مقالی اوتبصرې

خاوره

خاوره د ژوند له چاپېرياله نه بېلېدونکې ده، مطلب که خاوره نه وي، ژوند هم نشته. څېړنيز معلومات ښيي چې د ژونديو موجوداتو ۹۵٪ خوراکي مواد په مستقيم او غير مستقيم ډول له خاورې تر لاسه کېږي. د خاورې سالموالی د خوراکي سيستم بنسټ جوړوي. د خاورې په ترکيب کې منرالونه، عضوي مواد، اوبه، هوا او ژوندي موجودات شامل دي.

خاوره د ژوند په چاپېريال کې هومره مهمه ده، لکه څومره چې اوبه، هوا، لمريزه انرژي او روښنايي او د ځمکې او لمريز نظام ثبات مهم دي. دا وخت چې اقليمي بدلونونه خورا بوږنوونکي حالت ته رسېدلي دي ،نو په دې اړوند شوې څېړنې ښيي، که خاوره سالمه پاتې وای او تخريب يې نه وای رامنځته شوی ،نو شونې وه چې اوسني وضعيت بحراني حالت نه وای اختيار کړی ،خو دا چې د خاورې د ويجاړتيا پروسه لا وار د مخه پيل شوېده، نو اقليمي بدلونونه هم له ناوړه پايلو سره ملګري او چټک دي.

خاوره په طبيعت کې د هغو ککړتياوو په راکمولو کې خورا اغېزمن رول لري چې دا وخت د انسانانو ژوند ګواښي، يو له هغو مهمو او حياتي دندو چې خاوره يې لري، د طبيعي ککړوونکو خوسا کېدل او دفع کېدل دي .که خاوره نه وای، دا چاره د انسانانو له واکه وتلې وه. د طبيعي ککړونکو د مخنيوي تر څنګ هغه مصنوعي ککړتيا چې د فوسيلي موادو د سون په پايله کې چاپېريال ته علاوه کېږي، خاوره يې د خپرېدو په مخنيوي کې اغېزمن رول لري. څېړنې ښيي چې د نړۍ په کچه هر کال له فوسيلي سونتوکو څخه را منځته کېدونکې نږدې ۲۵٪ ککړوونکي د خاورې په واسطه دفع او جذبېږي.

خاوره د هوا د تودوخې په تنظيم کې هم مهم رول لري. نږدې ټول ژوندي موجودات د خاورې په هغه نازک او لطيف پاسني پوښ پورې نښتي چې ژوند يې ترې پايي ،نو د انساني ژوند د بقا لپاره خاوره خورا ارزښتمنه سرمايه ده او په ساتنه کې يې ټول مکلف دي.

څېړنې ښيي چې د ژوند د چاپېريال د نورو برخو د ويجاړتيا په څېر په دې وروستيو کې د خاورې د تخريب پروسه هم چټکه شوېده، د تېرو ۱۵۰ کلونو په اوږدو کې د خاورې د پاسنۍ برخې نږدې نيمايي هغه له ويجاړتيا او تخريب سره مخامخ شوې چې اصلي عوامل يې د انساني فعاليتونو ګړندي کېدل، د خاورې ژوره کيندنه/ شدياره، د کيمياوي سرو، حشره وژونکو، فنجي وژونکو او نورو کيمياوي موادو کارول دي. د خاورې په تخريب کې د وروستيو اقليمي بدلونونو له سببه چې پر اساس يې د نړۍ په زياترو سيمو کې د سېلابونو د راوتو او همدا شان د وچکاليو رامنځته کېدو شاهدان يو، دا بدلونونه په لويه کې خاوره هم تخريبوي او توږي يې .

د سمندرونو د اوبو د کچې را لوړېدلو هم د خاورې د تخريب چاره چټکه کړېده ،ځکه په زياترو ساحو کې مالګينو اوبو خاورې له ويجاړۍ او د کرنيز پوښښ له محوې سره مخامخ کړېدي.

د خاورې د اهميت او ساتنې په اړه په نړيواله کچه هڅې روانې دي، خو په عين حال کې د خاورې تخريب لا هم دوام لري او په بشپړه توګه د خاورې د تخريب مخنيوی نه دی شوی، په دې اړه زياتره هغه ستراتيژۍ او پلانونه چې د خاورې ساتنه پکې هدف وي، د شنه پوښښ زياتوالی او د ونو کېنول پکې شامل وي، ځکه د نباتي پوښښ په زياتوالي سره ممکنه ده چې د خاورې د شدېدې توږنې مخنيوی وشي، د سېلابونو او وچکاليو شدت راکم شي او په لويه کې د خاورې د تخريب مخنيوی وشي.

د خاورې د سالمې ساتنې لپاره يوه چاره دا هم ښودل کېږي چې له زهري او وژونکو درملو څخه ډډه وشي ،ځکه د خاورې د خوځنده اکوسيستم د ويجاړۍ باعث ګرځي. د خاورې چينجيان چې د خاورې په ترکيب او حاصلخيزې کې مهم رول لري، د ناوړه درملو د کارولو په نتيجه کې مري، د خاورې چينجيان د خاورې د جوړښت لپاره خورا مهم بلل کېږي، د شعار په توګه دا خبره«The best soil engineers are earthworms.»زياته تکرارېدونکې ده ،نو د ناوړه درملو کارېدنه چې چاپېريال ته زيان اړوي او هغه خوځنده طبيعي اکوسيستم چې تنظيم يې د انسانانو له وسه وتلې چاره ده، بايد زيانمن نه شي.

افغانستان يو له هغو هيوادونو دی چې نباتي پوښښ پکې تخريب شوی او يا له چټک تخريب سره مخامخ دی ،نو ښه دا ده چې د اقليمي بدلونونو په نتيجه کې رامنځته کېدونکې ناوړه شرايط مديريت شي، موږ ګورو چې د هيواد زياتره ساحې له ورانکارو سېلابونو او وچکاليو سره مخامخ دي ،نو که د خاورې د تخريب مخنيوی او د شنه پوښښ د زياتېدو لپاره هڅې وشي، هم به د خاورې د تخريب مخنيوی شوی وي او هم به په عين حال کې د خاورې د حاصلخيزۍ کچه لوړه شوې وي.

د خاورې د اهميت، ساتنې او مديريت په اړه په نړۍ کې بې شمېره څېړنې شوې، کتابونه ليکل شوي او لا هم په دې برخه کې انساني هڅې پای ته نه دي رسېدلې، نو افغانستان غوندې فقيرو او بېوزلو هيوادونو ته په کار ده چې د نورو مهمو چارو تر څنګ د خاورې ساتنې او پالنې ته هم پام وشي ،ځکه د ځمکې په سياره کې د خاورې له سالموالي پرته د سالم ژوند توقع د خوب ليدل دي.

محمد اسماعيل لاروی

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *