مقالی اوتبصرې

د بڼونو پر جوړولو هيواد سمسور کړئ

افغانستان دخپل ښه جغرافیایي موقعیت اود پاک الله (ج) ورکړیو ډول ډول کاني زیرمو د موجودیت ترڅنگ دپریمانه طبیعي اوبو دشتون اود یوښه بشری ځواک د درلودو له پلوه یو بډای هېواد دی او په دې برخه کې دلازمو امکاناتو د نه شتون  له کبله دهېواد بزگران، بڼوال او مالدارله یولړ ستونزو سره مخامخ دي چې د دغې برخې د پرمختگ او غوړیدو له پاره دقدرمنو سوداگرو او پانگوالو هراړخیزې پانگونې ته ډیره اړتیا لیدل کېږي اوپه دې برخه کې د افغانستان د اسلامي امارت او ښاغلو پانگوالو پاملرنه هم حتمي او ډیره ضروري ده، دیادونی وړده چې په دې وروستیوکې له نیکه مرغه ویل شوي چې د لغمان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ملګروملتونو د خوړو او کرنې ادارې په همکارۍ د دې ولایت په قرغه یي ولسوالۍ کې پر ۱۵۰ جریبه ځمکه د شفتالو بڼونو د جوړولو چارې پیل کړي دي، ددغه ولایت د کرنې ریاست د چارواکو په وینا؛ د یادو بڼونو لپاره بزګران د پروژې د ټولنیزو کارکوونکو له خوا دلغمان د کرنې ریاست په همغږۍ ټاکل شوي، چې د بڼونو له ډیزاین وروسته اوس پر دوی د شفتالو نیالګي وویشل شول، ددې پروسې له لارې د یو جریب بڼ لپاره سل د شفتالو نیالګي ویشل کېږي، چې د  ۱۵۰ جریبه ځمکې لپاره په ټولیزه توګه ۱۵ زره نیالګي په پام کې نیول شوي دي.

هېره دې نه وي، چې د یادې پروژې له لارې تیرکال قرغه یي ولسوالۍ کې د لیمو ۲۰۰ جریبه بڼونه هم ایجاد شوي چې سږکال د پلان مطابق یادو بزګرانوته درې قلمه د بڼوالي توکی (دښاخ بري آره، قیچي او پمپ) ویشل شوي دي.

له شک پرته چې په هېواد کې  د بڼوالۍ د چارو د ودې له پاره د  پروژو د پلي کیدلو په موخه هر اقدام د قدر وړ دي او افغان ولس هم د لغمان ولایت د سیمه ییزومسئولینو له لورې ددغه ولایت په قرغه یي ولسوالۍ کې د شفتالو بڼونو دجوړولو یاد اقدام ستایي او په ښه ډول دچارو د تحقق هیله یې لري، ددې ترڅنګ په ټولیزه توګه په هېواد کې د کرنیز بهیر پراختیا او مدرنیزه کول په حقیقت کې یو لومړیتوب دی ،ځکه د افغانستان کابو اتیا سلنه خلک په ټولیزه توګه پرکرنیزو چارو بوخت دي، خو داوبو، سربندونو، کانالونو اوپرمختللو کرنیزو وسایلو دکموالي له امله تردې دمه نه دی توانیدلی چې دغلو دانو له پلوه داهېواد پرځان بسیاکړي.

نو ددې لپاره چې دهېواد په سلو کی کابو اتیا خلک دکرنې، مالداري او بڼوالۍ په چارو بوخت دي، نوپه کارده چې ددغه بهیر ودې اوپراختیا ته باید  ډیره پاملرنه وشي او د افغانستان د اسلامي امارت مشرتابه او اړوند مسئول چارواکي هم دهېواد د کرنې د پراختیا او مدرنیزه کولو په برخه کې باید لازم پروگرامونه طرحه اوپلي کړي او په دې موخه د کورنیو پانګوالو ترڅنګ د نړۍ دمرستندویو هېوادونواو خیریه بنسټونو هراړخیزې مرستې هم راجلب او دیوسالم او منظم پروگرام له مخې یې دهېواد دکرنې، مالدارۍ او بڼوالۍ دچارو په پراختیا او مدرنیزه کولو او په هېواد کې دموجودو اوبو دښه مدیریت کولو پرچارو ولگوي چې پرمټ یې له یوې خوا دخلکو دبوختیا اوله بلې خوا دهېواد د اقتصاد د پرمختک له پاره زمینه برابره شي، همداشان لازمه ده چې د اسلامي امارت له لورې د کرنیز بهیر د پراختیا ترڅنگ د هېواد د موجودو اوبو ښه مدیریت ته هم لازمه پاملرنه وشي .یعنې له اړتیا او لومړیتوبونو سره سره په دې برخه کې لنډمهالی، منځ مهالی او اوږدمهالی پروگرامونه جوړ شي چې د هېواد په کرنیز سکتوراو په ټولیزه توگه د هېواد د اقتصادي بنسټونو د پیاوړتیا په برخه کې ښې پایلې راونغاړي، همداشان د افغانستان اسلامي امارت د مسئولو ارګانونو له لورې باید دهېواد په مرکز او ولایتونوکی قدرمنو بڼوالو اوبزگرانو ته دهراړخیزو آسانتیاوو پر برابرولو سربیره په مناسبو وختونو کی د ډول ډول میوه لرونکو نیالګیو، اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سری مرستې وشي ترهغه چې له امله یې  دوی له خپلې کرکیلې څخه پریمانه حاصلات، غلې او دانې ترلاسه کړي چې له امله یی د دوی د اړتیاوو د پوره کیدلو ترڅنگ په هېواد کی هم غلې دانې او ډول ډول با کیفیته تازه میوې پریمانه شي او په مناسبو وختونو کې د ګران هېواد له ښارونو بهر د بهرنیو هېوادونو مارکیټونو ته هم وړاندې شي ترهغه چې له امله یې د قدرمنو بڼوالو او بزګرانو د اقتصادی بډاینې ترڅنګ د هېواد په اقتصادي وده کې هم مثبتې اغیزې پرځای پریږدي.

دیادولو وړده چې زموږ په هېواد کې له شک پرته بیکاري او بې روزگاري هم اوس مهال هغه ستونزه ده چې ډیر هېوادوال ورسره لاس او گریوان دي چې ددغې ستونزې د مخنیوي لپاره هم د افغانستان د اسلامی امارت مشرتابه او اړوند مسئول ارگانونه باید د نورو چارو ترڅنگ په هېواد کی دکرنې، بڼوالۍ او مالدارۍ د سکتور هراړخیزې ودې ته لا ډیرپام ورواړوي او هم دې په هېواد کې د موجودو اوبو دښه مدیریت کولو په اړوند لازم تدابیرونیسي، چې په ټولیزه توگه په دغه بهیرکې گڼ شمیر هېوادوالو ته دهمیشني کاراوسالم روزگار زمینه برابره شي او دوی ټول په کوردننه بوخت شي چې له امله یې د کرنیزو محصولاتو او غلو دانو په برخه کی جگړه ځپلی افغانستان خود کفا  اوله هره پلوه پرځان متکي او د بهرنیو له احتیاج څخه وژغورل شي.

شاه محمود دروېش

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *