
اسلامي امارت د واقعيت پرتله
سلطان محمود سالمزی
تېر کال که څه هم له ستونزو او کړاوونو ډک و، له يوې خوا د حکومتي چارو نظم، امنيت ټينګول، د سولې تامين، پر ځان د ملت بارو، د امنيتي او دفاعي ځواکونو انسجام، د کورنيو او بهرنيو دښمنانو د رسنيزو سرچينو پراخ او پوچ تبليغات ، له بهرنيو مرستو پرته د نظام چلول او ټينګښت او له بلې خوا د تېر مفسد نظام او نړيوال اتکبار څخه په ميراث راپاتې فقر او غربت دا ټول هغه څه دي،چې ترې وتنه له لياقت، مهارت او رښتينولۍ پرته ناشونې ده خو الحمدلله اسلامي امارت خپله رښتينولي ملت اونړيوالو ته ثابته کړې او له دې واقعيته هېڅوک سترګې نه شي پټولی،چې د نړيوالو له لوري د اقتصادي بنديزونو او فشارونو سره سره بيا هم په دې توانېدلي چې د دوی دغه مذبوهانه هلې ځلې چې ګويا د ملت او حکومت تر منځ فاصله ايجاد کړي او ولس په خپل نظام بې باوره کړي او په دې شکل په غير مستقيمه توګه خپلې موخې ترلاسه کړي چې دا وروسته هڅه يې هم له خاورو سره خاورې شوه او له بلې خوا د اميرالمؤمنين پر له پسې فرمانونو د ملت پراخ باور لا پسې غښتلي کړو چې وزير نه شي کولای په يوه حکومتي اداره کې خپل زوی په دنده وګوماري همدارنګه دولتي اراکين د تدارکاتو په پرخه کې داوطلبي هم نه شي کولای او بل داچې د هيواد يو معادن دې استخراج او په هغې دې په نشه يي توکو د روږدو درملنه وکړي چې په لسګونو زره روږدي اشخاص د هيواد له اړوندو ولايتونو را ټول شوي او له درملنې وروسته خپلو کورنيو ته تللي، د افغانستان په تاريخ کې تاسو تر اوسه داسې مهربانه او مشفق زغيم مشر ليدلي چې د بېلګې په توګه يې له نوم څخه يادونه وشي. د هيواد په سطحه د قوش تېپې کانال، د سرکونو رغول او د پلازمينې کابل د ښار چوکونو په بيارغونه يې د دغه ښار بڼه بدله کړه، د اوس لپاره په ايران، ترکيه، روسيه، قزاقستان، ازبيکستان، چين، قطر او پاکستان هيوادونو کې د اسلامي امارت استازي منل په واقعيتونو او لاسته راوړنو څرګند اعتراف دی، د نوي کال په راتګ سره هيله مند يو چې نور هم خپل ملت د ګټورو پلانونو په عملي کولو سره موجودې ستونزې هوارې او لا زياتې لاسته راوړنې ولرو. په همدې هيله