مقالی اوتبصرې

حرفوي زده کړې او د هغو زماني اړتيا

نږدې نيمه پېړۍ کېږي ،چې زموږ په هيواد کې تپلې جګړه روانه ده او تر اوسه يې هم نښې ښکاري او زموږ د مظلوم ولس وينې په کې تويېږي او کورونه يې ورانېږي او نور مادي او معنوي امکانات يې زيانمنېږي او د درس او تعليم او تربيې ډګرونه يې سخت زيانونه ويني او زموږ نوی نسل او ځوانان د بشري تمدن له پرمختګونو او د ژوند له سهولتونو بې برخې کېږي او دا ناورين زموږ د ټولنې د هر غړي پر ژوندانه متقابله اغېزه کوي .په دغې موده کې زموږ ګڼ شمېر هيوادوال د مکتب او مدرسې او پوهنتون له محيطه لرې شول او جبراً په جګړو کې ښکېل شول . په دی ترتيب د هغوی زده کړې نيمګړې پاتې شوې او طبيعي ده، چې نيمګړی زده کړې د هيڅ درد دوا هم نه شي کېدای او د وخت په تېرېدو سره هغه نيمګړې زده کړې هم د نورو فکري او عملي بوختياوو په وجه له ذهنونو کډه کوي او نور څيزونه يې ځای نيسی.کسب او مسلک د ژوندانه د څرخ ګرځولو لپاره ډېر اړين څيزونه دي او دا دوه اوږه په اوږه د ټولنې د مادي او معنوي اړتياوو د پوره کولو او احتياج او فقر او لوږي او بيکارۍ د له منځه وړلو او د يوې آرامې او پرځان بسيا ټولنې د رامنځته کولو لپاره هغه ضرورتونه دي چې مخ نه ترې اوړي، ځکه ژوند يوازې ژوندي پاتې کېدل او سا کښل نه بلکې د وخت او محيط د بشري تمدني غوښتنو په وړاندې مسئول پاتې کېدل او د هغو له مادي او معنوي امتيازاتو ګټه اخيستل او په ټولو برخو کې له نورو انسانانو سره سالم رقابت کول او ژوند ته د کار او فعاليت په برخه کې د فني او تخنيکي زده کړو او د هغو د لاسته راوړنو په برخه کې نوی رنګ ورکول او له آسانتياوو څخه يې برخمن کېدل دي.اوس چې په هيواد کې امن راغلی او د جګړې تور او قاتل ټغر ټول شوی، بايد له دغه نعمت څخه اعظمي ګټه پورته کړو او زموږ هغه هيوادوال چې د تېرو جګړو له امله بې پخوانۍ زده کړې نيمګړې پاتې شوي او همدا راز يې عمرونه هم لوړ شوي او د بېلا بېلو عواملو له مخې خپلو پخوانيو زده کړو ته دوام هم نشي ورکولای،لازمه ده،چې له جګړې وروسته د بيارغاونې په پروسه کې دغو هيوادوالو او په تېره بيا ځوانانو ته لويه برخه ورکړ شي ، ترڅو دغه وروڼه د ژوندانه د پر مخ بېولو لپاره د کار او کسب لاره ونيسي او د خپلو مټو په وسيله د ژوند کاروان پرمخ بوځي او پرخپلو پښو او امکاناتو او کاري او کسبي او حرفوي هڅو سره د مناسب کار او فعاليت له لارې د خپل ژوند اړتياوې پوره کړي او د دې ترڅنګ څرنګه چې ځوانان د کار او ورځني فعاليت او کاري پروسې د ګړندي ساتلو او ودې لپاره زيات امکانات لري او دغه کاري پروسه د هيواد پر اقتصادي پرمختګ مستقيماً اغېزه کوي ،د نورو کسانو په پرتله د هغوی ګومارل او د دغه استخدام لپاره د هغوی د فکري او جسمي وړتياوو عيارول او روزل او هغو ته د امنيت په چوکاټ کې زمينه برابرول لويې اقتصادي لاسته راوړنې لرلای شي .
په لنډو ټکو کې بايد ووايو چې اقتصاد د ژوند د قوام په برخه کې ډېر رول لري او دغه رول يې بايد د ژوند په هيڅ برخه کې له پامه ونه غورځول شي او د کار او روزګار په هره برخه کې بايد دوخت او شرايطو غوښتنې او ضروريات او د دغو غوښتنو او ضرورياتو په منځ کې لومړۍ درجه لومړيتوبونه ، دويمه درجه لومړيتوبونه ، درېيمه درجه لومړيتوبونه ، لنډمهالي لومړيتوبونه ، منځ مهالي لومړيتوبونه او همدا راز هم اوږدمهالي لومړيتوبونه تشخيص او په پام کې ونيول شي او د کار او فعاليت په چوکاټ کې بايد پرې پانګونه وشي او همدا راز په منظمه توګه کنترول او دکار په پای کې هم دهغو پايلی و ارزول شي او مثبت ټکي يې لا نور هم تقويه شي او هغه عوامل چې د کار او کارګر ، کاري ذهنيت او وړتيا ننګوي په علمي توګه تشخيص شي او بېړنۍ حللاره ورته پيدا شي او دغه پروسه په مستمره او دوامداره توګه وڅارل شي او يوه شيبه هم ترې غافل نه شو او دا د ټولنې د ټولو اقشارو د اقتصاد ، امنيت او روحي او فکري سکون په پرخه کې ځانګړی رول او ځای لري او بايد چې پوره پوره مواظبت يې وشي .

روان

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *