مقالی اوتبصرې

د الله تعالی مېلمستيا د وروستيو شېبو پر درشل !!

د يو حديث شريف مفهوم دی چې رسول الله مبارك صلی الله عليه وسلم وايي: د الله تعالی سپېڅلې لارې، ايمان او د اسلام دين ته زما بلنه داسې ده لكه يوې سترې مېلمستيا ته بلنه، كه څوك مې دغه بلنه ومني، نو د الله تعالی تلپاتې او ډول ډول نعمتونه او لورېينې ورته تيارې شوې دي، خو كه يې(خدای مه كړه)ونه مني، هرڅه به له لاسه ور كړي. د دغې بلنې له منلو وروسته الله تعالی بيا هم مسلمانانو ته په كلني ډول د روژې يوه مياشتينۍ مېلمستيا لري چې آن د اسلام د سپېڅلي دين له بنسټونو يې گرځولې ده او پرې د هماغې سترې مېلمستيا انځور گري كوي او ياد يې پرې را تازه كوي چې رسول الله مبارك صلی الله عليه وسلم ورته بلنه كړې. كه په ښه ډول او هغسې يې هر كلی وشي چې د روژې غوښتنه او حق دی او دغه غوښتنه او حق يې پر توبو، دعاگانو، خيراتونو، سخاوت او ډول ډول نېكيو ور پوره كړای شي؛ د رسول الله مبارك صلی الله عليه وسلم يادې بلنې ته غوره تعهد او وفا پالنه ده او په ايمان او ټولو ايمانياتو كې پرې يو ډول نوښت راځي. د رسول الله مبارك صلی الله عليه وسلم يادې بلنې او ترې را وروسته د يو مسلمان په ژوند كې د برات شپې، ورپسې د روژې مياشتې، د دغې مياشتې بيا د رحمت، مغفرت او نجات لسيزو ته وېش، په وروستۍ لسيزه كې يې د قدر شپې او په۲۱مه، ۲۳مه، ۲۵مه او۲۷مه كې د هغې پټوالي يو عجيب تسلسل او لړۍ را نغښتې ده.

يو مؤمن لومړی پر ايمان دغه بلنه ومني، بيا يې د برات پر شپه كلنی رزق مقرر شي، ورپسې د روژې مياشتې مېلمستيا پيل شي چې پر ښو خوراكي نعمتونو او صحي وضعيت سربېره رواني ارامۍ، مالي او ژوندنۍ پراختيا، توبه، د دعا، عبادت او تلاوت له لارې الله تعالی ته رجوع، له هغه سره پر راز ونياز، عفوې او مغفرت، د آخرت پر فكر، د نېكيو پر شوق او جذبه، پر مالي او ځاني ايثار او فداكارۍ، پر نويو او ټولو رنگونو او ډولونو نېكيو، له ناوړه كړنو څخه د ځان پر اصلاح او پر ښو كړنو باندې آموخته كېدو، د هرې نېكۍ ثواب له۱۰څخه تر۷۰برابره لوړېدو، د شيطان له شره پر امن، د خپل آخرت پر جوړونه او په اړه يې ډاډ، د الله تعالی پر رضا، جنت او د هغې نړۍ نورو امتيازاتو ته له بل هر وخته پر نږدې كېدو او گڼو داسې نورو مهمو كارونو او لاسته راوړنو دغه مېلمستيا تياره ده چې په ضمن كې يې زياتره او ياهم ټول ايمانيات له سره بيا را عملي شي او د رسول الله مبارك صلی الله عليه وسلم د بلنې او تمثيلي مېلمستيا رښتونې انځورگري وگرځي. پر دې سربېره په دغې مېلمستيا كې له مسلمانو مړيو څخه عذاب پورته شي، آخوا د ژوندو د نېكيو ثوابونه هم ښه ورپرېمانه شي او په همدغه جريان كې يې لس ورځې د الله تعالی رحمتونه، ورپسې لس ورځې يې مغفرت او بښنې او په وروستيو لسو ورځو كې د آخرت د ورځې له تكليفونو او سختيو خلاصون دی.

خو له ټولو ښه پيغام، ستره ښكلا او بشپړ خوند يې چې د دغې مېلمستيا د وروستيو شېبو په درشل كې ورسره مخ كېږو؛ د قدر په شپه كې دی چې هم پرې دغه مېلمستيا او هم هماغه د رسول الله مبارك صلی الله عليه وسلم د بلنې د تمثيلي مېلمستيا رښتونی انځور پرې بشپړېږي. كه لومړۍ او دوهمه لسيزه كې مو د روژې حق ورپوره كړی وي، د قدر په شپه كې هغه خوند، كيف، اجرونه او ثوابونه موندلی شو چې په يادو لسيزو كې مو نه وو ترلاسه كړي او همداسې كه په تېرو دوو لسيزو كې مو بشپړه پاملرنه ورته نه وه كړې، په دې وروستۍ لسيزه كې د قدر شپې له برم او بركته د نه پاملرنې دغه نېمگړتيا پوره كولی او د روژې د ټولې مياشتې پوره حق پر ځای كولی او ثوابونه يې ترلاسه كولی شو چې په دې لسيزه كې د اعتكاف كولو يو رمز او راز هم دا دی. ځكه نو د روژې وروستۍ لسيزې او د قدر شپې ته لازياته پاملرنه او پكې خواري كول او خوله تويونه ډېره مهمه او له حياتي ارزښته برخمنه ده. پام ! پام ! په غفلت، بې پروايۍ او ناپامۍ كې يې بايد له لاسه ور نه كړو. د شيطان په څېر نفس هم زموږ دښمن دی چې په نېكيو كې سستي او په ناوړه او بې گټې كارونو كې مو حركت غواړي، نو ښايي راته ووايي چې تېرو دوو لسيزو كې دې ښه خوله تويې كړې، ډېرې نېكۍ دې وكړې، ناوړه كړنې دې نورې اصلاح شوې، پر نېكيو آموخته شوې، نور ستړی شوې او داسې ډېر نور…

يا دا چې ټوله روژه کې دې هيڅ ونه كړل، اوس دا څو ورځې څه گټه؟، نورو له تا ډېر څه وكړل، دعاوې او هرڅه دې وكړل، خو قبول نه شول او داسې ډېر نور… نو په خپل كلك هوډ، جوش او جذبه د نه ! غوڅ ځواب ور كړئ او د پاتې لسيزې په هر ځای، هر حالت او هره شېبه كې چې ياست؛ په همدې كې خواري وكړئ، خوله تويې كړئ، ترې پيل يې كړئ او د قدر شپه داسې كره وپلټۍ چې دا ټوله لسيزه همدغه شپه فرض كړئ، ترڅو د روژې مياشتې او دغې شپې بشپړه بيه له همدې ځایه، حالته او شېبې پر غوره استفادې ترلاسه كړئ. د ماښام له لمانځه وروسته۶ركعاته نفل، د تهجدونو لمونځ، د لمرخاته او اشراق لمونځ، د څاښت او ضحی لمونځ او همداسې د تسبيح لمونځ، د توبې لمونځ، د حاجت لمونځ مه هېروئ. توبې او له ځانه نيولې تر مور او پلار، استادانو، څوك چې پر تاسې د خپلوۍ، ملگرتيا او احسان كولو حق لري، تاسې څخه يې دعاوې غوښتې دي يايې دعاوې درته كړې او كوي، د چا چې مو غيبت كړی يا مو يې حق ضائع كړی او د نړۍ تر مجاهدينو، مظلومانو مسلمانانو پورې هيڅوك په دعاگانو كې له ياده مه باسئ او دغه پاتې لږ فرصت يې غنيمت وگڼئ چې ښايي بيا پر ژوند را نشي، خو دا هرڅه بايد يوازې د الله تعالی په دربار كې د قبوليت لپاره او پر دغه له يقين سره وي.

محسن سعود

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *