مقالی اوتبصرې

د اسلامي هېوادونو واکمنان ولې چوپ دي؟!      

  د بدر غزا پر مهال ابليس عليه اللعنه هم د بنو بکر  قبيلې د مشر په څېره راغی، ابوجهل ته يې لاس ورکړ او د هر ډول مرستې ژمنه يې ورسره وکړه، خو چې پرښتې يې وليدې ، چې د مسلمانانو  مرستې ته راغلې، نو ده له ابوجهله خپل لاس ټک واهه، لاړ وتښتېده، په سره بحيره (بحر احمر) کې يې غوټه ووهله او بلې غاړې ته په منډه پورېوت، ابوجهل ډېرې نارې سورې ورپسې وکړې، ولې ده ويل: « زه ستاسو هيڅ ذمه واري نه کوم، ما ته چې څه په نظر راځي، هغه تاسو ته په نظر نه درځي، زه له الله جل جلاله څخه وېرېږم، د الله تعالي عذاب خورا سخت دي».  [انفال/۴۸]

له طوفان الأقصي وروسته اشغالګرو يهوديانو پراخ بمبارونه پيل کړل چې ۳۵ زره فلسطينيان يې شهيدان او د سل زره خواوشا نور يې ټپيان کړل. په ټوله اسلامي نړۍ کې ولسونو لاريونونه وکړل او په نوره نړۍ کې هم وشول، خو د هغو(دغزې د مجاهدينو) په بمبارولو  يې هيڅ اثر و نه کړ. اسرائيلو د مسلمانانو لومړۍ قبله، د انبياؤ او رسولانو مدفن، د علماؤ کرامو د زېږېدو ځاي (فلسطين) له ۱۹۴۸ز کال راهيسې نيولي، چې په دې اوږده وخت کې يو ځل د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اوومه د (موساد) او نورو استخباراتي ادارو په موجوديت کې يې پر اشغالګرو يرغل وکړ او ډېر کسان يې ترې بنديان کړل. د حماس او نورو جهادي ډلو جائز او مسلم حق ، خو لوي شيطان (امريکا) او نورو لويديځوالو د هغوي دا کار (جهادي عمليات) وغندل او له ابليسه کلک له يهوديانو سره ودرېدل، د هر ډول مرستو ژمنې يې ورسره وکړې. او د امريکا د بهرنيو چارو وزير څو څو ځله تل آبيب ته راغی او بايډن عملاً له کانګرسه مرسته ورته منظوره کړه.

څو ورځې وړاندې د سپينې روسيې ولسمشر لوکاشينکو وويل: (لويديځوال چې له اسرائيلو سره مرسته کوي، نو د اسلامي هېوادونو لپاره په کار ده چې له فلسطينيانو سره مرسته او همکاري وکړي.)

هو! لوکاشينکو سم وايي، د ټولې اسلامي نړۍ پر مسلمانانو جهاد فرض دي، د فلسطين پر وګړيو يهوديانو يرغل کړي او له نن څخه ۷۶ کاله مخکې يې د هغوي هېواد نيولي، نو د جهاد فرض کېدل دا شان دي ، چې پر کومه سيمه دښمن يرغل وکړي؛ جهاد پيل شي او د هغې سيمې خلک بسنه نه کوي، بيا د خواوشا سيمې پر وګړيو باندې لازمه ده چې د هغې سيمې له مجاهدينو سره هر اړخيزه مرسته وکړي او که هغې هم کفايت نه کاوه، بيا پر ټولو مسلمانانو لازمي ده چې د هغې سيمې د غازيانو مرستې ته ور ودانګي،نو اوس په ټولو باندې د فلسطيني مسلمانانو مرسته کول لازم دي. بايد هر ډول مرسته ورسره وکړي. اسلام پولې او سرحدونه نه مني، يهود اشغالګر او نيواکګر دي، شيطان له وېرې وتښتېده، اما د صهيونيستانو ملګري کلک ور سره ولاړ دي (خو يوه ورځ به دوي هم{اني برئ وايي} نو په کار ده چې بيت المقدس د دوي له نجسو لاسونو آزاد شي. او دا د نورو مسلمانانو په مرستې کېداي شي.

د اسلامي نړۍ واکمنان ولې د فلسطيني مسلمانانو مرسته نه کوي؟

۱ ـ د عربي هېوادونو واکمنان ځکه مرسته نه کوي، چې حماس غورځنګ له ايران سره حسنه اړيکې لري او عربي نړۍ له څو هېوادونو پرته  له ايران سره سمې اړيکې نه لري يا خو ارتباطات ورسره ساتي خو بيا د مذهب مسئله مطرح کوي، چې د هغې په اړه ليکل د وخت له غوښتنو سره سر نه لګوي.

۲ ـ د عربي نړۍ واکمنان له اسلامي دنيا سره غوره تعلقات نه ساتي، د هغه پر ځاي د امريکا له متحده ايالاتو او له نورو اروپايي هېوادونو سره ښې اړيکې لري.

۳ ـ ټوله اسلامي نړۍ له امريکا او ملګرو څخه يې ډاريږي او وايي که د فلسطين د خلکو مرسته وکړو، نو د ترهګرو په نوملړ کې به وليکل شو اوبيا به بنديزونه راباندې ولګيږي،نو د دوي دا دليل بيخي بې منطقه دي، له اسلامي اصولو سره هيڅ اړخ نه لګوي، که په هر لېست کې ليکل کيږو، ودې ليکل شو، څه پروا نه کوي‼ (د فلسطين مرسته فرض ده.)

اسلامي هېوادونه او ټوله نړۍ د جنګ وزارتونه لري او امريکا خو ظاهراً د شوروي اتحاد لپاره د ناټو نظامي تړون جوړ کړي و، چې د هغه له ړنګېدو وروسته هم دا بدمرغه تړون ژوندي پاتې دی، بلکې نور هم پراخ شو‼

۴ ـ ټول اسلامي هېوادونه خپلو ګټو ته ګوري، د قرآني اياتونو، نبوي احاديثو او فقهي اصولو او قوانينو پروا نه لري، چې د جهاد امر کوي. د فلسطين يوه مجاهد ويلي و: (اې د اسلامي نړۍ پوهانو! د يهودو ملاتړ مه کوئ، «که الله جل جلاله مه کړه»  هغوي پر موږ بريالي شول، نو ستاسو به دمه وشي او که موږ بريالي شو، نو زموږ بريا ستاسو بريا ده.)

مسلمانو واکمنو ته لازمه ده چې د فلسطين د مسلمانانو ملاتړ وکړي، مذهبي اختلافات له امريکا او نورو کفارو څخه ډار، سرحدونه او خپلې ګټې مقدمول؛ پريږدي او د مظلومانو مرسته وکړي!

محمدعلي عظمت

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *