مقالی اوتبصرې

خوارج د نړیوال تروریزم پیوند شوي نیایګی دي

رحمت الله فیضان
په ننني عصر کې ظلم او تشدد چې یو انسان یې د بل انسان په وړاندي جایز ګڼي ترهګري بلل کېږي.
د دې کلمې ریښه لاتیني ده او په لومړي ځل سیاسي فرهنګ ته د فرانسویانو له لوري ورداخله شوه .
هغه خونړۍ پیښې چې د 1792 او 1794 کلونو ترمنځ په فرانسه کې را منځټه شوې د فرانسې په تاریخ کې د تور داغ په توګه ثبت شوې او د ترهګرۍ دوره بلل کېږي.
د وخت په تیریدو سره، د “ترهګرۍ بم” اصطلاح را پیدا شوه، او لومړني خلک چې دا اصطلاح یې د خلکو حافظو ته اتنقال کړه آلمانیان وو چې په 1941 کې یې د روتر دام ښار بمبارکړ .
د روټردام بمباري یوه ستراتیژیکه بمباري وه چې په دوهمه نړیواله جګړه کې د جرمني د هوايي ځواک له خوا په هالنډ ترسره شوه، د دې برید موخه د جرمني پوځیانو ملاتړ او د هالنډ پر وړاندې د هغوی تسلیمول وو.
زموږ هیواد هم یو له هغو هیوادونو څخه دی چي د تاریخ په مختلفو پړاوونو کې د نړیوال استکباري تروریزم له نا ځوانمردانه یرغلونو څخه په آمان نه دی پاتې شوی ، له ۱۸۳۹ میلادی کال څخه را پیل چي د انګریزانو لومړنی ترورستي یرغلونه وو بیا تر ۲۰۰۱ کاله پوري چي غربي ایتلاف زموږ پر مقدسه خاوره پر نیمه شپه ترهګریز یرغل پیل کړ او پوره شل کاله یې دوام وکړ .
امریکا او د هغوی متحدینو د خپلو ترهګریزو عملیاتو په ترڅ کې ‌آباد کورونه وران کړل ، په زرګونو انسانان یې په شهادت ورسول په ميلیونو افغانان د خپلو استوګنځیو پرېښودلو ته مجبور شول او یو شمیر نور بیا د دیموکراسي ، آزادي ، پرمختګ ، ولسواکي او په نورونو مونو وغولول شول او د خپل ملت پر وړاندي یې د وسلو کارولو ته اړ کړل شول .
په افغانستان کې د غربي ترهګرۍ له ماتي وروسته نړیوال طاغوت د خپلو موخو د تحقق لپاره یو شمیر روزل شوي منحرفین چي د اسلام لباس یې پر تن دی او د جهاد نعره یې اوچته کړي تر شا پرېښودل ، دا منحرفین د نړیوال تروریزم پیوند شوي نهالان خوارج دي او د اسلامي ټولني د تزلزل او بي ثباتي په برخه کې ترې کار اخیستل کېږي .
خوارج اوږده مخینه لري خو په لومړي ځل دا ډله د حضرت علي کرم الله وجهه د خلافت په پیل کې او د علي کرم الله وجهه په مقابل کې را پورته شوه او علي کرم الله وجهه او ټول هغه کسان یې تکفیر کړل چي له علي کرم الله وجهه سره ملګري وو ، دوی د تاریخ په اوږدو کې یوازي د مسلمانانو په مقابل کې دریدلي او ډیري سختي ظالمانه جګړې یې ترسره کړي دي ، د دوی ستر هدف په اسلامي ټولنه کې نفاق ته وده ورکول او هرج مرج دی ، دا خلک هیڅ انسانی او اخلاقی ارزښتونه نه پیژني ، دوی د ویجاړ ولو تباه کولو او په پای کې د خپل ځان د تباهي او نابودي قسم خوړلی دی .
دا یو مسلم حقیقت دی چي دا مهال خوارج د نړیوال استکبار د ګټو او د اسلامي امت د تضعیف او کمزوري کولو په موخه ځان وژنه کوي ، تر څو چې د دغو خوارجو ډلو ریښې په غوڅ قاطعیت سره له بیخه ونه وزي او هغه شبکې چې د دوی ملاتړ کوي په ډاګه افشا نه شي، د خوارجو له منځه وړل به یو څه ستونز من وي .

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *