مقالی اوتبصرې

د بهرنيو چارو د وزير مولوي امير خان متقي مقالې ته لنډه کتنه !

ذبيح الله نوراني-مزارشريف
په سياسي ډګر کې د برياليو خلکو عادت وي، چې د وخت او حال له غوښتنو سره سم تصميم نيسي او د خنډونو په وړاندې د خنډ او ستونزې له ايجاده وړاندې اقدام کوي.
د هېواد د بهرنيو چارو د وزير مقاله چې د الجزيرې تلويزيون له لارې نشر شوه، داسې اقدام دی، چې د هېواد د اوسنيو حالاتو او راتلونکو اندېښنو په اړه پکې ښه تحليل، وضاحت، معلومات، غوښتنې نظريات او وړاندوينې شوي چې په تفصيل سره يې په لاندې څو کرښو کې ستاسې په وړاندې ږدو.
۱:ـ د مقالې په پيل کې يو حقيقي يادښت ته اشاره شوې، چې واقعاً د ټولو افغانانو په ذهنونو کې دا وېره وه، چې که له طالبانو سره سوله وشي؛ وضعيت به څرنګه وي، دا چې نظامي تحول راغی کابو ټولو افغانانو دا ګمان کاوه چې د افغانستان اسلامي امارت به د انتقام لاره غوره کړي؛ خو نېکبختانه داسې ونه شول او عمومي عفو اعلان او عملي بڼه يې غوره کړه، چې دا موضوع په مقاله کې ښه او په لنډو ټکو کې بيان کړای شوې ده.
۲:- د افغانستان دڅلورو لسيزو ناخوالو او خونکارو نظامونو ته اشاره شوې او د اسلامي امارت مرکزي مقتدر نظام، هر اړخيز امنيت، اقتصادي وده، ظرفيت سازۍ او له نړۍ سره د مثبت تعامل او نړيوالو خيريه بنسټونو ښه نيت او ځينو ستونزو ته هم په اشارې سره تلويحاً له نړيوالو خيريه بنسټونو مننه کوي او د لا نېکو روابطو او خيريه تعاملاتو غوښتنه کوي او د مثبت تعامل لپاره پر ټوله نړۍ غږ کوي، چې دا په ديپلوماتيک ډګر کې د روابطو جوړولو په برخه کې مهم رول لري.

۳:- نړۍ ته د هېواد د ننه د وحدت ښودلو لپاره د افغانانو د يو بل منلو ښه انځور وړاندې شوی او په نظام کې هم د ټولو قومونو استازي شتون لري، بل دا چې په افغانستان کې د قومونو د اکثريت او اقليت پر تابلو د بُطلان کرښه کش کړای شوې او افغانان يو متحد او واحد ملت ښودل شوي دي.

۴:- اوسنی نظام يې د سياسي او اجتماعي صلابت له امله د دې جوګه بللی چې نړۍ يې بايد د خپل سيال او د بدن د فعال غړي په توګه ومني او متقابل احترام ورته وکړي او د ځان بساينې په برخه کې يې سياسي ملاتړ وکړي، چې دا په نړيواله توګه د هر هېواد حق دی.
۵:- د هېواد څخه بيرون د داخلي او بهرنيو مغرضو افرادو او کړيو غلطو تعبيرونو او شايعاتو ته يې مثبته اشاره کړې او له نړيوالو بېطرفه بنسټونو يې غوښتنه کړې تر څو د وضعيت تحليل له نږدې په عيني او حقيقي توګه وکړي او په يو طرفه افواهاتو دې قضاوت نه کوي.
۶:- د افغانستان دين، کلتور او فرهنګ ته د درناوي او تمکين په خاطر له نړيوالو غوښتنه شوې، چې زموږ د دين او اصيل کلتور په مورد کې دې حساس اوسي او همدا رنګه افراطي او تفريطي نظامونه يې نقد کړي “ځکه که هر څوک په نظام جوړونه کې افراط يا تفريط وکړي، نظام به يې منهدم کېږي، چې دا هم امارت ته پيغام لري او هم نړۍ ته يې د روابطو په ښو کولو کې شين څراغ دي، چې د ا.ا.ا انعطاف هم څرګندوي او پر متعادل نظام ټينګار ښيي.
۷:- نړيوالو ته په کې ځينو سوء تفاهماتو ته د حل لارو دموندلو لپاره، په شفافه فضا کې پر خبرو اترو ټينګار شوی او پر افغانانو او اسلامي امارت د فشار له آلاتو کار اخيستنه یې ناکامه تجربه بللې او نړۍ يې تفاهم ته رابللې.
۸:- د افغانستان اقتصادي وضعيت يې د ټولو نړيوالو مشترک مسئوليت بللی او په دې برخه کې يې فشارونه او سليقوي برخوردونه رد کړي او پر امريکا يې غږ کړی، چې د افغانانو مشروع حقونه او کنګل شوې پيسې دې آزادې کړي، نور افغانان په خپله د ظرفيت لوړونې ښه وړتيا لري او پر نړيوالو يې غږ کړی، چې د يوه جګړه ځپلي هېواد پيسې کنګل کول کومه انساني او اخلاقي توجيه لري؟
په خبره يې د امريکا وروستي ضعف او خصومت له افغانانو سره څه څرګند کړي دي. پر امريکا يې هم غږ کړی چې راځئ په ديپلوماتيکه توګه ټولو ستونزو او سياسي کړکېچونو ته د پای ټکی کېږدو.

۹:- د افغاني خاورې غرور يې ښه انځور کړی، چې افغانستان د نظامونو د ړنګولو او ماتولو تاريخ دی، چې نړيوالو ائتلافونو يې هم مخه ونشوای نيولای.

د افغانستان اسلامي مارت يې يو مقتدر اسلامي نظام ياد کړی، چې د نظام ړنګولو تاريخ ته به د پای ټکی کېږدي.
امريکا او نړۍ ته يې په اشارې سره ويلي، چې د اوسني نظام کمزوري او مقابله به په سيمه او نړۍ کې مشکلات وزېږوي او بشري ناورين به يې پر ګاونډيانو او نړيوالو منفي اغېزه ولري.
۱۰:- د افغانستان کاذب او پر نړيوالو مرستو متکي اقتصاد، هېواد ته په شلو کلونوکې په زرګونو بدبختۍ رامنځته کړې دي.اوس موږ له خپلو داخلي عوايدو د ټول هېواد عادي او پراختيايي بودجه لرو، خو لا هم نړيوالو مرستو ته يې ضرورت ښودلی، چې له نړۍ سره د تعلقاتو بهانې او دروازې خلاصې وساتي او دا يې هم ويلي، چې تر څو پر بنسټيزو اشتغال زايي پروژو کار ونشي، بهرنۍ مرستې د ميليونونو خلکو دايمي اقتصاد نشي تامينولی.
۱۱:- د افغانستان امنيتي وضعيت مثبب ارزول شوي او له نړۍوالو سره د تعامل او پانګه والو ته د پانګونې، د کانونو د راسپړلو او نورو پراختيايي چارو لپاره شرايط برابر ښودل شوي، په نړيواله کچه د سوداګرۍ او پانګونې په وړاندې د خنډونو د له منځه وړلو غوښتنه شوې تر څو زموږ د نړۍ د اوږو بار نه وي.
۱۲:- اسلامي امارت له تېر نظام څخه په ميراث، تش بانکونه، پر مخدرو توکو روږدي ميليونونه افغانان، د برېښنا بېلونه او نورې ناخوالې هم ترميم او معالجه کړې، چې اوس نړۍ ته د مخدرو موادو د صدور ضرر او ګواښ نه دی متوجه.
۱۳:- د افغانستان خاوره به د هېچا پر ضد نه استعمالېږي، چې دا جمله نړۍ ته د با صلابته او مستقل هېواد پيغام ورکوي. امنيتي ځواکونه ورځ تر بلې پر نړيوالو اصولو او معيارونو برابرېږي.
۱۴:- افغانستان فعلاً د بودېجې له اړخه خودکفاء هېواد دی او حتی د تېر نظام کابو ۵۰۰۰۰۰ پنځه سوه زره کارکوونکي هم په مختلفو مسئوليتونو کې په خپلو بستونو کې محفوظ ساتل شوي دي.
۱۵:- په پای کې له نړيوالو ګيله کوي، چې د سلګونو مثبتو کړنو او لاسته راوړنو په وړاندې نړۍ يو مثبت ګام هم نه دی پورته کری.
دې مقالې په نړيواله کچه په رسنيو کې تاوده بحثونه را منځته کړل، چې دا بحثونه به هرومرو له ځان سره فيدبکونه ولري، بې طرفه او خپلواک بنسټونه به وضعيت تر تحليل لاندې نيسي، دا چې څومره به د افغانستان او نړۍ پر سياسي وضعيت اغېزه ولري، هغه د افغانستان او امريکا ديپلوماتيک ديالوګونه دي، چې څرنګه او چېرته پيل شي تر څو امريکا له مست خره را کښته شي او د دوحې تړون مطابق پر خپلو کړیو وعدو وفا او عمل وکړي.
اسلامي امارت دې له هرې ممکنې لارې امريکا د خبرو اترو مېز ته متقاعده کړي.
د بهرنيو چارو د وزیر مولوي اميرخان متقي د، هر اړخيزې مقالې محتوا ته که وګورو، د يو مسئول چارواکي په توګه يې ټولو شته حقايقو، پرمختګونو، نيمګړتياوو او ستونزو ته واقعبينانه اشاره کړې او نړيوالو ته يې خپل واضح پيغام ورکړی دی.
په نړيوالو رسنيو کې هم سياسي مبصرينو مثبته و ارزوله او له نړۍوالې ټولنې سره يې د افغانستان د اسلامي امارت تعامل اړين او ضروري وباله.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *