مقالی اوتبصرې

د جلغوزيو د صادراتو له لارې اقتصادي پرمختګ راتلای شي

نوري
د جلغوزيو په صادراتو کې لوړوالی د دې حقيقت څرګندويي کوي،چې دغه وچه مېوه په نړيوالو بازارونو کې ښه پلورل کېږي.څرنګه،چې له طبي پلوه د دغې مېوې ګټه او کيفيت لوړاو خوند يې هم ښه دی،نو په کورنيو او نړيوالو بازارونوکې ډېر پېرونکي او علاقمندان لري.د اسلامي امارت په منځته راتلو سره څو مياشتې د جلغوزيو په صادراتو کې ځنډ پېښ شوی و،خو وروسته له څومياشتو لومړنی ځل د چين هيواد ته د هوايي دهليز له لارې صادر شول .اوس د هرې مياشتې په تېرېدو سره د جلغوزيو د صادراتو کچه لوړېږي او ورسره زموږ جلغوزيو د سوداګرو پاملرنه ځان ته وراړولې ده.د صنعت او سوداګرۍ وزارت ويلي،چې «د تېرو ۹ مياشتو په موده کې له ۵ زرو ټنو ډېر جلغوزي ،چې ارزښت يې ۵۳ ميليونو ډالرو ته رسېده چين،پاکستان،سعودي عربستان،متحده عربي اماراتو،هند،ايتاليا،امريکا،کاناډا،بريتانيې،استراليا،ترکيې،سويډن،اوکراين او بلژيک هيوادونو ته صادر شوي دي.د جلغوزيو ډېر صادرات د چين هيواد ته شوي،چې دوه زره او دوه سووټنو ته يې اندازه رسېده.» سر بېره پر دې سوداګرو ويلي دي،چې د کال تر پايه به د جلغوزيو د صادراتو اندازه يوولسو زرو ټنو ته ورسېږي.د افغانستان جلغوزي په نړۍ کې لومړۍ درجه تثبيت شوي،چې د وخت په تېرېدو سره به د جلغوزيو د بڼوالو او شرکتونو حاصلات لوړ شي.زموږ د هيواد مځکه د بېلابېلو وچو او تازه مېوو د روزلو استعداد لري.ډېرو بڼوالو او کروندګرو پر جلغوزيو سربېره نورو بوټو لکه د زعفرانو کرکيلې ته مخه کړې او له دې لارې يې ښه عوايد ترلاسه کړي دي،چې بېلګه يې په هرات کې کروند ګرحاجي بابا دی.حاجي بابا يو ساده کروند ګر و،خو کله،چې د زعفرانو په ارزښت پوه شو د دغه بوټي کرکيلې ته يې مخه کړه ،له دې لارې يې ډېر عوايد تر لاسه کړل ،کرنيزې ځمکې او شرکتونه يې واخيستل او په سلهاوو کسان يې د زعفرانو په کرکيله او پروسس کې پر کار وګومارل.دغو کسانو د زعفرانو د کرکيلې او پروسس له لارې د خپلو کورنيو اړتياوې او لګښتونه برابر کړل.په دې ټول پوهېږي،چې زموږ هيوادوالو کابو څلورنيمې لسيزې جګړې او ناخوالې زغملي دي او همدا اوس هم د جګړو د کلونو ټپونه ليدل کېږي.د کرنې د ودې او د مېوو د صادراتو له لارې موږ کولی شو د خپلو خلکو او هيواد اقتصاد غښتلی کړو او په دې کار سره به بهرته له احتياج څخه خلاص شو.د اسلامي امارت هڅې د پانګوالو او سوداګرو د امنيت د خوندي کولو لپاره هم د ستايلو وړ
دي.څومره،چې د دغو کسانو د پانګې او ځان د خوندي کولو لپاره هڅې زياتې شي په هماغې اندازه پانګونه وده کوي.که چېرې موږ د سوداګرو او پانګوالو په امنيت کې پاتې راشو سوداګر پانګونې ته زړونه، نه ښه کوي.داچې د نورو توکو ترڅنګ د جلغوزيو حاصلات مخ په لوړېدو دي دا ټول د کروندګرو،فابريکه لرونکو او صادروونکو د امنيت د خوندي کولو برکت دی.څه موده وړاندې له هرات څخه جرمني ته هم د جلغوزيو دوولس ټني جوپه د اسلام کلا له بندر څخه د اروپا په لور ولېږدول شوه،چې ارزښت يې ۵۰۰ زرو امريکايي ډالروته رسېده.د احصائيې له مخې هرکال له هرات څخه بهرته د ۲۵۰ ميليونو ډالرو په ارزښت صادرات تر سره کېږي.د هرات د صادراتو د اتحاديې مسئولينو ويلي:« په هرات کې د وچو او تازه مېوو،طبي نباتاتو،حيواني محصولاتو او همدارنګه د حبوباتود صادراتو ۱۲۰ شرکتونه فعاليت لري،چې په کې په سلهاوو کسان په کار بوخت دي.»يو هيواد،چې توليد او صادرات ونه لري هغه هېڅکله اقتصادي پرمختګ نه شي کولی.هغو هيوادونو چې اقتصادي پرمختګ کړی د خپلو توليداتو او صادراتو له لارې يې کړی دی.د نړۍ هيوادونه د توليداتو او صادراتو له لارې د يوه ملک پرمختګ او بډايتوب ارزوي.داچې زموږ غالۍ،زعفران او جلغوزي د کيفيت له پلوه لومړۍ درجه ثابت شوي دي دا زموږ د هيواد د کرنې او لاسي صنايعو دپرمختګ څرګندويی کوي،خو دا بسنه نه کوي. موږ بايد په نورو برخو کې هم د خپلو توليداتو او صادراتو اندازه لوړه کړو،چې وشو کولی خپل هيواد ته پرمختګ ورکړو.بهرنۍ مرستې نه يوازې داچې موږ له کار اوفعاليت څخه لرې پرېږدي زموږ خپلواکي او د خاورې بشپړتيا هم له خطر سره مخ کوی.د تېرو يوويشتو کلونو په اوږدو کې بهرنيو هيوادونو په سر کې امريکاله افغانستان سره د بيارغاونې او پرمختګ تر نامه لاندې په سلهاوو ميليارډه ډالره مرستې وکړې،خو د دغو مرستو کمې پيسې د افغانستان له پاره ولګول شوې او کابو اتيا سلنه يې بېرته بهرنيانو له ځانونو سره يووړې ،نو په بهرنيو مرستو تکيه کول د يوه ملت خپلواکي او د خاورې بشپړتيا له خطرسره مخ کولی شي.بايد خپلو توليداتو او صادراتو ته پراختيا ورکړو،چې نړيوال مو د کرنيزومحصولاتو او صنعتي توليداتو د وړاندې کولو له لارې وپېژني.په نړۍ کې همدا دود دی،چې کله د يوه هيواد قدرت ارزول کېږي د هغو توليداتو او صادراتو ته کتل کېږي. پخوا د يوه هيواد د طلا د اندازې له لارې د هغه هيواد اقتصاد او پرمختګ ارزول کېده،خو اوس د يوه هيواد د توليداتو او صادراتو له لارې پرمختګ او قدرت ارزول کېږي.د کرنې او لاسي صنايعو له پلوه زموږ جلغوزي،زعفران او همدارنګه غالۍ په نړۍ کې نوم لري،خو ستونزه دا ده،چې له دې لارې د عوايدو اندازه کمه ده بايد د دغو توکو توليدات لوړ کړای شي،چې ورسره زموږ د عوايدو اندازه هم لوړه شي.زموږ د سوداګرو،شرکت لرونکو ،کروندګرو او د لاسي صنايعو صنعتکارانو هلې ځلې د ستاينې وړ دي،چې ياد مواد په لوړ کيفيت او ښه پروسس نړيوالو بازارونو ته د پلور لپاره وړي او له دې لارې ښه عوايد له ځانونو سره راوړي،چې اقتصاد مو پرمختګ وکړي.تېره مياشت د افغانستان د اسلامي امارت او خصوصي سکتور په هلو ځلو د امام ابوحنيفه سوداګريز نندارتون په کابل کې پرانيستل شو،چې دا نندارتون د شلو کلونو په اوږدوکې بېلګه ييز و. په دغه نندارتون کې تر اوو سوو غرفې سوداګرو ته ځانګړې شوې وې،چې خپل توکي يې وړاندې کړي وو.په دغه نندارتون کې سربېره پر کورنيو سوداګرو بهرنيانو هم برخه اخيستې وه او زموږ کرنيز او صنعتي محصولات يې خوښ کړل.نندارتونونه هم د يوه هيواد د توليداتو او محصولاتو په پېژندلو او پرمختګ کې رول لري.دوه کاله وړاندې په نورستان کې هلې ځلې پيل شوې ،چې د جلغوزيو د توليداتو کچه لوړه کړای شي او همداسې په کاپيسا کې هم د جلغوزيو په توليداتو کې لوړوالی راغلی.هڅه کېږي،چې د هيواد نورو سيمو ته هم د جلغوزيو پروژې د ښې ګټې له امله وغځول شي.د کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت هم په دې برخه کې دنده لري،چې د صنعت او سوداګرۍ له وزارت سره همغږی شي.له دې لارې به موږ وتوانېږو،چې د خپلو خلکو په ژوند کې مثبت اقتصادي بدلون راولو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *