
د جدې۱۱مه د فرهنگ اتل د ياد څړيكه !!
محسن سعود
چا نه پېژاند ! بلكې ټولو پېژاند، دا خو ،نو د وخت د ملگرو ناځواني ده ،چې د اسلامي امارت په څېر نظام په دې وروستيو كې په رئيس كېدو، مشر كېدو او چارواكي كېدو سره يې د هغه له شخصيت او ځانگړنو اخيستی تأثر له لاسه ور كړ، د هغه پر پله لړزانده او كاواكه گامونه يې وښويېدل او ورسره يې هغه هم له مغزو ووت؛ داسي پوخ لكه چې دومره كلك ښويېدلی وي ته وا ماغزه يې شيندلي پراته او هېڅ ياد به پكې لا غوړ نه وي پاتې. هو ! مرحوم مولوي سيد محمد حقاني تقبله الله ما خپله له نږدې نه پېژاند، خو نوم مې يې اورېدلی او لكه چې په ځان كې د ژورې مانا، نبوغ، وړتيا او ظرفيتونو پر اغېز له وفات وروسته ډېر او ښه ياد او وځلول شو؛ پر ژوند يې هغه پر خپل شتون پر ځمكه تلونكي مجسم رښتوني واقعيتونه او حقيقتونه تر دې ښه ثابت كړي و، چې يو وخت زما هم ورته ډېره زياته تلوسه شوه كه د ليدو وياړ، د مينې او مسكا يو سترگك كاته، د اداري او ديپلوماتيك نبوغ يوه خاطره، د ځان انفرادي او د ټولنې ټولنيز مديريت يوه تجربه او توصيه او د يو غوره شخص جوړېدنې اخلاقي فارمول مې په برخه شي، ما يې د دا ډول ځينې مشتركاتو ،چې بايد لرلي مو وای؛ اورېدلي و، خو د انقلاب سيليو اخيستيو تلوسې هر وخت داسي نيمگړې پاتې شوې دي چې د اجل كومې ته پر لوېدو يې بيا پر ژوند د پوره كېدو چانس رانشي، نو په داسي حال كې كه يې له شخصيته څه وايم؛ طبيعي هم پكې كم او سطحي راځم او حق يې نشم ور پوره كولای، او كه يې له ترسره كړيو دندو، جهادي او فرهنگي خدمتونو، پكې نوښتونو او لاسته راوړنو څه وايم چې وخت يې هم دی، ترڅو كه څوك يې پر پله گام پورته كړي؛ نو دا هڅه، خو لا هملته شوې چې د ډېرو ياد و او ترې گوډ مات تقليد يې هم كاو او ښايي ځينې خيال پلو پرته له دې چې له پرون سره د نن پرتليز فرض او اټكل بنسټ ولري؛ يواځي د اړوندې رتبې اوسني كم-كيف-اهل گڼل شوي چارواكي ته پر پام د مرحوم مديريت او اداري خدمات هم داسې اټكل كړی لكه چې نن دي(خو د ياد بنسټ درلودو په صورت كې بېخي شونې نه ده)، ځينې هسې چټي له ځان سره وموسېږي ،چې ښه شوه د هغه مرحوم تشه ډكولای شي او ډكه كړې يې ده او د پايلې په توگه دا فكر د مرحوم پر وفات د تشې نه را منځته كېدو مرادف جوړېږي او مانا يا مخالف مفهوم به يې دا وي ،چې هغه مرحوم هم دغه نيمگړتياوې لرلې كومې چې اوس يې پر اصطلاح تشې ډكولو كې شته، چارې يې هم په همدې ډول پر مخ وړلې او ياهم لكه چې هغه زموږ لپاره نمونه و، كټ مټ پر همغه كچه موږ نورو ته نمونه يو او داسي نور…
خو داسي بالكل نه ده؛ مرحوم مولوي سيد محمد حقاني زموږ لپاره يو له ډېرو غوره أُسوه او نمونه اشخاصو و، په خپل شخصيت، كړو وړو او اغېزمن فعاليت كې دومره پوخ او منلی و، چې رښتياهم د سيالانو د غبطې وړ گرځېدلی و او له وفات وروسته يې نږدې، د ډېر وخت او نږدې شناخت ملگري ليدل كېدل، چې ځينې يې په تكلف سره د هغه خويونه په ځان كې را پيدا كړي، ځينې يې ترې منلی اغېز لا پسې پياوړی كړي او ځينې داسي هم و ،چې له ده وروسته د ده په څېر منلي شخص جوړېدو او همغسې جامعې ملكې ترلاسه كولو كې زيات هڅاند و، ترڅو د ده جنتي څيره، كړه وړه او د هر اړخيز ژوند تگلاره ژوندۍ تمثيل كړای شي او يو ښه خلف يې واوسي، خو دا هرڅه د الله تعالی له وېش او وركړې سره سم وي، چې ډېر كم څوك د ټولو د وركړې وړ گرځي او نور كه يې هڅه هم وكړي، ترلاسه يې نكړای شي، همدا لامل به وي ،چې ښايي ډېر يې په رتبو او پر غولې تلونكو چوكيو كې لكه چې پر تلين دغسې تېر شول؛ د مرحوم ټول يادونه يې شاته كړي او نور اړتيا نه ويني د هغه خويونه په ځان كې پيدا كړي، ترې منلی اغېز لا پسې پياوړی كړي او له ده وروسته د ده په څېر منلي شخص جوړېدو هڅه وكړي ،چې دا په خپل ځان كې زموږ يوه بله نيمگړتيا او يواځي د يو غوره سلف له لارې د خپلې لارې بېلولو په مانا دي او بس.
لكه چې ومو ويل: په ځان كې ژوره مانا، نبوغ، وړتيا او ظرفيتونه مرحوم حقاني صاحب پر ژوند پر خپل شتون سره مجسم رښتوني واقعيتونه او حقيقتونه ثابت كړي و او بيا له وفات وروسته هم پرې ډېر او ښه ياد او وځلول شو، بل خوا يې زه د ستاينې ځای ته نشم رسېدلای او له درېيم لوري يې د ستاينې هڅه لا هملته شوې ،چې د ډېرو ياد و او ترې پر گوډ مات تقليد يې د ياد ژوندي ساتلو هڅې شوې او تر يوې كچې بريالۍ هم وې، ترڅو تر همدې وخته پر را ورسولو اوس ترې گټه واخيستله شي، خو دا يو ناوړه تصادف و او د مرحوم ياد ژوندي ساتلو په هڅو پورې يې تړاو هم نه درلود چې په پراخو وزارتونو، رياستونو او دفترونو كې د مرحوم حقاني ياد د خپلې استفادې لپاره هم ځای را سره نلري او اوس د دغه فرهنگي اتل تلين او ياد د درد يوه څړيكه وي، په بشپړ باور حقاني صاحب به اوس هم پر هماغه شخصيت او خوی د غر غوندې ولاړ وای او پر اغېز به يې ډېر نور هم داسي زر نه ښويېدلای او بدلېدلای. په هر رنگ؛ اوس د دې وخت او اړتيا وه او هم ده چې د لازياتې او تكراري ستاينې پر ځای يې له ستايل شويو مواصفاتو، تجربو او ابتكارونو يې، چې موږ ته ترې راپاتې او هغه يې اوس په واك كې نلري؛ گټه پورته شي، د اقتدار په دې ازمايښت كې مو روانه ازمايښتي بېړۍ د بريا تر غاړې پرې ورسوو او لكه څرنگه چې په دغو مواصفاتو كې هغه پوخ و، پرې ستايل شوی او ځينو يې يو وخت پېښې كړې وې؛ كه اوس يې تقليد وشي په رښتيا او باور سره ډېره مرسته راسره كولای شي او هر يو ته هر وخت د كارولو وړتيا هم لري.
مرحوم حقاني صاحب كه څه هم د بهرنيو چارو وزارت، چارو ادارې او ځينې نورو بستونو او ادارو اړوند دندې ترسره كړې وې، د هر اړخيز اداري مهارت پر مټ يې له هغو پرته هم د ډېرو سترو او منځنيو بستونو پاللو وړتيا لرله او په ټوله جهادي او خدماتي دوره كې د اسلامي امارت نږدې ټولو تشكيلاتو کې يې د پېژندنې په كچه محبوبيت-نفوذ-وياړ پراخ او عام شوي و، خو چې تر ټولو اوږده موده او د ژوند وروستۍ برخه يې د فرهنگي كمېسيون د مرستيال دنده لرلې؛ كه له يوې خوا يې پر تقليد، عمل او يا لږ تر لږه پر تلين لمانځلو يې ياد ژوندی ساتل تر نورو وړاندې پر موږ فرهنگپالو باندې حق گرځي، له بلې خوا بيا زموږ د فرهنگي كاله د بې ساري غوره سلف په توگه وياړ هم تر ټولو وړاندې زموږ دی، نور كه د اطلاعات او فرهنگ وزارت ته د وخت كابينه پاملرنه نكوي يا يې اوس رسنيزې او تبليغاتي هڅې پڅې وي؛ د اشغال پر وړاندې توندې، بريالۍ او د اشغال ماتولو د دوهم لاس تبليغاتي مبارزې وياړلې ماضي او د مرحوم حقاني صاحب رحمه الله او محترم استاد صاحب فك الله اسره په څېر وياړلي سلف لرو، چې د هماغه مبارزې د بيا اعادې او همدې سلف په ښه ډول تقليد او له بشپړو ابتكارونو يې د گټې اخيستنې هڅې به روانې، غښتلې او گړندۍ ساتو ان شاء الله. پر همدې هيله پای