مقالی اوتبصرې

خوست کې د ځنګلونو  پرې کول ۹۰ سلنه کم شوي

په خوست کې د ځنګلونو وهلو د مخنيوي لپاره د رامنځته شوې ((شنې قطعې)) په نامه د ځانګړي امنيتي ځواک مسئولين وايي: له تېر يو نيم کال راهيسې د ځنګلونو وهلو په کچه کې ۹۰ سلنه کموالي راغلی دی.دوی وايي: له تېر يو نيم کال راهيسې د کرنې او مالدارۍ رياست په چوکاټ کې فعاليت کوي چې تر اوسه يې د ځنګلونو وهلو او پرې کولو په تور شاوخوا ۸۳تنه نيولي او عدلي او قضايي ارګانونو ته يې معرفي کړي دي.د شنې قطعې مرستيال ډاکټر محمد يونس محمدي رسنيو ته ويلي: د دوی کسان په ټولو ولسواليو کې د ځنګلونو وهلو د مخنيوي په موخه شپه او ورځ ګزمې کوي، هغه کسان نيسي چې ځنګلونه وهي او په خبره يې ډېر ژر به د خوست ټولو ولسواليو ته خپل تشکيلات پراخ کړي.«شنه قطعه تقريباً يو نيم کال کېږي، چې په خوست ولايت کې اجراءات کوي، تقريباً د ځنګلونو په پرې کولو کې ۹۰ سلنه کموالی راغلي دي. په ځنګله کې د ونو پرې کول مطلق بند دي، هغه ونې چې په خپله يا توفانونو غورځولي وي، نو د زراعت رياست په چوکاټ کې هغې ته اجازه شته، کور ته د سون لپاره يې وړلي شي، خو تجارت د لرګيو مطلق بند دي.))ډاکټر محمديونس محمدي دغه راز وويل:  په تېر يو نيم کال کې يې ۱۵۰۰خرواره شنه وهل شوي لرګي او ۱۷۰۰ مختلف النوع چارتراش لرګي هم ضبط کړي دي.نوموړي له ځايي خلکو هم وغوښتل ، چې د ځنګلونو له قطع کولو دې لاس واخلي او د پيسو ګټلو لپاره دې بديل کاروبارونه ولټوي.((تقريباً ۱۵سوه خرواره موږ سره لرګي اوس موجود دي او يو څه اندازه په ساحه کې پراته دي، داسې ساحو کې وو،  چې رسيدګي نه ورته کېده. له خلکو مو دا غوښتنه ده، چې دوی د لرګيو له تجارته ډډه وکړي، بديلې لارې دې غوره کړي او بل تجارت ته دې مخه وکړي.))د خوست د کرنې او مالدارۍ رياست مسئولين هم وايي: په دې ولايت کې د ځنګلونو د بيا احيا کېدو لپاره يې بېلابېلې پروژې تر لاس لاندې دي او ډېر ژر به د خوست ځنګلونه په لنډه موده کې بېرته احيا شي.د کرنې او مالدارۍ رياست د طبيعي سرچينو آمر کمال الدين کمال وويل: روان کال د صبريو، باک او ځاځي ميدان ولسواليو په ځنګلونو کې د UN-FAO په نامه د يوې مرستنديې موسسې په همکارۍ شاوخوا ۱۲۹زره مثمر او غير مثمر نيالګي کينول شوي.نوموړي زياته کړه ، چې د دغو نيالګيو د ساتنې او د ځنګلونو د بيا احيا کيدو لپاره په بېلابېلو ولسواليو کې د اوبو د ۱۰ ذخيروي ډنډونو د جوړولو چارې هم روانې دي او په راتلونکي پسرلي کې به زرګونه نور نيالګي هم په ځنګلونو کې کېنول شي. (( د کابل د تيرې ادارې په وخت  کې کورنۍ قوريې جوړې شوې وې، چې په هغو کې چارمغز او چلغوزي کرل شوي دي. سږ کال په سپېره او ځاځي ميدان ولسواليو کې ۲۲۴زره او ۵۰۰ نيالګي ساحې ته انتقال شوي او په راتلونکي پسرلي کې به ان شاءالله له دې قوريو څخه نيالګي ساحو ته انتقالوو.))سره له دې چې د ځنګلونو د مخنيوي په هڅو خلک خوښ دي، خو ځينې اندېښنې هم ورسره ملګري دي.  په خوست کې د لرګيو يو سوداګر همېشه‌ګل وايي: د ځنګلونو په وهلو د بنديز له کبله په ښار کې د لرګيو کاروبار هم اغېرمن شوی او په منډيي کې د لرګيو له کمښت سره مخ دي.نوموړي وويل: حکومت بايد په ځنګلونو کې وچ لرګي د يوې طرحې له مخې بازار ته وړاندې کړي، څو خلک په اسانۍ د سون لرګيو ته لاسرسي ولري. (( په ټالونو يې دومره تاثيرات غورځولي دي، مخکې چې لرګي وو  ټالونه به ټول خرڅېدل، سړي به چې راغلل خلک له لرګيو په تنګ وو، په قرضه يې ورکول او اوس يې هر سړی په غلا راوړي او په نغدو پيسو يې خرڅوي. ‌ډېر کم شوي دي دلته ((ښووان)) او ((سپېرکۍ څېړۍ ))لرګي زيات وي.))د لرګيو د نشت يا لږوالي په صورت کې دا اندېښنه نه يوازې د سون لرګيو د کاروباريانو ده، بلکې عام خلک هم دې ټکي ته اندېښمن دي.د خوست يو تن اوسېدونکي خان الدين انيس وايي: په دې وروستيو کې د ځنګله وهنې په برخه کې غوره ګامونه اوچت شوی، خو حکومت ته په کار ده، چې خپلو وګړو ته د سون توکو په برخه کې لازمې اسانتياوې رامنځ ته کړي او يا بديل سون توکي خلکو ته معرفي کړي. ((بايد نور کار هم وشي ، ترڅو چې دا ځنګلونه موږ ته خوندي پاتې شي. دولت بايد د سون توکو د پيدا کيدو په برخه کې ګامونه واخلي، خلک مجبور دي ،چې د سون توکو لپاره ځنګلونه ووهي، خو په دې برخه کې بايد دوی هېواد ته ګاز په ټيټه بيه وارد کړي يا خپلې د ګازو ذخيرې وسپړي ، ترڅو خلک له دې ستونزو خلاص شي.))خو آيا د ځنګلونو ګټه يوازې دا ده چې مېوه لرونکې ونې يې مېوې او غېر مېوه لرونکې ونې يې د سون لرګي ورکړي؟دا پوښتنه ممکن د ډېرو عوامو له خوا په ((هو)) ځواب شي، خو که د دې برخې له کارپوهانو يې کوو، هغوی ځنګلونه د اقتصادي ګټو ترڅنګ د چاپېريالي ساتنې، د سيلابونو دمخنيوي، د کاربن دای اکسايډ په جذب، د اکسېجن په توليد او ډېرو نورو برخو کې مهم او اړين بولي.د پکتيا پوهنتون د کرنې او مالدارۍ پوهنځي د ځنګلاتو څانګې استاد اسماعيل لاروي وايي: په تېرو کلونو کې د افغانستان پر ځنګلو تجارت روان و ، چې له همدې امله په دې وروستيو کې د طبيعي پېښو خطرات ورسره زيات شوی او خلکو ته يې ګڼې ستونزې جوړې کړې دي.((ځنګلونه د چاپېريالي ستونزو او ننګونو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې مهم رول لري، مثلاً: د سيلابونو په مخنيوي کې ځنګلونه مهم بلل کېږي، د کاربن داي اکسايد د جذب په برخه کې همدا ډول د غږيزې ککړتيا او ګرد او غبار په جذب کې دا مهم رول لري.))د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د يوې شمېرې له مخې ، له جګړو وړاندې د افغانستان د ځنګلونو شمېر يو ميليون او ۹۰۰ زره هکټاره بې ميوې او ۴۵۰زره هکتاره ميوه لرونکې برخه وه، خو د جنګونو له کبله د افغانستان ځنګلونو هم دپام وړ زيانونه وليدل.ياد وزارت دا اټکل هم کړی، چې که د ځنګله د ساتنې او احيا هڅې دوامدارې وساتل شي، نو ممکن تر ۲۰۳۰  ميلادي کاله پورې په هېواد کې د ځنګلونو شمېر پخواني حالت (يوميليون او ۹۰۰ زره هکټاره) ته ورسوي.د کارپوهانو په باور، د ځنګلونو د ساتنې او احيا لپاره د مسئولو دولتي ادارو ترڅنګ د سيمه ييزو ټولنو رول هم ډېر مهم دی، چې د ځنګله د پرکولو پرځای د ځنګلي نيالګيو ايښودل عام شي او د ځنګل ساتنې داسې اتحاديې او د عامه پوهاوي پروګرامونه پلي شي ، چې د ځنګلونو واقعي ارزښت او ګټې خلکو ته په ګوته کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *