مقالی اوتبصرې

افغانستان له رسميت پېژندې پرته د پرمختګ په لور ګامونه اخلي

نږدې ۳ کاله کېږي، چې اسلامي امارت پر افغانستان حاکم دی او د الله (ج) په نصرت به دغه موده لسګونو او سلګونو کلونو ته رسېږي.د واک په لومړيو کې فکر کېده، چې ګوندې اسلامي امارت به له رسميت پېژندنې پرته دوام را نه وړي او يا به هم وه نه شي کولی، چې د هېواد چارې سمبال کړي، خو د وخت په تېرېدو سره موږ او تاسو ټولو وليدل، چې د هېواد چارې په برياليتوب سره سمبال شوې، د پوځ، پوليسو او استخباراتو ليکې منظمې شوې او دغه راز اداري سيستم روان وساتل شو.

د هېواد، خلکو او اسلامي امارت دښمنانو فکر کاوه، چې ګواکې د کابل حکومت نه شي کولی په مالي لحاظ د بهرنيو له مرستې پرته په يوازې ځان حکومت وچلوي، خو برعکس نه يوازې دا چې پخوانۍ کورنۍ مالي سرچينې يې له فساده پاکې کړې؛ بلکې نوې سرچينې يې هم رامنځته کړې، چې اوس د سيمې په کچه د ځينو هېوادونو له مالي سيستم څخه پورته سيستم لرو او اقلاً د ځينو هېوادونو په څېر له (اي اېم اېف) څخه ميلياردونه ډالر پوروړي نه يو.

د افغانستان د کورنيو او بهرنيو دښمنانو ستونزه دا ده، چې ولې افغانستان وروسته له ډېر وخت وروسته يو واحد نظام او مرکزي قوي حکومت لري، نو هڅه کوي په خپل ټول توان سره افغانستان او افغانانو ته ورکړل شوی دغه لوی نعمت له منځه يوسي.خو اسلامي امارت په سياسي، پوځي، اقتصادي او ټولو ډګرونو کې د دښمن د دغو هڅو پر وړاندې مبارزه کوي او هېڅکله به اجازه ورنه کړي، چې د افغانانو د هيلو او ارمانونو پر وړاندې ستونزې جوړې شي.

نو بهرنيان دې پوه شي، چې تېر نږدې ۳ کاله د دې شاهد دي، چې اسلامي امارت افغانانو ته منلی نظام دی او چارواکي او زمامداران يې د افغانانو له منځه راپورته شوي خلک دي، په کار ده، چې د افغانانو پر وړاندې له هر ډول دسيسو لاس واخلي او پرېږدي، چې افغانان خپل وطن په خپله جوړ کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *