
بشري مرستې او اقتصادي بنديزونه!
س. سعيد غلجی
د پرديو مرستو په اړه ډېرې ليکنې، کيسې او متلونه موجود دي، د ټولو خلاصه دا ده ،چې پردۍ مرستې تر خپل مطلبه پورې وي، هېڅ فايده نه لري او زيانونه يې ډېر دي. مرسته کوونکي هېوادونه حتماً د دغو بشري مرستو تر شا ډېر ناوړه پلانونه لري، ځکه چې که دا مرستې رښتيا يوازې بشري مرستې وي او سياسي مسائلو پورې تړاو نه لري، نو ولې يې مستقيماً حکومت ته نه ورکوي، هغه به يې په خپلو مناسبو ځايونو کې مصرف کړي، يا به يې اړمنو او مستحقو خلکو باندې تقسيم کړي. دا چې دوی د خپلو مرستو لپاره دفترونه غواړي او په خپله يې تقسيموي، د دې تر شا حتماً ډېر پټ استخباراتي اهداف هم موجود دي. او ښکاره اهداف خو يې دا دي، چې مسلمانان تحقير کړي، عزم او همت يې ور ختم کړي او مفت خواره يې روږدي کړي، چې په دې صورت کې به نو همېشه دوی ته محتاج يو او دوی به يوازې قوت لا يموت راکوي، خپل واک به نه لرو، همېشه به د دوی رحم او کرم ته ناست يو او اقتصادي پرختګ به نه شو کولای.
ظاهراً خو هر څوک بشري مرستې ګټه ګڼي او اقتصادي بنديزونه تاوان ګڼي، خو که ژور تحليل وشي او راتلونکې يې وسنجول شي، نو خپله بالعکس ده. بشري مرستې د ولسونو لپاره د زهرو مثال لري، هغه هېوادونه چې پر بشري مرستو پايږي او همېشه يې نورو ته لاس نيولی وي، هېڅکله به پرمختګ ونه کړي، خو اقتصادي بنديزونه په اعتبار د آينده د ولسونو د پرمختګ لامل کېږي، ځکه چې د بنديزونو په صورت کې خلک خپله لاس په کار کېږي او داسې لارې چارې لټوي، چې له پردۍ احتياجي خلاص او خود کفا شي.
د نړۍ په تاريخ کې هېڅ هېواد پر بشري مرستو پرمختګ نه دی کړی، بلکې ورځ تر بلې يې اقتصاد خراب شوی، خو ټولو پرمختلليو هېوادونو د بنديزونو او خپل همت له امله پرمختګ کړی، له پردي احتياجه خلاص شوي او پر ځان بسيا شوي.
مثلاً که پر يو هېواد د غنمو او غلو دانو په برخه کې بنديز ولګېږي، هغه مجبورېږي، چې پر کور دننه دومره غنم وکري، چې د هغوی لپاره کفايت وکړي، نو د تل لپاره به له ګدا ګري، قرض داري او پردي احتياجه خلاص شي. که برېښنا پرې قطع شي، نو هغه ملت مجبوريږي، چې خپله برېښنا جوړه کړي او د تل لپاره په دې برخه کې پر ځان بسيا شي. همدا شان د ژوند په نورو ټولو اړتياوو کې هغه وخت هېوادونه پر ځان بسا کېدلای شي، چې مجبور شي، يا فکر وکړي او له مجبوري مخکې د خپلې آينده لپاره لاس پر کار شي.
زموږ هېواد هم همدغه شان يو وروسته پاتې، جګړو ځپلی او نورو ته محتاج هېواد دی، تېرو شلو کلونو کې که هر څومره ډالر راغلل، خو چارواکو خپلواکي او د کار اراده نه درلوده، نو دا دی نن هم هماغه شان محتاج يو. هغوی ،خو له بهره راغلي وو، ښې پيسې يې جمع کړې، ميليونران شول او بيرته ولاړل. امّا اوسني چارواکي، خو د همدې ملت رښتيني خلک دي، د همدې ملت له منځه راپورته شوي او د دې ملت د هوساينې په داعيه واک ته رسيدلي، نو دوی ته ډېر لوی مسئوليت راجع دی. دوی بايد په هره برخه کې دا ملت د پرديو له محتاجۍ خلاص کړي. يوازې د اشغالګرو شړلو ته خپلواکي نه شو ويلی، هغه وخت به مو بشپړه او واقعي خپلواکي تر لاسه کړې وي، کله چې په اقتصادي، نظامي، تعليمي، صحي او نورو ټولو برخو کې پر ځان بسيا او د پرديو له اثر او احتياج څخه خلاص شو.
دغه اوسنۍ بشري مرستې او بيرته د همدغو درواغجنو نړيوالو بشردوستانو (!) له خوا پر موږ بنديزونه موږ ته د دوی منافقت او دوه مخې په ډاګه کوي. لکه خوشحال بابا چې وايي:
هـم مـې ووژنـــــي پـه خپــــلـــه، هـم پر ما بــــاندې ژړا کـا
څه ښه يار دی ښه يې مينه، وژل هسې شيون هسې
اوس هم همدغه کيسه ده، بنديزونه يې هم راباندې لګولي او بيرته د بشري مرستو نارې هم وهي، نو که د دوی رحم او کرم ته کښېنو تل به مو همدا حال وي او که خپله لاس پر کار کېږو، نو سختي به تېره کړو او بنديزونه به وزغمو، خو د تل لپاره به له پردي احتياجه خلاص شو.
مهمه دا ده چې مسئولين خپل لومړيتوب وپېژني او هڅه وکړي ،چې ژر تر ژره د ژوند د لومړنيو اړتياوو په برخه کې دا هېواد خودکفاء کړي. په دې برخه کې د قوش تيپې کانال او د تېلو د استخراج پروژې اساسي رول لري، بايد دغه شان پروژو ته نوره هم توجه زياته شي. همداراز د تعليم برخې ته بايد ځانګړې توجه وشي، تر څو د صحت، ټکنالوژي او نورو برخو کې هم له پردي احتياجه خلاص شو. د دې تر څنګ نظامي برخه کې بايد شپه ورځ کار وشي، تر څو پياوړی پوځ ولرو او بيا ځل څوک د يرغل فکر ونه کړي.
که په دغو برخو کې موږ پر ځان بسيا شو، نو بيا که ټوله نړۍ هم راته يوې خوا ته شي او ښه ډېر بنديزونه راباندې ولګوي، پر موږ به څه اثر نه کوي. لکه ايران چې د ټولې غربي نړۍ له بنديزونو سره مخ دی، خو بيا هم قوي حکومت لري، ځکه چې هغوی دغه اولويات پېژندلي او د خودکفايي حد ته رسېدلي.
خلاصه دا چې مسؤلين بايد خپلو چارو ته نوره هم توجه زياته کړي، موږ ته ډېر لوی مزل را تر غاړې او وخت ډېر کم دی، موږ بايد د کلونو کار په مياشتو او د مياشتو کال په ورځو کې وکړو. بشري مرستې بايد بندې او د خودکفايي لپاره کار وشي.
ومن الله التوفيق!