مقالی اوتبصرې

ايا لوی اسرائيل جوړېدای شي؟؟

موږ په اندونيزيا، ماليزيا، مصر، المغرب او سوډان کې د مسلمانانو په احساساتو کې يوځايوالی وليده څنګه مو چې په کويټ کې وليد، هغسې مو په عراق کې وليده. (سبحان الله)
د فلسطين قضيه د دې امت له شريکو قضيو څخه ده. څنګه چې د صليبيانو په لاس د فلسطين په وخت کې اسلامي امت شيندلي و، بيا صلاح الدين ايوبي په فلسطين کې را غونډ کړل، ورپسې د حطين جنګ و او بيا فلسطين ازاد شو. همداسې به اوسنۍ مبارزه اسلامي امت سره راغونډ کړي او بيا به ان شاء الله ازادي وي.
د اسرائيلو په ملاتړ کې د امريکا ښکاره ونډه
امريکا اوس داسې شوې ده چې خپل عواطف نه پټوي او خپل سياست ته د رسميت رنګ نه ورکوي، دا ټولو مسلمانانو ته يو پېغام دي .په دې ډول انتفاضې يې خپل پټ شيان ښکاره کړل، سره له دې چې پخوا هم ښکاره وو خو ځينې ډېر وضاحت ته اړتيا لري.
ايا انتفاضه پر صهيونيستي ټولنه اغېزه نه لري؟!
ځينې به ګومان کوي چې تيږې، زاړه ټوپکونه او چاودېدونکي کمربندونه د يهودو پر پرېمانه سرچينو او ورانوونکي پوځي ماشين اغېزه نه کوي. دا ناسمه ده. د انتفاضې عواقب په يهودو د خطر په وروستۍ درجې کې دي. «ان تکونوا تألمون فانهم يألمون کما تألمون». ژباړه:( که تاسو کړاو ګالئ نو هغوي هم ستاسو په څېر کړاو ګالي.)
۱ــ په يهودو کې د وېرې او نا امنۍ وحشت دي:
دوي د وېرې له لاسه رواني ناروغۍ لري. په دوي کې بيا د دولت لوړ پوړي کسان هم دي، د اسرائيلو يو تلويزيون د ايرل شارون او د هغه د يو وزير ويډيو خپره کړې وه. وزير په ژړا و ،چې له ډېرې وېرې له کوره نه شي وتلي. دا وزير و، هغه چې يوه فرقه پوځيان يې ساتنه کوي، د عوامو به يې له وېرې څه حال وي؟!
۲ــ معکوسه کډوالي:
له اسرائيلو څخه بهر ته کډوالي اوس ډېره زياته ده، څنګه چې فلسطين ته د يهودو کډوالي د فلسطين د يهودي کېدو لامل و، همداسې به سرچپه کډوالي د فلسطين د بېرته مسلمانېدو لامل وي. (ان شاء الله.)
۳ــ د اسرائيلو په پوځ کې جدي ستونزې:
څنګه چې موږ اورېدلي ځينې پوځيان په خپل ژوند وېريږي او د خپلو مشرانو خبرې نه مني، دا به خامخا په اسرائيلي پوځ کې وقفې رامنځ ته کړي.
۴ــ د اسرائيلو درانه اقتصادي تاوانونه:
د انتفاضې په لومړي کال يې ۱۴۰ ميليارده ډالره تاوان وکړ.
سياحت يې بشپړ ختم دی. د هوټلونو د کرايه کولو فيصدي دوه سلنه ده.
سينما يې پنځوس سلنه بنده ده.
ډېر هغه يهودي شرکتونه چې پر فلسطيني کارګرو اباد وو اوس بند دي.
۵ــ له نړۍ څخه د يهودو شاته پاتې کېدل:
د سپورټ ټيمونه اسرائيلو ته له تګ څخه وېريږي.
د هنر او فلم ډلې هم همداسې. ټولنيز، ديپلوماتيک او اقتصادي هيئتونه هم کم ورځي.
۶ــ په انتفاضه کې د تلويزيونونو او انټرنيټ پر مخ د اسرائيلو جرمونه نړۍ ته ښکاره شول. ډېرې رسنۍ د اسرائيلو د ګمراه کوونکو رسنيو پر ضد ودرېدې. په نتيجه کې يې ډېرو هېوادونو په ملګرو ملتونو کې اسرائيل وغندل ،خو د امريکا د ويټو پر وړاندې کمزوري دي. همدارنګه ټوله نړۍ د اسرائيلو نژاد پرستي ته په بده ګوري، خو دلته هم امريکا مخکې ده. اوس وايو چې قانون، عقل، تاريخ او واقعيت هر څه په دې ټينګار کوي چې مقاومت دې وشي، ځکه دا حقدار ته د حق سپارلو يوازېنۍ لاره ده ،نو بايد په ټول ځواک سره تاييد شي او دا مفهوم بايد ډېر ژر عامو مسلمانانو ته ورسول شي.
يو بل مفهوم چې بايد د عامو مسلمانانو ترمنځ خپور شي د لوي اسرائيل مفهوم دي. لوي اسرائيل يې رښتينې صهيونيستي پروژه ده چې اسرائيل يې پټوي نه، بلکې ښکاره يې اعلانوي ډېر شواهد شته چې اسرائيل د دې پروژې د تطبيقولو هڅې کوي. د لوي اسرائيل په پروژه کې ټول فلسطين راځي او اردن، لبنان، سوريه، له دجلې تر فراته پورې عراق، جنوبي ترکيه، د نيل تر لويديځه پورې مصر، تر مدينې منورې پورې سعودي عربستان او ځينو نقشو کې خو د مدينې منورې تر ۱۲۲ کيلومترۍ پورې ځمکه هم راځي. الله جل جلاله دې د دوي ګومانونه له منځه يوسي او د دوي پلانونه دې ناکام کړي. دا پروژه په خپل ګمراه شوي تورات استدلال کوي چې هلته الله جل جلاله يعقوب عليه السلام ته وايي: اې اسرائيله! د نيل او دجلې ترمنځ ځمکه مې تا ته درکړې ده.
بن ګوريون په ۱۹۴۸م کې د اسرائيلو د دولت په جوړېدو کې دا پروژه اعلان کړه.
ــ د اسرائيلو اصلي مؤسس تيودر هرتزل هم ترې يادونه کړې.
ــ د يهودي ميلونر او د صهيونيزم مالي ملاتړي روچيلډ هم ترې په خپلو يادښتونو کې يادونه کړې ده.
ــ کله چې يهودو په ۱۹۶۷م کې القدس ونيو موشي ديان داسې وويل: اوس د يثرب او بابل لاره خلاصه شوه.
ــ د لوي اسرائيل د پروژې نقشه د اسرائيلي شيکلو پر شا هم شته او د کنيست (د اسرائيلو پارلمان) پر لويه دروازه هم رسم شوې ده.
ــ د ۱۹۶۷م کال جنګ هم د دې پروژې يوه کړۍ وه.
ــ د لبنان د ۱۹۸۲م کال جنګ هم همداسې.
ــ په دې کې هم شک نه شته چې دمن خليج جنګ او پر دې سيمه د امريکايي ځواکونو مېشتېدل په ياده ځمکې کې د لوي اسرائيل پروژې د اسانتيا له پاره دي.
ــ د اسرائيلو د ګاونډيو هېوادونو پوځي کمزوري او له امريکا سره يې اقتصادي، سياسي او پوځي تړاو د صهيونېزم د بدرنګه عمليې برخې دي.
ــ د ترکيې او اسرائيلو ملګرتيا، د عراق د پوځي ځواک نړول او نور ټول داسې تمځايونه دي چې هوښيار نه شي ترې تېرېدلي او مسلمانان بيا يوازې په لويو مصيبتونو راپاريږي. د سيمې ټولو هېوادونو د ويجاړوونکې وسلې په نه کارولو لاسليک کړي، اسرائيل هم هستوي وسله لري او په دې تړون له لاسليکه انکار کوي.
څوک چې د لوي اسرائيل پر پروژې شکمن دي او دا ورته لرې ښکاري چې اسرائيل دې يادې سيمې ونيسي.،نو په فلسطين کې دې د اسرائيلو د جوړېدو تاريخ وګوري. دا تاريخ ګورئ تاسې به هلته ډېر عجيب څه ووينئ. څنګه د اسرائيلو ځواکمن دولت له نشته را پورته شو؟ څنګه يو زورور دولت ترې جوړ شو او د لا پراختيا نور څومره ځواک لري؟
بايد د ۱۹۶۷م له جنګه عبرت واخلو!

مولوي محمد علي عظمت

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *