مقالی اوتبصرې

د بندرونو د بندښت له وجې نه يوازې افغانستان بلکې په زياته اندازه پاکستان متضررېږي

له څوشپو ورځو را پديخوا پاکستان په تورخم کې خپل بندر دافغاني اوپاکستاني سوداګريزوتوکود لېږد را لېږد پرمخ پرته له کوم موجه او واضح دليل څخه دنقليه وسايطو د چلوونکو دپاسپورتونود نشتوالي په پلمه تړلې اويوځل بيا يې د تېرپه شان په خپل دغه عملکرد مطبوعاتي ناندرۍ را پورته کړې دي ، خوناخبره له دې چې د بندرونو د بندښت له وجې نه يوازې افغانستان بلکې په زياته اندازه پاکستان هم متضررېږي او له بل پلوه د افغانانووارداتي مايحتاج اوس يوازې د تورخم اوبولدک او يا له پاکستان څخه د نورو بندري لارو نه ، بلکې له څلوروخواوو په افغانستان اوس لارې را خلاصې دي ، دپاکستاني مقاماتوپه اند دوي به افغانانوته سزا ورکړي ، وږي به يې کړي اوخپل ناوړه اوپليد شرايط به پرې ومني ، خوموږ د پاکستان داعمل هغه لنډ فکربولوچې تل يې ځانونه په ورته عملکردونو د فقرتروروستۍ کچې رسولي اوله هرهېواد اوپه تېره له نړيوال بانک څخه په ميليا ردونوډالره پوروړي اواقتصاد يې مخ په ځوړاود رکود په طرف روان دي ، تورخم بندر يوازې اوس نه ، بلکې پاکستاني مقاماتوتل هڅه کړې چې په ورته ملنډودافغانستان په ضد خپله لنډۍ منډه ترسره کړي خوبيا پکې ښويېدلي اوله مودې وروسته يې سوداګريزو امتعو ته دخپلوټولوبندرونو له لارې دلېږدرالېږد اجازه ورکړي وي .
افغانستان اوس د شمال ختيځ له پلوه له چين سره ديوه قوي اوعريض سړک په ذريعه مخ په وصل کېدودي چې دا به نه يوازې د افغانستان په ګټه وي ،بلکې له دې لارې به اروپايي هېوادونه هم له چين سره وموښلي بيا به څوک دتورخم اوبولدک نوم په خوله هم را نه وړي .
د شمال له پلوه له ماورا النهر[شيرخان ، حيرتان ] بندرونوله لارې افغانستان په پراخه کچه د خپلومايحتاجو واردات اوصادرات لري ، تورغونډۍ اسلام کلا اوله اېران سره د نوروفرعي بندرونوله لارې خوپه ورځ کې دمليونوډالروپه ارزښت سوداګريزې امتعې ځي اوراځي ، همدارنګه په دې وروستيو کې افغانستان د چين ، خليج او نړۍ له يوشمېرنورو هېوادونو سره دهوايي دهليزونوله لارې هم وصل شوي چې کوچني ضخامت لرونکي توکي د هوايي دهليزونوله لارې صادرېږي.
کله موچې داړتيا وړاوضروري توکي له پورتنيولارو ، ولاړشي او راشي نودتورخم اوبولدک کيسه پخپله مفته ده ، نورموږ دخپلوکوچنيانولپاره سرطان زېږوونکي پاپړنه غواړو ، نورموږ پاکستانۍ کينو، مالتواوکيلوته اړتيا نه لرو، نه يې خورو، په ننګرهارکې مود اړتيا وړد ستروس کورنۍ دومره ميوې موجودې دي چې زموږ لپاره کفايت کوي ، نورموږ پاکستانۍ تازه ميوې نه غواړو، د اوړو واردات مود ماورا النهرله هېوادونوڅخه دي.
معلومېږي چې پاکستاني حکام فکرکوي چې که د تورخم اوسپين بولدک لارې له افغانستان څخه د وارداتي اوافغانستان ته د صادراتي توکوپرمخ وتړل شي نوافغانان به له لوږې مړه شي ، نه داسې نه ده داد پاکستانيو هغه سرآبي خيال اوخام فکر دي چې تل يې دوي له متوقع نتيجې پرته تېرايستلي ، الله ج روزي رسان دي افغانان هم د هغه پاک ذات بندګان دي روزي به ور رسوي .
دا لومړي ځل نه دي چې پاکستان له افغانستان سره خپل بندرونه تړي ، بلکې له دې د مخه يې هم زيار ايستلي چې له خپلوبندرونوڅخه دافغانانوپه ضد د يوې تهديدوونکې حربې په توګه کارواخلي ددوي په باور چې دوي به په افغانانوهغه شرايط ومني چې دوي يې غواړي خودا يې له کودن ذهن را وتلي هغه خيال دي چې ددوي له وروستۍ سادګۍ څخه استازيتوب کوي ځکه د بندرونوتړل نه يوازې افغانستان ته په ډېره کمه اندازه زيان اړوي بلکې په لوړه کچه زيان يې پخپله پاکستان ته تکيه دي .
پاکستان دا بايد په ياد ولري چې په افغانانوډېرې لوږې تندې اودردونه تېرشوي اودوي يې د فولادوپه څېر کلک کړي ، د بندرونوتړل کوم نوي ځوروونکي اغيزنه پرې کوي ، دکراچۍ په بندرکې د افغان سوداګرو په زرګونوکانتينرونه بند اوپکې بارمالونه وراسته شول اويا له منځه ولاړل خو په افغانستان کې څوک له لوږې مړه نشول .خيردا به هم د پاکستاني حکامودحسن همجوارۍ اوښه ګاونډيتوب (!) يوه څرګنده بېلګه وګڼو، خودبندرونود بندښت يوه اساسي ښېګڼه دا هم شوه چې نوربه افغان سوداګرله دې په غم کلکې لارې سوداګريزمالونه هېڅکله وارد نکړي اوداسې وخت هم را تلونکي دي چې پاکستان به وينې اوښکې ژاړي افغانانو ته به زارۍ کوي چې منځنۍ آسيا ته ددوي سوداګريزې اړيکې د تورخم له لارې له سره احيا شي ځکه کله چې د تورخم بندريا دډيورند کرښې په سرنوربندرونه تړل کېږي دا زيان يوازې افغانانوته نه ، بلکې دمنځنۍ آسيا هېوادونوته تلونکي پاکستاني مالونه چې په اقتصادي لحاظ ددغه لويدلي ملک ناسور اقتصادي ټپونوته يوڅه ملهم ده ، له کومې لارې ځي ؟
بيا ، بيا دغه ټکي ته اشاره کوو چې پاکستاني حکام په دې حقيقت ولې نه پوهېږي چې دبندرونوپه تړلوکې ډېرزيان چاته اوړي، افغانستان اوکه پاکستان ته ؟ د افغانستان اساسي مايحتاج (اوړه) خواوس دپاکستان له لارې افغانستان ته نه را ځي بلکې په ډېره پرمختللې ترانزيتي تکنالوژۍ د حيرتانودبندر له لارې په اورګاډيو کې افغانستان ته راځي او يوازې له مزارشريف څخه ترکابل اودهېواد ترنورو ولايتونو پورې په لاريوکې په ډاډه زړه انتقالېږي ،ځکه په مخ کې يې د تورخم او بولدک په شان ځوروونکي بندرونه نشته نوپاکستان بيا د کوم غرورله مخې دومره مغروردي چې خپل بندرونه د افغان سوداګروپرمخ تړي .
هغه ښېګڼې چې افغانانوله دوي سره وکړې ، دا به خود ، د پاکستاني واکمنوهيرې وي ، پرافغانستان د شوروي د يرغل په مهال اشغالګرروسان هېڅکله په افغانستان کې نه تم کېدل. دهند تودواوبوته درسېدو په تکل يې پاکستان حتمي ترپښولاندې کاوه ،خوهمدا افغانان وو چې دپاکستان مځکنۍ تماميت يې وساته او ددوي د شعارله مخې [جنګ افغانستان ـ دفاع پاکستان ] افغانان خو هغه وګړي وو چې دروسانوپه مخ کې يې ځانونه او اولادونه سپرکړل څوله برکته يې پاکستان هم سالم وساتل شو ،نودا به اوس له افغانانوسره ددوي کومه ښېګڼه وبولو؟ چې نه يوازې بندرې لارې يې بندې کړې بلکې په زرګونوافغان کډوال يې په زوراوجبرله ملک نه را وشړل ، کله يې چې زړه شي په کال دوه دري ځلې بندرونه تړي. کله په پولو حملې کوي آخردا دومره لوي ظلم د څه لپاره ؟
دا نږدې ده چې پاکستان به اشاء الله د خپل کبراوغرورله وجې په سياسي ډګرکې هم داسې ماتېږي لکه اوس چې په اقتصادي ډګرکې مات دي ، ځکه دکبرجن کاسه نسکوره ده ؟

حيات الله حليم

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *