مقالی اوتبصرې

د اداري فساد مفهوم او د نن سبا اصطلاح يې !!

ښايي سرليك يوڅه ستغ وي، خو په هغه كې بيا ډېر جالب هم ښايي ځكه وي چې د اداري فساد اړوند عام نظر او باور، خپور ذهنيت يې، پر وړاندې يې د اسلامي امارت له هڅو او تر دښمنو كړيو او رسنيو پورې پرې له عام قناعت او پرې له اعترافونو ټولو سره څرگند ټكر دی، خو بې ځايه هم نه دی، نه هم له واقع سره ټكر دی او نه ياد عام باور، قناعت او اعترافونه بې ځايه دي. د اداري فساد خپل مفهوم دی، خو باور يې د يوې وړې برخې عام كړای شوی، ورته د بشپړ(اداري فساد)اصطلاح كارول شوې او له بشپړ مفهوم غورځولو وروسته يې يوازې په همدې يوه كوچنۍ برخه كې كارېدل دومره عام او پاخه كړای شوي چې ښايي اوس داسې څوك هم وي چې خپل اصلي بشپړ او پراخ مفهوم يې ونه مني او خپله دا هم همدغه د اداري فساد په صفر كېدو قناعت او د اعتراف كوونكو دښمنو كړيو او رسنيو د فكري او تبليغاتي اغېزو پايله ده. نو خبره د اداري فساد له رښتوني مفهومه پر لرې دغه توپيري باوَر وُر ټوله ده. زما موخه د اداري فساد اوج د هغه د بشپړ مفهوم له مخې دی او ياد جالبيت ته پر پام مې همدغه سرليك غوره كړی، خو د اصطلاح په ډول يې كارېدنه د دغه بشپړ مفهوم پر يوې وړې برخې متمركزه ده او د اسلامي امارت هڅې، اړوند عام نظر او باور، خپور ذهنيت يې او تر دښمنو كړيو او رسنيو پورې پرې عام قناعت او اعترافونه پر همدې اصطلاح راڅرخي.
پرديو او پرديپالو په خپل شخصي او سياسي ميلان را منځته كړي اصطلاحات كه ځينې د له منځه وړلو دي؛ ځينې نورو ته يې په اسلامي نظام او امارت كې هر مهال د وخت له غوښتنې سره، د اندونو او نظر د زاويو په توپير او په كې د نوښتونو له را منځته كېدو سره خپل څرگند او عام فهمه تفسير او تعبير هم پكار دی چې له ډلې يې د اداري فساد دغه اصطلاح هم ده. د اداري فساد اصطلاح هغوی پر نغد رشوت او د رشوت له حيثيت سره نورو امتيازاتو باندې تفسير او تعريف كړې، له خپل بشپړ مفهومه يې تشه كړې او د هغه ډېرو مواردو ته يې قانوني حيثيت ور كړی دی. يو خو يې په جمهوريت كې همدا تفسير او تعريف دی او بل د هغوی شخصي او سياسي گټې يې ټولې په اداري فساد پورې غوټه وې. آن د بشپړ مفهوم له منځه يوازېنۍ د نغد رشوت برخه يې چې ناقانونه گرځولی وه؛ لاهم يې د همدې رشوت له حيثيت سره ترسره كاوه، په كې تر پوزې ښكېل و او هر وخت يې د ماتې لامل هم وگرځېد. ځكه د اداري فساد د بشپړ مفهوم د اجزاوو تر منځ د ټينگ تړاو له امله دا شونې نه ده چې ډېرو ته يې قانوني حيثيت ور كړ شي او يوازې رشوت په تش ناقانونه گرځولو سره ترې جلا كړای شي او نه هم بيا په عمل كې هيچا او هيڅ قانون ترې جلا كړای شو. سربېره پر دې چې د اداري فساد بشپړه اصطلاح يې هم ورته كاروله او د دغې اصطلاح د مفهوم په اړه يې هم يوازې د همدغه رشوت ذهنيت عام كړی و. نو ځكه د اوس وخت غوښتنه دا ده چې له خپل بشپړ مفهوم څخه په اخيستنه او د هغه په اوسنيو رښتونو مصداقونو او بېلگو اداري فساد داسې نغد تفسير، تعريف او تعبير شي چې لا تر اوسه په اسلامي امارت كې روانې گډوډۍ او بې عدالتۍ ټولې را ونغاړي او بيا د اسلامي امارت مبارزه د ټولو پر وړاندې بې توپيره او پر داسې جديت ترسره شي لكه د اشغال او اشغال تپليو رژيمونو د تفسير له مخې د نغد رشوت او د رشوت پر دود له كړو وړو سره چې روانه ده، ترڅو د اداري فساد پر وړاندې دغه مبارزه په رښتونې مانا بريالۍ شي. له دې پرته د اداري فساد تر اصطلاح لاندې د نغد رشوت پر وړاندې مبارزه هم ځكه نېمگړې ده لكه چې ومو ويل د اداري فساد د بشپړ مفهوم د يوې برخې په توگه او ورسره د ټينگ تړاو له امله نغد رشوت د اداري فساد نه بېلېدونكې برخه ده.
د اداري فساد بشپړ مفهوم، شرعي ليدلوری او پر بنسټ يې سم تفسير او عام فهمه تعريف هغه ټولې او هر ډول گډوډۍ او بې عدالتۍ را نغاړي چې د يوې ټولنې او يو نظام په جوړښت كې مديريت، كنترول، نظم او حكومتولي مختلولی او له يو وړوكي زيان او گواښ سره يې لا هم مخ كولی شي. يانې هغه څه اداري فساد دی چې د ياد اختلال، زيان او گواښ لامل گرځېدل يې آن د امكان او شونتيا په حد كې وي. كه څه هم له دغه تفسير او تعريف سره سم، خو ورته د اداري فساد اصطلاح او نوم له كارولو پرته په جلا جلا فرمانونو اسلامي امارت دغه بشپړ مفهوم محكوم كړی او د رشوت په څېر يې د بشپًړ اداري فساد د مخنيوي مسئوليت او رسالت هر فرد او وگړي ته را له غاړې دی؛ بيا هم كه وكتل شي له نغد رشوت پرته نورو مواردو سره يې امارت هم كار نه لري، نو يوازې له رشوت سره د مبارزې برياليتوب بېخي شونی نه دی. په دغه برياليتوب د دښمنو كړيو او رسنيو قناعتونه او اعترافونه يوازې د اداري فساد له بشپړ مفهومه د فكري او ذهني اغفال راوستلو او پرې پام يوازې د رشوت پر مخنيوي متمركز كولو لپاره دي او پر اغېزو يې لكه چې د اداري فساد پر تړاو عام فكر او ذهنيت يوازې د نغد رشوت جوړ شوی؛ هغسې ورسره د اسلامي امارت مبارزه هم يوازې پر همدې تمركز لري.
د اداري فساد له دوو ټكو د جوړې دغې اصطلاح لومړی ټكی اداره ده چې مديريت، كنترول، نظم او ډسپلين او مهارېدنې ته وايي او دوهم ټكی يې فساد دی چې د ادارې ضد او سرچپه مردارۍ، خوسا والي، گډوډۍ، ويجاړۍ، ټكني كېدو او له لارښوونو او اصولو سرغړونې ته وايي. نظام، حكومت او اداره ټول يوه مانا لري او د بشپړ مفهوم له پلوه اداري فساد هم په گڼو او ټولو شكلونو او تشكيلونو زياتره يوازې د يو هېواد او يوې جغرافيې په دغې له ټولو ستره اداره كې را ټولېدای شي چې په ځان كې د ارگانونو او وړو ادارو په درلودلو بې شمېره بستونه او د ډول-ډول مزاجونو او اصالتونو وگړي لري، نو د اداري فساد اصطلاح د خپل اصل او د بشپړ مفهوم له مخې تر ډېره د يو دولت او حكومت اړوند هر ډول او د هر ارگان او بست اړوند گډوډيو او بې عدالتيو لپاره كارول كېږي چې تر منځ د ځنځيري لړۍ او ټينگ تړاو لرلو او د ډېر تفكيك او توپير نه كېدو له وجې يې په يوه هم بشپړ نظام او حكومت مردار، خوسا او وروست، ټكنی او ويجاړېدلای شي.
په نظام كې څومره او څرنگه چې ارگانونه، ادارې او اړوند مشران او پرسونل يې بې شمېره وي؛ همغسې په كې د خپل بشپړ او پراخ مفهوم له مخې د اداري فساد موارد او پېښې هم ډېرې او په بېلابېلو ډولونو وي چې ښايي تر يو ارگان، ادارې، مديريت او سرپرستۍ لاندې هم را ټولې وي او جلا جلا هم، خو مهمه دا ده چې مركزيت او بنسټيز لامل او سرچينې يې وپېژندلې شي او د هغو پر وچولو ورسره پرېكنده او بريالۍ مبارزه وكولای شو. په لومړي سر كې خو په نظام كې د سترو گډوډيو او بې عدالتيو په بڼه اداري فساد د نورو وړو بڼو په لرلو د پراخ اداري فساد مركزيت، بنسټيز لامل او سرچينه وي او بيا د هر ډول گډوډيو، بې عدالتيو او ښكېلو وگړو ترمنځ د يو جال او شبكې په څېر د ټينگ تړاو له امله دا هم ممكنه نه ده چې د ياد مركزيت، بنسټيز لامل او سرچينې له ،له منځه وړلو پرته د بشپړ اداري فساد پر وړاندې مبارزه وشي او له منځه يووړل شي. نو ځكه مهمه هم دا ده چې يوازې ياده پېژندنه ترسره شي او د بريا له بشپړ ډاډ سره مبارزه ورسره وشي، له دې ور هاخوا دا پېژندل چې د كومې بې عدالتۍ سرچينه څه څېز دی؟ د پرېكنده مبارزې په لاره كې خنډ گرځي، يوازې دومره چې د اداري فساد زيانونه، د بېلابېلو ډولونو او عنصرونو تر منځ يې اوبدلی او پېچلی تړاو او په ژوره رېښه يې له سرچينې فرسخونه لرې د را زرغونېدو كره والی او ډاډ پرې ترلاسه كړو او بس، خو دې ته بيا اړتيا نشته.
په اسلامي امارت كې د هر ډول گډوډيو او بې عدالتيو مركزيتونه، بنسټيز عوامل او لاملونه او يوازينۍ سرچينې انډيواليزم او گڼې توپير پالنې، واسطه بازي، له واك او سياسي موقفونو ناوړې استفادې، پر گڼ شمېر هغو کسانو چې پر وړاندې يې د تصفيې كمېسيون او يوه په بله پسې دوه برنامې را منځته شوې؛ د ليكو گډوډي، په گمارنو كې اهليت ته نه پاملرنه، د ژمنو او ټينگارونو ترمنځ لرې والی او پر مبرم او مبرهن ضرورت، ديني لارښوونو، قانوني حيثيت او د مقنع څرگند ځواب په توگه د مانع پر نه شتون سربېره د مېرمنو د زده كړو ځنډ او له گڼل كېږي، خو تر ټولو يې گواښوونكی له دې هرڅه په رڼو سترگو او سپينه ورځ انكار، ورته سرليكونه او توجيهات تراشل او د پايلې په توگه يې د ډاگيزو شته ټولو گډوډيو، بې عدالتيو او په هره بڼه اداري فساد چېلنجول دي. اوس كه نغد رشوت، د واسطې او انډيوالۍ له لارې سياسي او د شخصي اغېزې رشوت(چې د جمهوريت مهال د جنسي رشوت پر ځای او د رشوت خورا ناوړه ډول دی)، د تملق او چاپلوسۍ لعنت، د پوځي او استخباراتي روزنو په گډون بې معياره روزنې، بې ځايه گمارنې، وظيفوي غفلت، د همغږۍ نشتوالی، په وظيفوي تداخل كې د چا د كومې وړتيا جمود، د پوهې كمښت او د كچې ټيټوالی، د نظام د ليكو له گډوډيو وروسته اوس په علمي ډگر كې گډ وډۍ، په كومه برخه كې د مشرتابه يا نورو مشرانو بې اطاعتۍ او كه په هر رنگ او بڼه سترې او وړې بې عدالتۍ او گډوډۍ دي؛ ريښې يې خپلوۍ، انډيوالۍ، واسطې او نورو مركزيتونو او سرچينو ته ورتېرې دې او همداسې د اداري فساد جال او شبكه او يوه ځنځيري لړۍ جوړوي.
كه څه هم گڼو فعالانو او شاعرانو په ټولنيزو رسنيو كې دغه فسادونه په خوږو ټكو ښه سرخلاصي د مشرانو تر غوږونو رسولي او هغوی هم په لوی شمېر داسې څوك په رڼو سترگو ويني او پر خلاصو غوږو يې اوري چې پر ډول ډول دغو اداري فسادونو ككړ دي، خو كړنې يې د اداري فساد په توگه نه پېژني او مخه يې نه نيسي چې دا هم په خپل ځان كې اداري فساد دی. له دې ورهاخوا كوم قلموال، د نظر څښتنان او تحليلگران چې بيا هم د اداري فساد پر خپل رښتوني او بشپړ مفهوم، شرعي حيثيت او پر بنسټ يې تفسير او تعريف باندې چپ پاتې كېږي، په اړه يې عام ذهنيت او پوهاوي ته كار نه كوي، د مخنيوي غږ يې نه پورته كوي او يا هم هماغه تفسير او تعريف شاربي چې اشغال او جمهوريت كړی؛ د خپل دغه رسالت په نه ترسره كولو دوی هم د اداري فساد په يوه غوښنه برخه كې ښكېل راپېژني. همداسې كه څوك دغه موارد د اداري فساد له مفهومه وتلي او نور څه يې گڼي او پرې د اشغال او جمهوريت په څېر د اداري فساد مفهوم نيمگړی تعريفوي؛ د گډوډيو او بې عدالتيو پر دغه اداري فساد له زړه خوښ دی، د واسطې، خپلوۍ او انډيوالۍ د رشوت په څېر د اداري فساد له ټولو ناوړه او اغېزمن عنصر چې لا هم اداري فساد نه شي، نغد رشوت خو بالكل اداري فساد نه دی.

محسن سعود

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *