مقالی اوتبصرې

امريکا ولې د پروتې لغتې وهي؟

الحاج غلام جيلاني ((حق پرست))
کله چې امريکا، ناټو او ددوی سيمه ييزو څنګوټيانو د افغانستان د اسلامي امارت د مجاهدينو په مقابل کې د جګړې په ډګر کې غيرمترقبه تاريخي ماتې وخوړه؛ نو ددوی ټپونه خو لا هماغسې تازه دي او رغېدنه يې ډير وخت ته اړتيا لري، داچې له يوې خوا يې نړيوال پرستيج ته سخته صدمه ورسېده، درنه اقتصادي ضربه يې وخوړه، زرګونه پوځيان يې ووژل شول او يا د ټول ژوند لپاره معيوب او ددوی د ټولنې د اوږو بار شول، نو اوس خو به خود د پروتې لغتې وهي.
امريکا ولې د افغانستان له اوسني حکومت او خلکو سره لاهم دښمني پالي خو په دومره توپير سره چې سنګر، ستراتيژي او تګلاره يې بدله کړې ده؟
زموږ په اند امريکا او متحدين يې چې د افغانستان د اسلامي امارت او خلکو پر ضد اوس هم پر همغه پخواني خره سپاره دي؛ دوي لاندې موخې لري.
۱- دوي غواړي افغانان د تل لپاره بايد په جنګ کې بوخت وساتل شي، ترڅو چې دوي د خپل هېواد د بيارغولو، خپلو دفاعي او امنيتي ځواکونو او ملکي ادارو پر پښو درولو او له خپلو طبېعي سرشارو زېرمو څخه د استفادې لپاره وخت ونه مومي.
۲- که د نړۍ نور هېوادونه افغانستان ته د لاس ورکولو اراده وکړي، نو د هغوی لپاره بايد داسې ګواښونه او خنډونه رامنځ ته کړي چې هغوي له خپلو ارادو څخه منصرف شي.
۳- هغه څه چې له ټولو زيات د امريکايانو او د دوي د متحدينو د سترګو ازغي دي او دوي غواړې چې په هره ممکنه طريقه دغه ازغي له خپلو سترګو وباسي، هغه د ميلياردونو ډالرو په ارزښت هغه عصري نظامي وسايل او وسايط دي چې له افغانستان څخه د تېښتې په وخت کې له دوي څخه دلته پاتې شول او فعلا د اسلامي امارت د مجاهدينو په لاس کې دي.
امريکايان او متحدين يې ګړندۍ هڅې کوي چې په هره طريقه وي دغه عصري او پرمختللي نظامي وسايل او وسايط بايد استهلاک شي او ددغې موخې د ترلاسه کولو لپاره هرې وسلې او وسيلې ته لاس اچوي.
هو! دا چې امريکا له خپلو پخوانيو بړېڅو او لاس پوڅو څخه نااميده شوې ده او پوهېږي چې پخوا يې هم پر دوي باندي ناسم حساب کړي و او ددوی د موخو د ترلاسه کولو په لاره کې اغېزمن نه شي ثابتېدلاي؛ نو خپلې موخې ته د رسېدو په پار د پاکستان حکومت پر شا ټپوي، ترڅو يې د افغانستان له اسلامي امارت سره د جګړې اور ته ور ټېل وهي او امريکايان خپلو ټولو موخو ته ورسېږي، چې هم دغه سيمه د تل لپاره ناکراره او د جګړې په اور کې بوخته وساتي او هم افغانان هيڅکله په آرام سا وانه خلي، او هم په دې ډول له دوي څخه پاتې شوي نظامي وسايل او وسايط استهلاک او له منځه ولاړشي.
دلته وړاندې له دې چې د پاکستان په هکله څه وليکو بايد ووايو چې: افغانان د پاکستان د حکومت او ولس په هکله د خپلو اوږدو تجربو له مخې جلا، جلا نظر لري؛ افغانان د پاکستان خلک خپل وروڼه بولي، د افغانانو او پاکستان د ولس دين، عقيده، ارمانونه او موخې سره شريکې دي، دوي له يو بل سره د عقيدې په مزي تړلي او نه بېلېدونکي دي.
دوي د يو بل په غم او خوښي ځانونه شريک بولي، د پاکستان مسلمان ولس هغه خلک دي چې پر افغانستان باندې د پخواني شوروې د يرغل له پيل سره يې د ژوند په ډېرو سختو، لنډو او تنګو شرايطو کې خپلو افغان مسلمانو وروڼو ته د مرستې او غم شريکۍ لاس ور اوږد کړ؛ هغوی ته يې د با عزته او سوله اييز ژوند تېرولو لپاره په خپل څنګ کې ځای ورکړ.
افغانان احسان فراموشه خلک نه دي، دوی ځانونه د پاکستان د ولس ددغه لوي احسان پوروړي بولي او کله چې پر وزيرستان باندې پوځي عمليات پيل شول او اوسېدونکي يې د ژوند له خورا سختو ستونزو سره مخامخ شول، نو افغانانو د خپلې مرستې، ورورولي او همدردۍ غېږه دوي ته خلاصه کړه، په خپلو کورونو او ځمکو کې يې هغوی ته د باعزته هستوګنې لپاره شرايط برابر او د احسان ځواب يې په احسان سره ورکړ.
دوهم د پاکستان حکومت دی، په تېرو نږدې څلورنيمو لسيزو کې چې په پاکستان کې څومره حکومتونه منځ ته راغلي، نو نږدې ټولو يې له افغانانو او هم له خپلو خلکو سره تل دوه ګوني او دوه مخی تعامل کړی دی، تل يې په خوله يو څه ويلي او په عمل کې يې بل څه کړي دي.
دا چې د پاکستان حکومتونو او ولسونو په وار، وار د امريکا ملګرتيا تجربه کړې ده او هيڅ يو هم ښې خاطرې نه ورڅخه لري. د افغانستان حکومت او ولس د پاکستان حکومت ته دا مشوره ورکوي چې ددوي د هېواد، ولس او سيمې خير او مصلحت په دې کې دي، چې د پاکستان حکومت له دې وروسته په پټو سترګو د امريکا او ناټو قومانده ونه مني، د افغانستان او پاکستان د مسلمانو خلکو د وينې په بيه دې مادي امتيازاتو ته زړه نه ښه کوي، د کرښې په اوږدو کې دې د جګړې اور ته لمن نه وهي. او که خداي مکړه بيا يي هم د امريکا په دستور په سيمه کې د جګړې اور بل کړ، نو دا به د پاکستان د ژوند له ټولو لوی قمار وي، چې شايد د ګټي پر ځای له درانه زيان سره مخامخ شي. او د دواړو هېوادونو او سيمې د ټول بشري او مادي زيان مسئوليت ورله غاړې شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *