مقالی اوتبصرې

د افغانستان‌ او پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه: د کراچۍ‌-‌پېښور  رېلپټلۍ دې بېرته پرانيستل شي

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې له پاکستان څخه غوښتي ،چې د کراچۍ‌–‌پېښور د وسپنې پټلۍ د افغان او پاکستاني سوداګرو د سوداګرۍ برخه کې د آسانتياوو برابرولو لپاره بېرته پرانيزي.

په اسلام‌آباد کې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې رئيس ضياالحق سرحدي رسنيو ته ويلي، چې اوس له کراچۍ څخه پېښور ته د سوداګريزو توکو د لېږدرالېږد لګښت د تېلو د لوړې بيې له امله څو برابره زيات شوی او د دواړو هيوادونو سوداګرو ته يې زيان رسولی دی.

دی زياتوي:  (( د پاکستان او افغانستان د سوداګريزو توکو کانټينرونه مخکې په پېښور کې خالي کېدل او له هغه ځايه په لاريو کې د تورخم له لارې کابل او د چمن له لارې کندهار ته لېږدول کېدل. د پټلۍ لاره بريالۍ وه، اوس بايد له کراچۍ څخه د ځمکې له لارې ولېږدول شي،چې هم ډېر وخت نيسي او هم کرايه ورځ په ورځ لوړېږي؛ تر لسو لکو پورې رسېدلې ده.))

دی ټينګار کوي ،چې د پاکستان د کراچۍ بندر ستونزې د دې لامل شوي ، چې ۹۰ سلنه افغان سوداګر له دغه بندره د سوداګريزو توکو له لېږده ډډه وکړي او د ايران سوداګريزو بندرونو ته مخه وکړي.

بله‌خوا په کابل کې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې مسئولين وايي : د باروړونکو موټرو له لارې د سوداګريزو توکو لېږد د دواړو هيوادونو سوداګرو ته زيان رسوي.

په افغانستان کې د يادې ګډې خونې رئيس نقيب‌الله ساپی وايي:  (( مخکې مو سوداګريز توکي د وسپنې پټلۍ له لارې له کراچۍ بندر څخه افغانستان ته راتلل، خو په ۲۰۱۰م  کال کې چې د اپټا تړون نوي شو، بايد د ځمکې له لارې راولېږدول شي. په ۲۰۲۳م کال کې د پاکستان له لوري محدوديتونه ولګېدل، د تېلو بيه لوړه شوه او پر لاره ګڼه‌ګوڼه ده. دغو ننګونو  افغان سوداګرو ته ستونزې جوړې کړي دي.))

دی زياتوي ، چې له دې وړاندې له کراچۍ بندر څخه پېښور ته د ځمکې له لارې د سوداګريزو توکو د يوه کانټينر د لېږد لګښت ۶۰۰ زره کلدارې و، خو اوس يو ميليون او ۳۰۰ زره کلدارو ته رسېدلی او ورځ تر بلې نور هم لوړېږي.

په همدې حال کې يوشمېر افغان سوداګر چې اوس له کراچۍ بندره د موټرو په وسيله خپل سوداګريز توکي رالېږدوي، د لېږدولو د لوړ لګښت په اړه شکايت کوي او له کراچۍ تر پېښوره د اورګاډي پټلۍ د بيا پرانيستلو غوښتنه کوي. افغان سوداګر حجت‌الله او محمد وايي:

 (( مخکې د هر کانټينر د لېږد کرايه دوه لکه وه، خو اوس اتو لکو ته رسېدلې.  په پاکستان کې د تېلو بيه لوړه شوې. بايد موږ ته ياده لاره خوشې شي.))

 ((مخکې به له کراچۍ تر جلال‌اباد پورې د يو کانټينر انتقال شپږنيم لکه يا اته لکه کلدارې تمامېده، اوس ديارلس لکه پرېوځي. کانټينرونه پر خپل وخت بندر ته نه رسېږي او پر موږ جريمه زياتېږي. که پاکستان د وسپنې پټلۍ لاره بيا خلاصه کړي، دا زموږ په ګټه ده.))

په اسلام‌اباد کې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مسئولين وايي، د تيرې يکشنبه په ورځ يې له پاکستاني چارواکو سره له کراچۍ تر پېښوره د وسپنې پټلۍ د پرانيستلو په اړه خبرې کړي، خو دغو خبرو تراوسه کومه مثبته پايله نه‌ده لرلې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *