مقالی اوتبصرې

د تېرو ورځو ياد

زمانه په درېوو برخو وېشل شوې، يو هغه وختونه دي چې زموږ ماضي جوړوي او په را اګرځېدو کې يې انسان بې وسه دی، موږ نشو کولی چې تېر وختونه را ستانه کړو، پښتانه متل کوي چې تر ورخ تېرې اوبه نه را ګرځي. د زمانې دويم ډول حال جوړوي چې موږ فعلاً په کې پايو. اوسنۍ انساني پوهه را ته وايي چې د تېر او راتلونکي وخت په پرتله حال د زمانې له ټولو ارزښتمنه زماني مقطع ده، ځکه انسان په کې د خپلو کړو لپاره فرصت لري او درېيمه راتلونکې زمانه ده چې د ژوند کاروان پرې ور روان دی.
د تېرو زمانو په اړه افسوس هغه مهال کېږي چې انسان يې په عبثو کړنو تېر کړي او د هغو فرصتونو په ياد مړيو ژړل دي چې په لاس نه راځي، استاد محمد صديق پسرلی وايي:
تېښته وه چې موږ له ژونده تښتېدو که دی له موږ
ښکلي فرصتونه مو په دې فرار کې پرېښودل
د فرصتونو قافله د زمانې په ويړه دښته تېرېدونکې ده او نيکمرغه انسانان د دې قافلې د رام کولو په تکل کې وي، هغوی چې د فرصتونو د درک هڅه نه کوي، نورو ته اړ وي. د برياليو کسانو په اړه ويل شويدي؛ هغه وګړي به نيکمرغه وي چې ننګونې په فرصتونو واړوي او د خپلو ارمانونو د تر لاسه کولو لپاره ټول شته شرايط د ځان په ګټه تمام کړي.
زه چې اوس دا ليکل کوم که له همدې وخته مناسبه ګټه پورته نه کړم نو سبا به د همدې وخت په اړه افسوس کوم چې دا چاره بې ګټې ده. ابن سينا بلخي ويلي و: « که تاسو په دې پوهېدلی چې په مرګ محکوم وګړي، ژوند ته د دوباره ور ګرځېدو څومره شديده تقاضا لري، نو هغه مهال به پوه شوي وئ، هغه ورځې چې په افسوس تېروئ، څومره ارزښتمنې دي؟!»
ژوند هغه الهي تحفه ده چې نه را ګرځي او انسانان يې هغه وخت پر ارزښت پوهېږي چې ترې تېر شي. موږ چې ماشومان وو، د لويېدو هوس اخيستي وو ،چې زلمي شوو بيا د ماشومتوب ارمان کوو او د زلميتوب زمانه مو په دې افسوس کې تېره شي چې کاشکې اوس هم ماشومان وای، لوبې مو کولی او بې مسئوليته وای. هغه کسان چې وظيفه لري، د مياشتې تېرېدو ته لېوال وي چې معاش تر لاسه کړي، په ژمي کې د دې ارمان راځي چې کاش ژر تېر شي او د پسرلي ښکلې هوا او محيط ته ارمان کوو، د مني له سپېرو دوړو چې ستړي شوو، د ژمي ارمان کوو، نو د وخت تېرېدو ته خپله بهانې غواړو او د زمانې ګاډی زموږ د عمر په پټلۍ چې ډېر په چټکۍ رهي دی، زموږ د ژوند د فرصتونو تمځايونه تر شا پرېږدي او موږ بيا د دې پناه شويو تمځايونو د بيا لېدو هوس کوو چې دا چاره ناشونې وي.
اصلي خبره دا ده چې انسان بايد وخت مديريت کړي او د وخت مديريت دا دی چې فعلي فرصتونه ضايع نه شي، راتلونکي ته ممکنه ارمانونه ولرو او د ژوند هر پړاو په يو ارمان پورې وتړو. حمزه بابا ويلي:
ژوند ته وګوره، ژوند څه دی؟! همه کار دی همه کار دی
هغه ژوند په مرګ حساب دی، په دنيا کې چې وزګار دی
ژوند په کار او هڅو ښکلی کېږي او هغوی نيکمرغه دي چې کار وکړي، د ژوند لپاره مناسب پلان ولري او د راتلونکي په اړه د ډاډمنو شرايطو د رامنځته کېدو تکل ولري، موږ چې د تېرو ورځو شپو يادونه کوو، هيڅ ګټه نه لري، ابن سينا بلخي چې د وخت د ارزښت په اړه څه ويلي دي، دا زموږ لپاره يو ښه درس کېدای شي ،ځکه د ګور په غاړه افسوسونه هيڅ ګټه نه لري، هره هديره زموږ د عبرت لپاره يو پرانيستی کتاب دی، رحمان بابا وايي:
هر زنده چې د مرده په قبر ورشي
بس دی، دومره نصيحت په دا دنيا
فرانکلين ويلي و:« ايا په ژوند مينان نه ياستئ؟! نو پس وخت بې ځايه مه تېروئ چې ژوند ترې جوړ دی» موږ که له ژوند سره مينه لرو ،نو په کار ده چې شېبه شېبه يې غنيمت وګڼو او استفاده ترې وکړو.

اسماعيل لاروی

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *