مقالی اوتبصرې

حجاب په داسې ټولنه کې رامنځ ته شوی چې هلته ښځې ژوندۍ ښخېدې

د حجاب ناقضين حجاب د ښځوپه مقابل کې لوی ظلم بولي، ځکه دوی تل دا هڅه کوي چې ښځې د بې بندوبارۍ او فحشا پر ډګر نيمه عريانې وګوري، څوله هغوی سره د دوی ګډ ژوند په خوش ګذرانۍ تېرشي، خود حجاب شرعي احکام چې داخلاقي توصيې اود ښځې دشخصيت او وقار د ساتنې اوحفاظت لپاره دهجرت په پنځم کال په مدينه منوره کې په يوه داسې ټولنه کې چې د رسول الله له بعثته د مخه به ښځې ژوندۍ په کې ښخېدلې، را نازل شوی دی، داځکه چې ښځه په ټولنيزژوند کې فوق العاده آسيب پذيره ، په فزيکي لحاظ کمزورې اوپه ضمن کې ښځه هغه ظريف ، نفيس ، ښکلي او زړه وړونکي موجود دی، چې که مبالغه ونه شي د پرهيزګار انسان هم ورپام وي ، نود پورتنيوملحوظاتوله مخې ښځه بايد په عامه محضرکې دبدن داندامودحفاظت لپاره حجاب ولري، حجاب په دوی دمشقت په مانا نه دی لازم شوي ، بلکې حجاب ددوی د عزت، عفت ، شرف اووقاردخوندي ساتلوضامن دی ، له بله اړخه حجاب د ښځوهغه قوي او زغره لرونکې وسله ده، چې په ذريعه يې د دوی سلامتي په کې تضمين شوي ده، د حجاب د رعايتولواحساس د هغه له نزول د مخه هم د مسلمينوترمنځ احساسېده، ځکه حجاب له انحرافاتود مخنيوي اوپه اخلاقي لحاظ دټولنې په سالميت کې لوړ، رول درلود ، که څه هم نن ورځ د حجاب په اړه داسلام ددښمنانوله خوا ګويا داچې حجاب د وروسته پاتې کېدولامل دي، زيات ناروا تبليغات کېږي، چې زياتره د لوېديځوالوله خوا دي اوزموږ په اسلامي معاشره کې يې هم يوشمېرکسان ترداسې اغيزې لاندې را وستي چې په پټوسترګو، کڼوغوږونواوګونکوژبو، دحجاب په اړه دغربيانوبابولالې ورسره بدرګه کوي ، ددې بدرګې زياتره ګډونوالې هغه ښځې دي چې حجاب اوستردځان په مقابل کې ناروا اوظلم بولي ، دلته يوه اساسي پوښتنه را پيدا کېږي هغه داچې حجاب خود مسلمانانود معنوي ارزښتونوپه الهي حکم ثابت شوي، نوهغه داخلي ناقضين چې د بهرنيانوله بابولالوسره يې د سرپه خوځولولاس يوکړي ، کوم حکم لري؟

دفضل بن عباس رض په اړه يوداسې صحيح حديث،  چې مسلم، ابوداود اوابن ماجه دريواړو، را نقل کړي حاوي دي، چې په حجة الوداع کې فضل، د جناب رسول الله مبارک په خواپورې په حرام شريف کې ناست و، ددوي په خواپورې داسې ښځې چې احرامونه يې تړلي وو د کعبې شريفې له خونې د طواف په منظورتېرېدې، په ناڅاپي توګه دفضل سترګې د هغوي په لور واوښتې، د رسول الله مبارک چې ورپام شو،نوخپل مبارک لاس يې لومړي دفضل په سترګو کېښود او وروسته يې دهغه مخ له ښځونه بلې خواته واړاوه .

د حضرت عايشې صديقې څخه روايت دي چې اسمآ رض يووخت په داسې حال کې اتاق ته را ننوته چې نازکې جامې يې پر تن وې، جناب رسول الله مبارک خپل مخ ترې وګرځاوه او ويې فرمايل : اي اسمآ ښځه چې د بلوغ سن ته ورسېږي نوداسې نازکې جامې چې اندامونه يې ترې معلوم شي، بايد، وانه غوندي ، دهغې لاسونواومخ ته يې وکتل، لاسونه اومخ په دې خاطرعورت نه دي چې په لمانځه اواحرام کې ښځه دهغو په پټولومکلفه نه ده ګرځول شوي ، د ټولوهغوزينتي شيانواستعمال چې ښځه ښايسته کوي د ښځو لپاره روا دي ،خوپه دې شرط چې د عشاقانوله محضرنه لرې اوپه بدن يې ښکاره نشي، لنډه داچې حجاب د ښځولپاره هغه اړتيا ده چې ټول فقها اومحدثين پرې اتفاق نظرلري ، ښځه د حجاب په واسطه کولاي شي خپل خاوند ته وفاداري څرګنده اوهغه مينه چې ور سره  لري ثابته کړي ، په دې توګه د خپل مېړه زړه په لاس را وړي اودهغه باور پر ځان زيات کړي، همدارنګه دحجاب په واسطه عفيفې ښځې کولاي شي چې دچشم چرانانواوهوسرانانوپه خوله غاښ ماتونکي ځواب ورحواله کړي .

داچې حجاب د څه لپاره دی؟

ـ حجاب عفاف دي ، مانا داچې له الله پاک سره په حجاب ژمنه ، د پاک لمنۍ اوعفت ژمنه ده .

ـ حجاب په روحي ، رواني اوفزيکي لحاظ له آلودګيوڅخه ځان ژغورل دي .

ـ  حجاب د الله ج اودهغه له پيامبرسره د تقوا اوپرهيزګاري تړون دی.

ـ حجاب ايمان دی ، ځکه هغه څوک چې ايماني جذبه ولري، هېڅکله منهياتوته نه ورلنډېږي.

ـ حجاب حيا ده ، ځکه هغه ښځه چې شرم اوحيا لري خپل اندامونه د هوسبازانوسترګوته نه عرضه کوي.

ـ حجاب عزت دي ، هغه ښځه چې په اسلامي اصولوآراسته وي ټول دعزت په سترګه ورته ګوري

نوګرانې خورې! بيا هم وايوچې حجاب هغه (وسله) ده چې له استعمال پرته ستا امنيت اوسلامتي پکې تضمين شوې ده ، ځکه د حجاب په صورت کې هېڅوک ددې جرئت نه لري چې تش بد نيت يې په ذهن کې راتيرشي .

درنې خورې ! پوهېږي چې بې حجابي اواندام ښودنه دښځې د بدن لپاره زهرمقاتل دي، ځکه د هوسرانانو نظرپسې اوړي اوملنډې پرې وهي .

آيا پوهېږي خورکۍ کله چې دکومې ښځې حيثيت او شرف د بې حجابۍ د کومې پېښې په ترڅ کې له منځه لاړ ،هغه بېرته نشي اعاده کېداي ، له کورنۍ اوټولنې نه به د طرد حالت کې ژوند تېروي ، ښه راتلونکې يې په انتظارکې نه وي اوتل به ځورېږي.

درنې خورکۍ ! آيا پوهېږي چې د ښځې لپاره لوي توهين دادي چې خپل تن لکه دپلورنځيوپه ويترينونوکې د اېښې نانځکې په شان د هوسبازانونندارې ته کېږدي ، آيا پوهېږې چې دکورنيوشيرازود شړېدو، طلاق اونوروجناياتوزيات ارقام دبې حجابه ښځوترمنځ سجل شوي دي.

عفيفې خورې ! آيا پوهېږي چې د عزت اوعفت دښمنان هېڅکله نه غواړي چې تا په اسلامي اوايماني زيور آراسته وګوري ، په دې هم پوه شه خورې! چې مؤمنان اونورلوي اشخاص د مؤمنواوبا حيا ښځوله لمنوپيدا شوي دي .

ګرانې خورکۍ ! په ياد لره چې مرګی په کمين کې دي، لذتونه له منځه وړي ، شهوتونه ماتوي ، هيلې او آرزوګانې ختموي، دوستان له يوبل نه بيلوي، خوږوالي په تريخوالي بدلوي ، ثروتونه بې څښتنه کوي اوقدرتونه ماتوي نو اي خورې ! د خپل ځان په اړه بيداره اوسه چې داسې نه وي خداي مکړه چې خپل ټول آخرت دې، ددنيا په ډېرلنډ اوبې وفا عمربرباد کړی وي .

 

منصور احمد

 

 

 

 

 

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *