
د اوسنيو بريدونو اهداف او د مخنيوي لارې چارې…!
سعيد غلجی
اوس مهال موږ په داسې حالت کې قرار لرو، چې د ګردې نړۍ راسره دښمني ده. هغه چې څه نا څه راسره پالي، هغوی هم د مجبوريت او خپلو شخصي ګټو تر حده ښکاره د دوستي او تعامل نارې وهي، کنه له زړه څخه هېڅ هېواد له موږ سره دوستي نه کوي.
يو طرف ته خو داسې معاند ګاونډيان را څخه تاو دي، چې هر يو يې زموږ په نا امني، ځپلو او ځورولو کې خپلې ګټې لټوي، بل طرف ته د آزادۍ اخيستلو او د اشغالګرو د شړلو له امله د ګردې صليبي نړۍ دښمني لا نوره راسره زياته شوې او درېيمه وجه دا ده، چې د هېوادوالو اقتصادي حالت مو خراب دی، نو د څو روپيو په بدل کې د دښمن اهداف تعقيبوي، خپل هېواد هم ورانوي، هېوادوال هم وژني او هر ډول نا امني جوړوي، ځکه دا خو ښکاره ده، چې اوسني بريدونو زموږ د خپلو افغان هېوادوالو له خوا تر سره کېږي، بهرنيان مستقيماً په جګړه کې برخه نه اخلي.
ماتې خوړلي دښمنان او بخيل ګاونډيان مو هېڅکله د افغانستان پرمختګ، سوکالي او آرامي نه شي زغملی، نو هڅه کوي، چې دلته بې هدفه بريدونه وکړي، امنيت اخلال کړي، خلک بې باوره کړي او داخلي او خارجي پانګوال ووېروي، تر څو په افغانستان کې د پرمختګ چارې پيل نه کړي. د اوسنيو بريدونو يوازنی هدف همدا دی، له دې ور ها خوا جګړه ماران هېڅ داعيه نه لري، ځکه دلته نور د جګړې هېڅ دليل نه دی پاتې، جګړه خو هغه وخت مشروعيت پيدا کوي، چې تر شا يې يوه قوي داعيه موجوده وي او داعيه هغه وخت تر لاسه کېږي، چې کله يا هېواد د بهرنيانو له خوا اشغال وي، يا حکومت د خپل ملت د ديني او ملي ارزښتونو خلاف اقدامات کوي، يا انتهايي زيات ظلم کوي، يا هېواد کې ګډوډي او نا امني رامنځ ته شي او پر څو حکومتوليو وويشل شي، خو لله الحمد، اوس هم بهرني اشغال پای ته رسېدلی او هم د افغانانو پر دينې او ملي ارزښتونو بشپړ عيار قوي مرکزي حکومت پر ټول هيواد واکمن دی نو په اوسني حالت کې به جګړه ماران کومه داعيه ولري؟ ځکه خو بريدونه هم ټول بې هدفه دي، يوازې د نا امني رامنځ ته کولو په موخه تر سره کېږي، منظم شکل نه لري او داسې اټکل نه شي کېدای، چې دوی به بالآخره د منظم تحريک بڼه غوره کړي او پر ټول هېواد به واکمني تر لاسه کړي. البته د کرايي جنګياليو تر څنګ، د داعش په نامه يو څه داسې فکري مخالفين هم لرو، چې تکفيري عقيده لري، موږ مشرکين او مرتدين ګڼي او له پيسو پرته، د عقيدې پر اساس جنګېږي او حتی سرتېري بريدونه کوي، خو دوی ته هم په غير مستقيمه توګه همدغه بهرني دښمنان او کرايي جنګيالي لين او ترتيب برابروي.
د دې لپاره چې د دښمن د دغو ناوړه دسيسو مخنيوی وشي او لا ښه امنيت تأمين شي، نو بايد چې لاندې څو ټکي عملي شي:
لومړی: امنيتي کمربندونو ته بايد پاملرنه نوره هم زياته شي، هېڅوک بايد له تالاشي معاف نه شي، مشران، کشران، مجاهدين، پخواني کارمندان او عوام ټول بايد له يوې مخې په ښه دقيقه توګه تالاشي شي. مجاهدين خو ساده زړي خلک دي، نو چې کوم صوفي وويني، چندان تالاشي نه ترې اخلي او وایي درځه حافظ صايب! خو داسې نه ده پکار، چېرته چې تالاشي کېږي، بايد ښه دقيقه تالاشي وشي او له هېچا سره ګوزاره ونه شي او تالاشي بايد هېڅوک بې عزتي ونه ګڼي، بلکې د نظام د استحکام د يو رکن په حيث ورته وکتل شي.
دوهم: استخبارات بايد نور هم تقويه شي، ځکه استخبارات د نظام سترګې دي. په امنيتي ادارو کې له ټولو مهمه اداره د استخباراتو ده، که استخبارات قوي وي، هېڅوک تخريب نه شي کولی، له پوليسو او تالاشي وړاندې به د استخباراتو له خوا هر پلان شنډيږي. په استخباراتو کې بايد داسې مجاهدين انتخاب شي، چې ښه ځيرک او بيدار وي، ځکه په استخباراتو کې يوازې اخلاص کار نه ورکوي.
درېيم: له امنيتي ادارو څخه بايد تدريجاً ټول پخواني کارمندان رخصت شي. که څه هم عفو شوي، د مشرتابه د حکم پر اساس ټول پخواني کارمندان پر خپلو دندو پاتې دي او مشران د اوسنيو او پخوانيو تر منځ هېڅ توپير نه کوي، مګر له واقعيتونو بايد سترګې پټې نه کړو. واقعيت دا دی، چې د دوی ذهن نه دی بدل شوی، حالات بدل شوي او د حالاتو جبر اړ کړي ،چې له موږ سره کار وکړي. دا هماغه خلک دي چې شل کاله ورسره وجنګېدو، دوی په موږ پسې ګرځېدل او موږ دوی پسې، نو له حده زياته خوشباوري نه ده پکار، همدومره بس ده چې عفو ورته وشوه. په امنيتي ادارو څخه بايد حتماً واېستل شي، نورو ادارو کې پروا نه کوي، خو بايد عموماً ټول تر کلک څار لاندې ونيول شي او د فکري روزنې او ذهن سازۍ لپاره يې په ټولو ادارو کې منظم دعوتي او تربيوي پروګرامونه پيل شي، تر څو د حکومت په داخل کې فکري اختلاف له منځه ولاړ شي او ټول پر يو فکر او عقيده سره راټول شي. همداراز؛ په عوامو کې ډېر داسې مخلص او ديندار خلک شته، چې پخواني رژيم کې يې هم کار نه دی کړی او له پخوانيو ښه استعداد هم لري، په امنيتي ادارو کې بايد د پخوانيو پر ځای له دوی څخه کار واخيستل شي.
څلورم: دا پورته درې نکتې خو د عمومي امنيت د تأمين لپاره وې.
څلورم وړانديز دا دی، چې په اصطلاح د غير مقلدينو يو څو مشرانو ته په داسې حکومتي ادارو کې برخه ورکړل شي، چې زيان ونه شي رسولی خو د ټولو اتباعو رضا يې تر لاسه شي او هغوی هم په حکومت کې ځان وويني. فقط چې يو څو مشران يې راخپل شي، د نورو اتباعو تر منځ يې هم اختلاف رامنځ ته کېږي، ځکه د هغوی جګړه خو د پيسو نه، بلكْد فکر لپاره ده.
پنځم: له موږ مشران ډېر ښه پوهيږي، نو وړانديز مو دا دی، چې امنيتي وضعيت ته بايد جدي توجه وشي، غونډې او مشورې دې پرې وکړي او داسې لارې چارې دې راوباسي، چې په همدغه لومړي سر کې لا دغه دسيسې شنډې شي ځکه چې څومره نا امني زياتيږي، هومره يې مخنيوی سختيږي. حسبنا الله ونعم الوکيل