مقالی اوتبصرې
Trending

تاريخ مو څوك ليكي او څوك يې بايد وليكي؟ !

محسن سعود
ليكوالو حضراتو او رسنيزو مبارزينو د جدې شپږمې له كرغېړنيز اړخه تر۴۳كلنو پايلو پورې كرښې كش كړې او ډېر څه يې پرې وليكل، پر گوتو يې بركتونه او قلمونه يې تاند او څپاند اوسه، پر ننداره يې وم او كتل مې ،چې دوی څه وايي، څه ليكي او څه درس وركوي، ترڅو د دې مهال مناسبتونو پرتله، اړين درسونه او اړوند پيغامونه يې درك كړم، ژورو اندونو-د وخت مناسبتونو-اړينو درسونو-پيغامونو ته د ليكوالو او رسنيزو مبارزينو رسيدگي او پاملرنې كچه وپېژنم، څه ترې زده كړم او ډاډ تر لاسه كړم ،چې د زرگونو ځوانانو له شهادت او هغومره نورو فكري او معنوي مړينې وروسته لاهم مو د ملاتېر مات نه دی(د كار ځوانان لرو)، د راتلونكې لپاره هيلې ور پورې غوټه كولای شو او بالآخر دا موخه او ارمان مې هم ترلاسه كړل او په يقين سره وپوهېدم، چې يادو شهادتونو او مړينو كه څه هم ژورې تشې رامنځته كړې وې يا يې هم رامنځته كړي، پكې د الله تعالی د حكمتونو او د شهيدانو او مړو پنځوليو روحيو، انگېزو، ولولو او احساساتو له مخې لا له مخه په ټولنه كې داسي سرونه پورته شوي ياهم پر را پورته كېدو وي، چې په ښه توگه د دغو تشو د ډكولو وړتيا ولري، بلكې لا چې د يو حديث شريف او بيا اوس مشاهدې پر استناد د تېر په پرتله د راتلونكي شرايط سخت وي او موږ يې د مبارزينو په بڼه د مقابلې انرژي ولرو؛ دا الهام او پيغام راكوي ،چې تېرو مبارزينو تر دې د سمو شرايطو له مقابلې سره هممهاله موږ ته تر هغو د سختو شرايطو د مقابلې احساس، روحيه او انرژي راكړې او د احسان پوروړي يې يو. پر دې سره كه له يوې خوا د هر ډول يو تر بل سخطو شرايطو مقابله موږ ته ترې پر ميراث راپاتې ده، چې هم يې وكړو او هم يې پر پوره امانتدارۍ تر نورو ورسوو، له بلې خوا پر دې لحاظ چې موږ ته تر دوی د سختو شرايطو مبارزه را له غاړې او اوږه مو ور كړې؛ موږ تر دوی تكړه يو، خو پر دې لحاظ ،چې د هغوی مبارزه هم د خپل وخت له سختو شرايطو سره وه او بيا هم يې ورسره موږ ته د لاسختو شرايطو پر وړاندې درېدو انرژي راكړې؛ له شك پرته دوی ډېر تكړه او مثالي مبارزين و، اوس خو كه شرايط تر هغه سخت وي؛ ورسره د مبارزې چمتووالی يا لږ تر لږه ورسره بلد تيا په همغو شرايطو كې لا تر لاسه شوې، لاره ورته هواره شوې او هر اړخيز بشپړ پام ورته اوښتی چې ابتكار يې هم د همغو مبارزينو په لاس كې دی.
په هر رنگ؛ د جدې له تاريخي شپږمې۴۳كاله وروسته د هغې اړوند سږنۍ قلمي، رسنيزه او تبليغاتي مبارزه كې پر هغه څه چې پر گران هېواد مو د دغې ورځې شوروي ښكېلاك يې پېلامه و؛ بېلابېلو ټكو راټولېدو سره تقريباً د ښكېلاك پر ټولو اړخونو، ۴۳كاله لرليو كورنيو-سيمه ييزو-نړيوالو بدو پايلو، برياليو او ناكامو تجربو او دوه لوريزو موخو او ارزښتونو باندې ډېر څه ويل شوي او يواځي يې په اړه پرېكړې او قضاوت، وخت پر وخت او له بېلابېلو زاويو پر كتو ترې درس او گټه اخيستنه او د تاريخ غوښنې برخې جوړېدو په توگه يې راتلونكو نسلونو ته خوندي كېدنه لوستونكو او كتونكو ته پرېښودل شوي. دا چې د دغې ورځې په اړه د ليكوالو او رسنيزو-مدني فعالانو په ليكنو او څرگندونو كې د هغوی احساسات، موندنې او دركونه، ژور ليدلوري او د لمانځنې۴۳كلن شاليد ته يې كتنې د نوښت بڼه او ځينې داسي څه هم له ځان سره لري ،چې تر دې وړاندې ښايي د ډېرو ورته پام نه و او د رښتوني تاريخ په توگه عام نظر خو بيخي نه و گرځېدلي؛ زما پام يې دې ته واړاوه ،چې تاريخ ليكنه مو د جدې شپږمې ټول شاليد او له ډېره وخته راهيسي همدا رسنيزې او مطبوعاتي خپرونې دي، چې زياتر د شرايطو په چارچوب كې تبلېغات ،چې له واقعيته لرې عيار او هغه ته د رسېدنې مخه هم پرې ډب شوې؛ وي او بيا يې پر استناد ځينې د معاصر تاريخ كتابونو كې گټه ترې اخيستل شوې ده. د همدې تبليغاتي تاريخ پر ښودنه او ترې پر گټې اخيستنې د آزادۍ۱۰۱كالېزه لاهم د آزادۍ د اتل په توگه امان الله خان پر نوم ولمانځل شوه، خو په ياد تاريخ كې پرې مخه ډب شوی واقعيت بيا دا دی چې لكه څرنگه چې نن مو پر شاهدۍ د افغان غيور ولس پر ملاتړ ديني عالمانو د اسلامي امارت تر سيوري لاندې آزادي او خپلواكي را ستنه كړې؛ له انگرېزانو اخيستې او د دغه تبلېغاتي تاريخ له مخې۱۰۱كاله وروسته لمانځل شوې آزادي هم د ديني عالمانو په مشرۍ د افغان غيور او مجاهد ولس گټلې او ترلاسه كړې وه، خو د وخت تبليغاتو يې تاريخ دومره سرچپه كړ، چې د همغو انگرېزانو چې آزادي مو ترې اخيستې وه؛ يو گوډاگی تر يوې پېړۍ پر ياديږي. له ښې مرغې د دې آزادۍ او خپلواكۍ نوښتگرو عالمانو د هماغې آزادۍ له واقعيته هم تبليغاتي څادر كش كړ، بېرته يې د ديني عالمانو پر نوم كړه، پر همدې نوم يې د هغې۱۰۲كاليزه ولمانځله او تاريخ يې پر رښتوني واقعيت ور ترميم كړ.
د جدې شپږمې په پايلو كې يې هم بې شمېره بېلگې شته، همدا د جدې پر شپږمه راغلې سرې لښكرې مو له عقيدې او پر بنسټ يې د خدای ج له مرستې وروسته د ژويو د كنترول، لرگيو ماتولو، كرنې خړوبولو، د ځمكې حاصلاتو رېبلو او را ټولو او د كليوالو جگړو پر دوديزو الاتو ماتې كړې وې چې له مادي مخې د يو بهرني نړيوال ښكېلاك پر وړاندې د تش لاس پر مانا دي، خو يو نيم به مو له شورويانو نيولې وسلې كارولې وې ،چې بيا يې ماتې د همدې وسلو پر مټ تبليغ شوه او د شوروي د ماتې تاريخ همغسې تبلېغاتي گرځېدلی، آن بيا كه مو د كورنيو ډلو ټپلو پر وړاندې مبارزه كړې او كه د تېر شل كلن صليبي اشغال پر وړاندې پر تش لاس درېدلي يو، تبليغاتي معجزو د سر له وېښته د پښې تر نوكه د اړتيا وړ ماډرنو وسلو باندې ورته پوښلي او اوس تبلېغاتي تاريخ ليكي، چې صليبي اشر مو له يو او بله اخيستو او را نيوليو ماډرنو وسلو او د هغو دښمنانو د ملاتړ پر مټ مات كړی چې كله مو هم د دوستۍ تمه لا نه ده ترې كړې، خو په وروستيو كې يې بيا پرون هم اشرف غني، د اشغال تپلي رژيم چارواكو او ځينې نورو كړيو هڅه وكړه د صليبي يرغل پای پر خپل نوم كړي او نن هم هڅه كېږي چې د هېواد، ولس او نظام اړوند د ځينې پرمختگونو ابتكارونه هماغه د اشغال پاتې شوني پر خپل نوم كړي او د دې هڅو تر واقعيت تبليغاتي هوا گرمه او زياته هم وي، نو چې يو خوا رسنيز او تبليغاتي توكي كه هرڅومره له واقعيته لرې او له دښمن جهته وي؛ د تاريخ برخه گرځي او بل خوا د دښمنو تبليغاتو پر وړاندې مبارزه هم ونشي ،چې د واقعيت او تبليغاتو ترمنځ تقابل او پرتلې ته تاريخ كتنه كړې وي يايې يو وخت وكړي؛ طبيعي تاريخ سرچپه كېږي او بيا د واقعيت رښتوني انځور ته ځای نلري، پرې نيوكه گڼل كېږي او هېڅوك يې د واقعيت په توگه نشي منلای، نو له دې امله هم پر رښتونو واقعيتونو ولاړ رسنيز او تبليغاتي فعاليتونه، د هرې پېښې او هرڅه بېلابېلو اړخونو پر تړاو پر وخت سپيناوی، د حقيقتونو رښتونې انځور گري او ټول كورني او بهرني پرمختگونه او لاسته راوړنې شاربل تر بسې مهم دی او دا د همدې قلموالو او مبارزينو دنده ده چې د جدې پر شپږمې او د هغې پر پايلو يې پر واقعيتونو ولاړې اږدې ليكنې او له مانا ډكې څرگندونې درلودې او همدوی دی ،چې د هېواد تاريخ مو ټكي په ټكي وليكي او هغه ځای وركړي، چې د نورو هېوادونو، ولسونو، نظامونو ټولنو او لږكيو له منځه افغانستان، افغان ولس، اسلامي امارت او دلته ديني عالمان يې لري، بايد ويې لري او ورته ښايېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *