مقالی اوتبصرې

جنګ جوړوونکي بايد تاوان ورکولو ته اړ کړای شي

د ملګرو ملتونو د سازمان د رامنځته کېدو يو لوی هدف دا دی، چې د هېوادونو ترمنځ امن او سولې ته لاره هواره کړي او دغه راز د نړۍ لر او بر د خلکو حقوق خوندي کړي، خو د دغه سازمان د رامنځته کېدو له تاريخ څخه ليدل کېږي، چې د نړۍ تش په نامه زبرځواک هېوادونه، چې اکثريت يې د دغه سازمان دايمي غړي هم بلل کېږي، کمزوري هېوادونه په بېلابېلو نومونو او په ډول ډول ځپي او حقوق يې تر پښو لاندې کوي او ملګري ملتونه يې يواځې سيل کوي.دغو زبرځواکونو د خپلو ګټو د تامينولو لپاره اکثريتې لويې جګړې په لاره اچولې دي او له ټولو لوي جنګي جايتونه لکه لومړۍ او دويمه نړيوالې جګړې، جاپان کې د اټومي بم استعمال، افغانستان کې د بېګناه ملکي وګړو قتل عام، فلسطين کې روان ظلمونه او نور ترسره کړي او عام خلک يې وژلي دي، خو تر اوسه له يوه دغه زبرځواک څخه هم د جګړې تاوان نه دي اخيستل شوي او همدغه دليل دي، چې لا هم دغو جنايتونو ته دوام ورکوي.
نو ملګرو ملتونو ته په کار ده، چې دغې برخه کې خپل مسئوليت په سمه توګه اداء کړي او له زورورو د کمزورو حقوق واخلي او دې سره د جنايتونو د ترسره کولو جرئت خنثي کړي.
هغه هېوادونه چې بايد د ور اوښتو زيانونو تاوان ورکړ شي، سر کې يې افغانستان دي، چې له کلونو راهيسې د دغو ابرقدرتونو د لوبو قرباني و او شاوخوا له دوه نيمو کلونو راهيسې د اسلامي امارت د سياسي او پوځي مجاهدينو له لوري له دغې ښکېلتيا ازاد کړاي شوي او د ارام سا اخلي، خو اوس پکار ده چې د تېرو قربانيو تاوان ورکړ شي او دغې برخه کې ملګري ملتونه مسئول دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *