره لار ده ، نو اسلامي امارت ته پکار ده، چې په هېڅ ډول په بهرني سياست کې خپله بې طرفي نقض نه کړي.
۳- افغانستان تل د نامتوازن بهرني سياست له امله د نيابتي جګړو ډګر ګرځېدلی دی، ځکه نو له اسلامي امارت تمه ده، چې په بهرني سياست کې د روسيې او امريکا، چين او امريکا، ايران او امريکا، هند او پاکستان، هند او چين او نورو قدرتونو ترمنځ توازن وساتي.
۴- افغانستان دا مهال له اقتصادي اړخه ستونزمن مزل طي کوي، له دې کبله اقتصاد محوره بهرني سياست د هېواد په ګټه دی او په واقعي ډول بايد دوام ورکړل شي . د چابهار بندر، ټاپي، کاسا ۱۰۰۰ ،ټاپ -۵۰۰ ،د پنځو ملتونو د ريل پټلۍ او نورو اقتصادي پروژو د بشپړولو لپاره دې کوټلي ګامونه پورته شي.
۵- له نړۍ سره ښې اړيکې به د نظام په پياوړتيا کې ډېره مرسته وکړي، نو اسلامي امارت ته هم پکار ده چې له نړۍ او په ځانګړي ډول د امريکا او د هغه له ملاتړو هېوادونو سره هم د اسلامي او افغاني کلتور د ارزښتونو سره سمې ښې اړيکې ولري.
۶- په بهرنيو سياستونو کې د نړيوالو عرفونو رعايت يوه اصل دی، نو له دې کبله اسلامي امارت ته په کار ده چې ځينې هغه نړيوال عرفونه چې له اسلامي ، دينې او د افغانستان له کلتوري ارزښتونو سره په ټکر کې نه وي رعايت کړي، ځکه ښايې رعايت يې هېواد ته په ګټه و اوسي؛ او بله دا چې د فقهي قاعدې له مخې په کار ده اخف الضررين ته ترجيح ورکړله شي. پای