
د تبارز ميدان کې بريالی هيواد
خالق يار احمدزی
افغانستان د نړۍ په کچه يواځنی هغه هيواد دی، چې ولسونو يې ټولو هغو جابرو او مستکبرو قوتونو ته د سر په کاسه کې اوبه ورکړې، چې دلته يې د زور پر مټ د راتګ نيت ترسره او په دغې جغرافيه کې يې د خپل سياسي، کلتوري او عقيدوي نفوس هڅه کړې ده.
له دې توپير پرته ،چې کوم کمزوري هيواد پرې د يرغل شومه اراده کړې، يا هم زبر ځواکونو او سترو قوتونو؛ افغانانو يې په وړاندې وسايلو او امکاناتو ته له کتو پرته، له خپل ټول خدای ورکړي متانت څخه کار اخيستی او په تش لاس، خو ايماني جذبه يې هغوی را پرځولي او دا يې ثابته کړې چې ارزښتونو ته ژمنتيا، د نيت خلوص او له ملي منافعو څخه ريښتينې دفاع، څنګه کمزوري ملتونه د سترو امپراتوريو په وړاندې د بريا پوړونو ته رسوي.
هوکې؛ هر ځل همدا مقاومت په دښتو، او غرونو کې له چريکي مبارزې پيل، بيا پر ښارونو تر قيادت پورې رسيدلی؛ همدا راز همدا مقاومت هر ځل له فزيکي زور څخه پيل او بيا يې د سياسي تبارز ميدان ته خپل خط السير رسولی او لکه، چې متمدنه نړۍ په خپلو پرمختللو مخترعه وسايلو کې ناکامه شوې، دغه راز يې د اکسفورډ، هاروارډ او نورو سترو ښوونيزو او فکري مراکزو نومياليو فارغانو په سياسي اډانه کې هم د خړ جومات او خټينې مدرسې له طالب څخه ماتې منلې ده.
همدغه ملت و، چې تر شلو کلونو يې د امريکا هر ډول څرخېدونکو ميچونو ته خپل تن ورکړ، هر راز ناخوالې يې وزغملې او له هېڅ ډول فشارونو څخه متاثره نه شو؛ نه خو يې خپله د ستړيا احساس وکړ، نه يې د نا اميدۍ په موخه تندی تريو کړ او نه يې هم د خپل مبارز لښکر (اسلامي امارت د منسوبينو ). پر سر له چا سره پټه سودا وکړه.
لامل يې ښايي د اسلامي امارت د منسوبينو کمال، ژمنتيا، صداقت او له ارزښتونو سره داسې مينه وه، چې په خپله بېسارې قرباني يې نړۍ حيرانه او ملت راخپل کړ.
هغوی چې له عقيدوي ارزښتونو څخه په دفاع کې يې ګل ځوانۍ داسې قربان کړې ،چې په ټنونو بارودو کې يې خپل اخروي سعادت لټاوه، څنګه به پرې خپل او پردي باور نه کوي او ولې به يې پر سياسي ميز ځیراکتيا او ظرافت ته څوک تسليمېږي نه؟..
هوکې؛ همدا عملي ميدان و، چې مستقيماً يې د هر خوځښت اثر پر سياسي ميز پريووت؛ د مخالفينو، حوصله ورسره له منځه تلله، هيلې يې خاورې کيدلې او خپلې ټولې لاس ته راوړنې يې په يوه نامعلوم سراب کې له منځه تللې حسابولې.
بله خوا بيا زموږ له پوځي بريا سره د مشرانو حوصله، وړتيا او د استدلال ژبه هم پياوړې کېده او د امريکا په مشرۍ د نړيوال استکبار د ماتې شيبې يې وار له مخه په هر پيغام او خبر کې له ملت سره شريکولو.
بالمقابل بيا په پوځي ډګر کې د کابل ادارې +بهرنيانو پرمختګ بيرته هغوي ته پر زيان تماميده، ځکه دوي له يوې ډلې سره نه؛ بلکې د خپلو منافعو د حصول او يوې مړژواندې، لاسپوڅې، خيالي ادارې د بقاء لپاره يې هره شومه هڅه کې ملتونه قرباني کيدل او په کوردننه او بهر کې يې ددوي پر عدم وړتيا او ناکام مديريت غبرګونونه راپاريدل، چې دا بيرته د دوي حيثيت ته زيان و او په سياسي ميز کې يې کړنې لکه د تروريستانو په څير معلوميدلې، چې دې کار يې لا خلک په وړاندې تبارز ته هڅول.
همدا و، چې بالأخره په خپله ايستل شوې کنده کې بېرته وغورځېدل او د تل لپاره د هلاکت په ژور کوهي کې په ناوړه برخليک اخته شول