
د جدي سپېره ماښام!
ليکنه: محمدعلي عظمت
زمونږ هېواد تل ناپېيلی پاتې شوی. د نورو هېوادونو غوندې یې د چا پر حريم یرغل نه دی کړی؛ ځکه زمونږ هېواد او ولس یرغلګر نه دی. که سلطان محمود غزنوي او شهاب الدین غوري هندوستان ته له خپل مجاهدینو سره تللي، نو د مظلومانو د خلاصون لپاره ورغلي. همدارنګه حضرت احمدشاه بابا رحمه الله چې د هندوستان غرونه رغونه ګز و ګام کول، نو هغه هم د حضرت شاه ولي الله رحمه الله د غوښتنې په اساس و.
ولې ټولو یرغلګرو د خپلو قلمرونو د پراخولو او هلته د خپلو منګولو خښولو لپاره یرغلونه کړي دي. اېرانی داریوش هم د توسعه طلبۍ له امله زمونږ پر هېواد حملې کړي دي. لوی سکندر هم همداشان پلان درلود؛ خو غیورو افغانانو ماتې ورکړه. د ګوبي دښتې وحشي (خان) چنګيز خان مغول، د محمد خوارزمشاه له خوا راوپارول شو، چې وحشي مغول د هغه (محمد خوارزمشاه) واکمني ړنګه کړه او بیا یې زمونږه هېواد کې هم خونړۍ ټولوژنې وکړې او له نېکه مرغه د چنګیز خان لمسی هم د افغانانو په لاس خمیره شو.
ګوډ تېمور هم د خپل قلمرو د پراخولو لپاره زمونږ پر ټاټوبي یرغل وکړ. نوموړي به ویل: دنیا دومره پراخه نه ده چې ډېر پاچاهان یې کنټرول کړي، بس یو څو واکمنان ورته په کار دي. اما له ښه بخته ګوډ تېمور هم د افغانانو له لوري په پښه ټپي شو. د (ګوډ او لنګ) لقب یې زمونږ د هېوادوالو له خوا په برخه شو. کله چې افغانان د ګوډ تېمور له تاړاکه خلاص شول، نو په هرات کې د هغه د ځوځات له لوري د حکومت اساس کېښودل شو، ولې کله چې واک د سلطان حسین بایقرار زمانو ته ورسېده، نو د شیباني خان په نوم یوه اُزبک پر افغانستان یرغل وکړ. د بایقراء زامن اېراني صفویانو ته ور وتښتېدل، نو صفوي پاچا د بایقراء زامنو ته د واک ګټلو په پلمه زمونږ پر ټاټوبي یرغل وکړ، له شیبانیانو څخه یې ونیو او پر واک یې چُوک شو. صفویانو خپل نائب السلطه ګان ورته رااستول چې په هغو کې یو ګرګین و، نوموړی په اصل عیسوی او خورا خونخوار انسان و، چې زمونږ له هېوادوالو سره یې سخت ظلمونه کول.
هو! د ميرویس نيکه د هلو ځلو، منډو ترړو په نتیجه کې ګرګین او ګرګینان ووژل شول او ګران هېواد د خپلو بچیانو په لاس اداره کېدل پېل شو. د نيکه له وفاته وروسته د هغه زوی سلطان محمود هوتکي آن د اېران پلازمېنه ونیوله او صفوي پاچا شاه حسین ورته تسلیم شو. افسوس چې هوتکي واکمنۍ په اېران کې ډېر دوام و نه کړ او د نادرافشار په لاس له پښو وغورځېده او افغانان بېرته خپل وطن ته راستانه شول!!
نادر افشار پر افغانستان یرغلونه پېل کړل ، د سلطان محمود هوتکي د ورور شاه حسین هوتکي حکومت یې له منځه یووړ؛ خو د ده (نادر) حکومت هم تر ډېره دوام و نه کړ او د اېرانیانو له خوا چپه شو. حضرت احمدشاه بابا او نور افغانان کندهار ته راغلل او له څو ورځو جرګو وروسته د مشرانو له خوا بابا د خپل ټاټوبي واکمن شو.
احمدشاه بابا د خپلو غیورو هېوادوالو په مرسته او همکاري یوه لویه ولسواکي جوړه کړه. د افغانستان بریدونه یې پخوانیو اصلي حدودو ته ورسول. د حضرت شاه ولي الله رحمه الله په غوښتنه تر ډهلي پورې لاړ او د هندوستان د ظالمانو (مرهټيانو) له شره یې مسلمانان او نور بېچاره هندیان وژغورل. د ابدالي بابا له وفاته وروسته د ده زوی تېمورشاه بابا واکمن شو. هغه د خپل پلار قلمرو وساته، ولې له مړینې وروسته یې چې زوی (شاه زمان خان) واکمن شو، په فرانسه کې ناپیلیون راپورته شو او په هندوستان کې انګلیسیان هم ځواکمن شول. ناپيلیون د هندوستان د نیولو اراده درلوده، نو انګلیسیانو هم د هغه د مخنیوي په پلمه زمونږ په ټاټوبي یرغل وکړ. او د هغه (ناپيلیون) د ګواښ له منتفي کېدو وروسته هم انګلیسیانو پلمې ولټولې او دوه ځله یې پر افغانستان یرغلونه وکړل. له نېکه مرغه افغانانو په هر وار یرغل کې ماتې ورکړه.
په دریم ځل چې انګلیسیان مات شول، په هېواد کې یو خپلواک دولت جوړ شو. هېوادوالو د ارامي ساه واخیستله. ولې انګلیسیان او شورویان تل په کمین کې ناست وو او دا انتظار یې کاو چې زمونږ پر وطن باندې یرغل وکړي.
هو! په افغانستان کې ځينې اشخاص د ختیځ او لویدیځ له افکارو متاثر شول، له پاچا محمدظاهرشاه څخه یې وغوښتل چې په افغانستان کې مشروطه شاهي اعلان کړي، مطبوعات ازاد او سیاسي ګوندونه تشکیل شي. نو پاچا هم د هغوی د هوس ښکار شو. د مطوبعاتو ازادي ومنل شوه، شاهي کورنۍ له پاچا پرته نور له حکومته لرې کړل شوه، اما د سیاسي احزابو د تشکیل قانون پاچا نه و توشیح کړی؛ خو سیاسي ګوندونه جوړ او سیاسي فعالیتونه پېل شول.
په سیاسي احزابو کې ټول چپي احزاب وو، چې د شوروي اتحاد د کمونیست ګوند او د چین د کمونیست حزب له دهري او اشتراکي افکارو څخهی يې الهام اخیست او یو شمېر ګوندونو د لویدیځو هېوادونو په ناولیو سیاستونو اېمان راوړی و. په ټولو احزابو کې غښتلی او پياوړی حزب د افغانستان خلق دېموکراتیک ګوند و، چې نورمحمد تره کی یې رهبر، ببرک کارمل، حفیظ الله امین، سلیمان لایق، اناهیتا راتب زاد، بارق شفیعي، دستګیر پنجشېری او … یې مخکښان وو. یاد ګوند د مارکس، لېنن او سټالين په دهري افکارو ولاړ وو. یو مهال په خلق او پرچم ووېشل شو، چې بېرته د شوروي اتحاد استخباراتو د ادارې (K.G.B) له لوري سره متحد شول.
د افغانستان خلق دېموکراتیک ګوند خپل ګوند ته جلب او جذب شروع کړ او د (کور، کالي، ډوډۍ) نغاره یې وډنګوله. په ملکي او نظامي ادارو کې یې د غولونکي شعار په اساس ډېر وګړي بې لارې کړل. همداشان یې په ولسي خلکو کې ډېر ملاتړي پېدا کړل. لنډه دا چې د ۱۳۵۷ هـ ش د ثور په اوومه یې کودتا وکړه او د سردار محمد داود خان جمهوریت نظام یې نسکور او د خلق دېموکراتیک په نوم یې واکمني اعلان کړه، تره کی یې د واک په ګدۍ کېناو. هغه زندیق نوي نوي فرمانونه جاري کړل. افغان مسلمان ولس چې هغه کمونیستي افکار او عقائده ولیدل، نو د مسلمانو علماؤ په فتوی یې جهاد پېل کړل. کمونیستانو مجاهدینو ته اشرار وېل. اما د جهاد سنګرونه ورځ تر بلې ګرمېدل. د کابل کمونيست رژيم او شوروي اتحاد خوسا تبلیغات کول چې مجاهدین د امپرالیزم ګوډاګیان دي. شورویانو بهانه او پلمه جوړوله، څو افغانستان خپل قطبي خوګان راولي، نو تره کی یې د امین په لاس چپه کړ او امین د شورویانو په واسطه ووژل شول. شورویانو ويل: د افغانستان د پياوړې اردو پر ضد امریکا، پاکستان او عربان جنګېږي نو مونږ د هغې اردو مرستې ته وردانګو.
هو! د مرغومي (جدې) هغه سپېره ماښام راورسېده. د (K.G.B) جاسوسانو امین وواژه. کارمل یې د تاشکند له رادیو نه د افغانستان غږ رادیو په څپو راوغږاو، نوموړي شورویانو یرغل وستایه، ښه راغلاست یې ورته ووایه او بیا د هغوی پر ټانکونو سپور کابل ته راغی.
د ۱۳۵۸ هـ ش کابل د مرغومې په شپږمه یو لک څلوېښت زره شوروي عسکر افغانستان ته راغلل او بیا په غرونو، رغونو، کليو او ښارونو کې خپاره شول. په وژلو، تړلو، وهلو او تري تم کولو یې شروع وکړه. د هېواد ټولې بندیخانې یې له بندیانو ډکې کړې. او هره ورځ به یې ژوندي انسانان له خاورو لاندې کول او هره ورځ یې په سلګونو هېوادوال په هوايي بمباریو، په اوراګان او سکاټ توغنديو شهیدانول او ټپيانول؛ خو د مجاهدینو د جهاد په لیکو کې کوم شاتګ، بې زړه توب او تېښته نه راتله. ورځ تر بلې د جهاد سنګرونه لا ګرمېدل (الحمدلله). د شوروي یرغلګرو عسکرو تلفات مخ په زیاتېدو وو. هره ورځ یې تابوتونه کریملین ته ور روان وو. نو د شورویانو وروستني دیکتاتور میخائیل ګورباچوف د خپلو عسکرو د وېستلو او ځان ته د وړو پوزې جوړولو په موخه د جینوا تړون د امریکا، شوروي، کابل او اسلام اباد ترمنځ لاسلیک شو. (ولې متأسفانه د مجاهدینو استازي په یاد تړون کې نه وو) د اتحاد شوروي یرغلګر عسکر (د (۱۳۶۷ هـ ش) کال د سلواغې په شپږ ويشتمه نېټه له افغانستانه ووتل او د جدي سپېره ماښام په روڼ سهار باندې بدل شول. د شورویانو هغه شعار یې ورغلط کړ، چې ویل یې: (تاریخ نه تکراریږي) خو افغانانو تاریخ او جغرافیه ورتغیر کړل. شورویان وتښتېدل او شوروي اتحاد په ۱۵ هېوادونو ووېشل شو.
هو! د جدې سپېره ماښام نه کاله وروسته په روڼ سهار تبدیل شو. ولې تر څه باندې دریو کلونو پورې د کمونیستانو رژيم د شورویانو په ملاتړ پاتې شو او کله چې د کابل د کمونیست رژيم د غیورو مجاهدینو په لاس نسکور شو. مجاهدین کابل ته ننوتل، واک یې تر ګوتو کړ. له بده مرغه چې د واک پر سر سره جوړ نه شول او خپلمنځي جګړې پېل شوې. داسې جګړې چې د افغانستان په تاریخ کې یې ساری نه درلود او هره ورځ د جدې سپېره تاریخ تکرارېده!
د ثور اوومه او د جدي شپږمه دواړه هغه سپېرې ورځې دي چې افغانان یې له ۴۴ کلو راهیسې د منحوسیت له امله په کړاوونو کړیږي. د جدي سپېره ماښام درې ځله روڼ سباوون شول. یو ځل (۱۳۷۱) کال د ثور په اوومه مجاهدین کابل ته داخل شول، ولې داخلي جګړې ونښتې. او بل ځل د ۱۳۷۶ میزان په شپږمه د اسلامي امارت مجاهدینو کابل ونیو، اسلامي نظام یې پلی کړ، ولې (الکفر ملة واحدة) په لاس د بل سپېره سهار د (۲۰۰۱/۱۰/۷) له منځه لاړ، چې هغه سپېره سهار ۲۰ کاله دوام وکړ او په ۱۵ د اګست په ۲۰۲۱ کې بېرته د ازادۍ لمر اروخوت.